د ۲ مېرمنو او يوې ماشومي د وژل کېدو د داستان – پښتو بڼه

د لراوبر اداره | دسمبر 20th, 2011


منبع: ډيموکراسي ناو وېبپاڼه (د 2010م مېلادي کال د اپريل 6 مه نېته)


ژباړونکی: احمدولي اڅکزی



د امريکا پوځ د لومړي ځل لپاره منلې چي د افغانستان په ختيځ کي يې د ماښامني عملياتو پر وخت د فرورۍ په 12 مه نېټه (2010م) دوې حامله افغاني مېرمني او يوه پېغله انجلۍ وژلي دي. ناټو چارواکو دغه تورونه په کلکه رد کړي ول خو د هغه وروسته چي د ټايمز آف لندن مجلې تر څنګ يو شمېر نورو رسنيو د ژوندي پاتو سوؤ کسانو څرګندونې خپرې کړې چي امريکايي عسکرو څنګه دغه وژنې وکړې، ناټو دې ته مجبوره سوه چي د ولسي کسانو د وژنې دغه پېښه ومني. موږ د ټايمز آف لندن د خبريال جېرم سټارکي سره پدې هکله خبري کړي.



د تلويزوني خپرونې پښتو ژباړه



اېمي ګوډمېن: (د تلويزوني خپرونې نطاقه)


موږ اوس په عراق کي د امريکايي عسکرو لخوا د ولسي کسانو د وژنې د موضوع څخه په افغانستان کي د امريکايانو لخوا د ولسي کسانو د وژلو و موضوع ته ګرځو. د امريکا تر مشرۍ لاندي ځواکونو د لومړي ځل لپاره دا منلې ده چي د افغانستان په ختيځ کي يې د شپې په عملياتو کي د فرورۍ (2010م) په مياشته کي دوې حامله افغانې مېرمني او يوه ځوانه انجلۍ وژلي دي.



د ناټو چارواکي تر مخه ادعا کړې وه چي پدغو وژنو کي د دوی هيڅ لاس نسته. ناټو ادعا کړې وه چي د دوی د ماښامني عملياتو څخه څو ساعته تر مخه لا دغه مېرمني تړل سوي  او خفه کړل سوي وې. خو چارواکي هغه وخت مجبوره سول چي دغه تورونه ومني کله چي د ټايمز آف لندن او يو شمېر نورو خبري رسنيو پدغه پېښه کي د ژوندي پاتو سوؤ کسانو څرګندونې خپرې کړې. ژوندي پاته سوؤ کسانو د دغې پيښي تفصيلات بيان کړي دي چي د امريکايي عسکرو لخوا دغه ظالمانه عمل په څه ډول تر سره سوی ؤ.



يوه حامله مېرمنه چي وژل سوې ده د لسو اولادونو مور وه. بله حامله مېرمنه چي وژل سوې ده د شپږو ماشومانو مور وه. افغان پلټونکو و ټايمز آف لندن ته ويلي چي امريکايي ځانګړو عسکرو کوښښ کړی چي دغه موضوع پټه کړي. راپورونه وايي چي امريکايي عسکرو د خپلو قربانيانو د جسدونو څخه مرمۍ راکښلي او بيا يې زخمونه په الکولو ور مېنځلي ول، د دې څخه تر مخه چي و خپلو مشرانو ته د پيښي په هکله درواغ ووايي. د دې پر ځای چی ناټو دغه وژني ومني، چارواکو يې د تورونو ردولو ته دوام ورکاوه او ويل يې چي پدې هکله تر سره سوؤ پلټونو ښودلې چي هيڅ ډول غېر مناسب عمل ندی تر سره سوی.



جېرم سټارکي د کابل څخه زموږ سره وصل دی. هغه د ټايمز آف لندن لپاره ليکنې کوي. هغه دغه موضوع را برسېره کړې وه. ناټو د سټارکي په راپور کي د پيښي د پټولو د هڅو تورونه په کلکه توګه رد کړي ول. د هغه وروسته ملګرو ملتونو او د نيويارک ټايمز ورځپاڼو دغه راپور تائيد کړی.



جېرم سټارکي، راته وواياست چي تاسو دغه موضوع څنګه وموندله؟



جېرم سټارکي (پر ټليفون):


زما پام دغې موضوع ته هغه وخت واوښتی کله چي مي يوه غېر عادي خبرپاڼه ولوسته. پدغه خبرپاڼه کي راغلي ول چي درې مېرمني موندل سوي چي تړل سوي او (په خفه) وژل سوي وې. ماته دغه زښته زياته غېر عادي خبره معلومه سوه. که څه هم دوی په سمدلاسه توګه (…) د عملياتو څخه ډېر ژر وروسته موږ د ژوندي پاتو سوؤ او د هغوی د خپلوانو سره تماس ونيوی او ځان مو تر ګردېز پوري ورسوی. د (وژل سوؤ) د کورنۍ غړو موږ ته د پيښي ځای راښکاره کړی. دوی موږ ته پوره کيسه په تفصيل سره وکړه چي څه پېښ سوي ول…



اېمي ګوډمېن:


جېرم بخښنه غواړم چي ستاسو خبره د يوې لحظې لپاره قطعه کوم… جېرم… زه غواړم چي د يوې لحظې لپاره ستا خبره قطعه کړم. که ته د لوړ ږغ ټليفون له لاري راسره وصل يې، ايا کولای سې چي ګويا يې ور ګول کړې. موږ ستا د خبرو په پوهېدلو کي ستونزي لرو (ږغ دي سم نه راځي)



جېرم سټارکي:


نه نه زه د لوړ ږغ ټليفون له لاري نه يم درسره وصل.



اېمي ګوډمېن:


اوس (ستا ږغ) بهتره سو.



جېرم سټارکي:


ايا اوس (زما ږغ) بهتره سوه؟



اېمي ګوډمېن:


يو څه بهتره سو، لطفا ټليفون تر امکان تر پولې درته نژدې کړې.



جېرم ګوډمېن:


زما توجه هغه وخت دغې موضوع ته واوښته کله چي مي غېر عادي يوه خبرپاڼه ولوسته. پدغه خبرپاڼه کي د جسدونه خبره سوې وه، د ښځو د جسدونو، چي لاس تړلي او په خفه وژل سوي موندل سوي ول. دا موضوع زښته غېر عادي راته معلومه سوه او همدا ؤ چي موږ د( وژل سوؤ د) خپلوانو، په پېښه کي ژوندي پاتو سوؤ او هغه کسان چي هلته ول، په شمول د ګردېز د پوهنتون د معين رئيس سره تماس ونيوی. دوی موږ و ګردېز ته دعوت کړو. دوی وويل چي که موږ ګردېز ته ورسو دوی به زموږ د امنيت ګارنټي راکړي او دا چي موږ به د پيښي و ځای ته ورولي. دوی همداسي وکړه.



کله چي موږ هلته ورغلو نو موږ د ژوندي پاتو سوؤ کسانو او افغان چارواکو سره مرکې وکړې. برخه په برخه (…) دغه موضوع روښانه سوه. دوی ويلي ول چي يو شمېر وسله وال وژل سوي ول. خو کله چي موږ د کورنۍ او د ځايي چارواکو سره خبري وکړې نو راته روښانه سوه چي درې مېرمني او دوه نارينه وژل سوي ول. وژل سوی يو کس پوليس ؤ او هغه بل کس سيمز څارنوال ؤ. په يقيني ډول دوی وسله وال نه ول. زموږ د پوښتنو وروسته دا هم معلومه سوه چي وژل سوؤ درو مېرمنو څخه دوې مېرمني حامله وې او د پوځي (ناټو) ادعاؤ برخلاف دغه مېرمني د وسله والو لخوا نه بلکه پدغو پوځي عملياتو کي وژل سوي وې.



اېمي ګوډمېن:


و ټليفون ته نژدې خبري وکړئ(چي ږغ دي سم راسي). تاسو څنګه خبر سواست چي د ځانګړو عسکرو لخوا د جسدونو څخه ګولۍ ايستل سوي وې تر څو دغه وژنې پټي کړي او د دوی عمل د تعقيب وړ ونه ګرځي؟


جېرمن سټارکي:


د دغو پوځي عملياتو طبيعت داسي دی چي موږ به يوازي هغه وخت په دقيقه توګه پدې خبر سو چي په هغه شپه څه پېښه سوې وه، که په پوځي عملياتو کي ښکېل د يوه عسکر ضمېر راوېښ سي او دی اړ کړي چي (د پيښي په هکله رشتيا) خبري وکړي. هغه کسان چي په دقيقه توګه د پيښي په اصلي حالاتو خبر دي يا خو هغه عسکر دي چي پدغه عملياتو کي يې برخه اخيستې وه او يا هغه کسان دي چي پدغه شپه ووژل سول. پدې وجه چي په کومه کوټه کي دغه پېښه د ادعاؤ له مخي رامنځ ته سوې وه، يوازني ژوندي کسان د امريکا د ځانګړي پوځ عسکر ول.



خو د وژل سوؤ د جسدونو څخه د مرميو د ايستلو ادعا د لومړي ځل لپاره ماته د حاجي شراب الدين (شراف الدين) لخوا وسوه، چي د دغې کورنۍ مشر دی. دی وايي چي کله چي دوی و هغې خوني ته ورغلل چيري چي د دوی د کورنۍ د وژل سوؤ پنځو کسانو څخه څلور وژل سوي ول،… دی بيا ډېر په غوسه سو او عصباني سو. ده زياته کړه « يو خو يې وژل ول او د هغه برسېره يې مرمۍ هم ځندي ايستلي وې.» کوم وخت چي ده ماته دا کيسه کوله نو يې مقصد دا نه ؤ چي دسيسه (د امريکايي عسکرو لخوا جوړه سوې توطئه) بربنډه کړي. بلکه د ده اصلي مقصد دا ؤ چي د وژل سوؤ د جسدونو د غبرګ سپکاوي خبره وکړي. د دغو تورونو سپيناوی ډېر مشکل کار دی. زه دې ته نژدې وم چي دغه تور د ځان سره په کتابچه کي ګرد سره ونه ليکم. ما په خپل اصلي راپور کي هم د دغې خبري ذکر نه ؤکړی ځکه چي دا داسي شيان دي چي پکښي ډاډمن کېدل مشکل کار دی.



په هر صورت، څو اونۍ وروسته  ما د يوه افغان يا د ښکېل يوه افغان چارواکي سره خبري وکړې چي د نژدې د افغان چارواکو لخوا په تر سره سوؤ پلټنو کي ښکېل ؤ. دوی د پيښي و ځای ته څو ساعته وروسته رارسېدلي ول. که يې زما د ورتګ سره پرتله کړو نو زه تقريبا يوه مياشت وروسته د پيښي و ځای ته ورغلم. دغو کسانو دغه تورونه (چي د مړو د جسدونو څخه مرمۍ ايستل سوي وې) تائيد کړل. دوی د ژوندي پاتو سوؤ کسانو د شاهديو، د وژل سوؤ کسانو د جسدونو د انځورونو د مطالعه کولو، په زياته بيا په جسدونو کي د مرميو د ور داخيلېدلو د زخمونو د مطالعې وروسته ذکر سوي نتيجې ته رسېدلي ول. پدې وجه هم چي د زخمونو څخه څرګنده وه چي مرمۍ ور ننوتلي دي خو کله چي يې مرمۍ را وايستې نو يې شمېر د دوی په آند د پوځي عملياتو پر وخت تر فاير سوؤ (لګېدلو) مرميو لږ ؤ.



اېمي ګوډمېن:


جېرم سټارک، پنټاګون ستاسو تورونه په سخته ردوي. جېرم؟ جېرم؟ ښه زه به …



جېرم سټارکي:


بلې؟



اېمي ګوډمېن:


بلې جېرم، زما ږغ اورې؟



جېرم سټارکي:


زه اوس ستاسو ږغ اورم.



اېمي ګوډمېن:


ښه، پنټاګون ستاسو تورونه په کلکه سره ناسم بولي که څنګه؟



جېروم سټارکي:


هو، همداسي ده. نه يوازي دا بلکه دوی په مطلقه توګه د پيښي د پټولو موضوع چي ما تېره مياشت وړاندي کړه، نه مني. دوی زياتوي چي اوس د درو مېرمنو د وژلو خبره مني چي تر مخه يې په هکله ادعا کړې وه چي هغوی تر مخه لا مړې وې، خو په قصد سره د موضوع د پټولو د هڅو تور نه مني. دوی وايي چي دا يو کلتوري سوی تفاهم دی.



د دوی دا ادعا چي ښايي ډېره احمقانه ادعا ده پر دې ولاړه ده چي د دوی په وينا د عملياتو تر سره کوؤنکو ځانګړو ځواکونو سره افغانان هم مله ول. که امريکايي ځواکونو داسي فکر کاوه چی د مړو تړل سوي جسدونه ويني نو ورسره ملګرو افغانانو به هم جسدونه ليدلي وای او په سمدلاسه توګه په پوه سوي وای چی دا جسدونه تړل سوي ندي، بلکه د دود سره سم و ښخېدنې ته برابر کړل سوي دي.



د افغان چارواکو د پلټنو يوه بله پايله چي زموږ په آند د موضوع زښت غېر عاديتوب څرګندوي دا ده، چي ځانګړو (بهرنيو) عسکرو د څلورو او يولسو بجو پوري دغه ودانۍ بنده کړې وه. ياني اوه ساعته دوی دغه ودانۍ په خپل اختيار کي لرله. افغان چارواکي وايي چي د (بهرنيو عسکرو لخوا) صرف اوه مرمۍ فاير سوي دي. نو دا تر اوسه لا په بشپړه توګه نده څرګنده چي د امريکا ځانګړي عسکر ولي تر دومره زيات وخت پوري د پيښي په ځای کي پاته سول.موږ داسي فکر کوؤ چي دا هغه وخت دی چي يو شمېر افغانان پدغه وخت کي د خپلو وژل سوؤ مېرمنو، لوڼو، ورونو او پلرونو د ښخولو لپاره چمتو والی نيسي.



اېمې ګوډمېن:


جېروم سټارکي، زه ستاسو څخه مننه کوم چي موږ ته مو وخت راکړی. دا ؤ د افغانستان د کابل څخه د ټايمز آف لندن خبريال چي دغه موضوع يې رابرسېره کړې وه.


(د جرمې سره خبري پای ته رسيږي او نطاقه د ګلن ګرين سره خبري پېلوي)



اېمې ګوډمېن:



ګلن ګرينوالډه موږ اوس صرف دېرش ثانيې وخت لرو. خو د دغې موضوع ځانګړتيا پدې کي ده چي رسنيو دغه بريد بربنډ کړی دی که څنکه؟



ګلن ګرينوالډ:


د دغې پيښي او د عراق د پيښي چي په هکله يې موږ وږغېدلو ډېر ورته والی سته. دا هم يوه داسي پېښه ده چي د ښه مرغه د يوه واحد خبريال د هڅو له کبله موږ په خبر سوؤ. هغه پداسي حال کي چي پوځ يو ځل بيا د حقيقت د پټولو هڅه کوي او درواغ وايي. که موږ د سي اېن اېن، نيويارک ټايمز او د نورو مطالب پدې هکله وګورو نو به ووينو چي دوی بېله فکر کولو هغه څه تکراروي او هغه هم بېله پوښتنه کولو، کوم څه چي بنټاګون وايي. پدې توګه سره رسنۍ د دغو شيانو په هکله راپور ورکوي. پدې توګه سره موږ د يوه هيواد په توګه په پروپاګنډ کي ګير يو.



اېمي ګومېن:


ګلن ګرينوالډ، د سالون ډاټ کام لپاره ليکونکی (بلاګر)ؤ زه غواړم چي ستاسو څخه مننه وکړم چي موږ ته مو وخت راکړئ. يو ځل بيا د جېرم سټارکي څخه مننه کوم چي اوس په کابل افغانستان کي دی.

Copyright Larawbar 2007-2024