بلجيم : په يوه مرګوني بريد کي سلو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
د بلجيم د لاوکLuik په ښار کي يوه ۳۴کلن بلجيمي لږ تر لږه ۴ کسان ووژل او د پنځوس شاوخوا نور يې زخميان کړل ،له بلجيم څخه د لراوبر همکار وايي چي پېښه هغه وخت رامنځته سوه چي نوموړي د ګڼي ګوڼي څخه ډک بازار کي پر خلکو ټکان وکړه او وروسته يې ګرېن اېډ بمونه وغورځول ، په پېښه کي ۳۴کلن بريد کوونکی هم وژل سوی دی .
پوليس وايي چي بريد کوونکي د زور زنا او غيرقانوني وسلې په تور تورن و او په مشروط ډول ازاد سوی و ، نوموي بايد هره اوونۍ پوليسو ته حاضري ورکړې وای چي دا وار يې د پوليسو ماموريت د ودانۍ تر څنګ بازار کي پر عامو خلکو مرګونئ بريد وکړ .
په پېښه کي دوه ۱۲ او ۱۶ کالو په منځ کي هلکان او يوه ښځه ځای پر ځای وژل سوي دي ، تر اوسه يوه زخمي هم سا ورکړې ده ، روغتون ته تر دې مهاله تر سلو زيات کسان ور وړل سوي دي ، پوليس د پېښي په اړه پلټني کوي .
په اروپا کي تر هغه وروسته چي د ناروې په اوسلو کي يوه ځوان په لسګونو ولسي وګړي ووژل او ورپسې د هالنډ په الفن آن د راين کي يوه کس ۱۸ کسان ووژل او لسګونه نور يې زخميان کړل د سږکال په اوږدو کي دا دوهم مرګونی بريد دئ چي د يوه عام وګړي لخوا رامنځته کيږي .