نامعلومو وسلوالو په کندهار کي ملکي سړى وواژه

د لراوبر اداره | دسمبر 13th, 2011


دوو تنو نامعلومووسلوالو نن سهار د کندهار ښار د ١٢ امنيتي حوزې اړوند د لويي ويالې په سيمه کي يوملکي سړى په ډزو وواژه او خپله له سيمي وتښتېدل.


د اغا محمد په نوم وژل سوى کس د ارغنداؤ ولسوالۍ د خسرو د کلي اوسېدونکى و چي نن سهار نهه نيمي بجې دلويي ويالې د برېښنا کوټ پله په سيمه کي د لوښو، خرڅولو په يوه دوکان کي ناست و اود وسلوالو تر حملې لاندي راغلى.


له کندهاره په دې اړه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي وژل سوي کس نه هم په دولت کي کوم ډول وظيفه لرل او نه هم کوم قومي مشر ؤ.


د کندهار د امنيه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې پوليسو د پيښي د لاملونو په اړه پلټني پيل کړي او هم مهاله ملي پوليسو د پيښي د عاملينو د نيولو لپاره هم پلټونکي عملياتپيل کړي دي.


دکندهار چارواکي مني چي د ښار شمال لوري ته د لو ويالې پراخه سيمه چي د ارغنداو سره پوله لري يوه د نا امنه سيمو څخه ده ، ددې ځای اوسيدونکي په پرله پسې توګه د نا امنيو ، غلاو او وژنو له خطرونو سره مخامخ وي .

Copyright Larawbar 2007-2024