فاروق وردګ استعفا وکړه
د سولې د عالي شورا له غړیتوب او ددغې شورا د بهرنیو اړیکو له ریاست څخه د پوهنې د وزیر فاروق وردګ استعفا وکړه .لراوبر ته په دې اړه رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي تر لمر روښانه خبره ده چې، د پوهنې بهیر په هیواد کې په خورا چټکۍ او له تیرو وختونو سره په نه مقایسه کیدونکې ډول په چټکۍ پرمخ درومي، او لا به هم روان وي، او ددغې برخې پراختیا د دولت له اساسي، ملي، بین المللي او اسلامي مکلفیتونو څخه ګڼل کیږي.
ددې لپاره چی د دودیزې لویې جرګې چې د دې عظیم او میړني ولس په استازیتوب يې سږ کال د دولت لپاره تاریخې مشورې ورکړې، پریکړو ته يې درناوی شوی وي، نو د پوهنې وزیر لازمه وبلله چې د سولې د عالي شورا له غړیتوب او ددغه شورا د بهرنیو اړیکو له ریاست څخه خپله استعفا د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي. د جمهوري ریاست عالي مقام د خپلو لورینو او په هیواد کې د باکیفیته او متوازن معارف د لا ودې په موخه د روان کال د جدې میاشتې په 4 مه نیټه د پوهنې د وزیر فاروق وردګ استعفا منظوره کړه.
په خبرپاڼه کي راغلي چي د پوهني وزير له دې امله د هيواد له ولسمشر حامدکرزي څخه مننه کړېده . د پوهني وزير فاروق وردګ به يوازي د پوهني وزارت په چارو کي خپل خدمت ته ادامه ورکوي .