هغه جنوري او دا جنوري

د لراوبر اداره | جنوري 3rd, 2012



هغه جنوري



د هندوچین حوزه تردویمې نړیوالې جګړې وړاندې دفرانسې مستعمره وه ، کله چې ددوهم نړیوال جنګ په مهال جاپان په ارام سمندر کې دلویدیځوالو په خلاف سرتاسري برید پیل کړ ، دویتنام په ګډون دهندوچین نور هیوادونه یې هم له فرانسویانو تصفیه کړل ، خو وروسته چې جاپان ماتې وخوړه ، داسیمه بیا دکمونیستانو او لویدیځو استعمارګرو د بزکشۍ په ډګر واوښته ، روسانو د شمالي ویتنام واکمن تقویه کړل ، او فرانسې دامریکا په مرسته دجنوبي ویتنام حکومت په غېږ کې ونیو ، دلویدیځوالو ددې مداخلې په مقابل کې په جنوبي ویتنام کې د ( ویت کنګ ) په نامه دویتنام دازادۍ جبهه رامنځته شوه ، چې له امریکایانو سره یې سخته جګړه پیل کړه ، دامریکایانو په خلاف دا جګړه په ۱۹۵۹ میلادی کې پیل او تر۱۹۷۵ پورې یې دوام وکړ ، دا جګړه امریکایانو ، چې له دې وړاندې یې په سیمه کې جاپانیان او دکوریا دټاپوزمې کمونیستان مات کړي وو ، دکمونیزم په وړاندې دخپلې آبرو جګړه بلله ، نو ځکه په کې په ټول وس ښکېل وو .


دې جګړې دهرکال په تېرېدو سره زور اخیست ، چې بالاخره دامریکا لپاره دسریښو په ډنډ بدله شوه ، دجګړې په خلاف په امریکا کې سخت مخالفتونه راوپارېدل ، تر څو دپینټګان چارواکي مجبور شول ، له دې شخړې څخه دابرومندانه وتلو په لارو چارو فکر وکړي .


امریکایان چې د ۱۹۷۲ کال ترپایه پورې په سختۍ جنګېدل ، په هیښوونکي توګه یې د ۱۹۷۳ کال په پیل کې له ویت کنګیانو سره خبرو ته تن کیښود ، دهمدې کال په جنورۍ کې په پاریس کې دسولې مذاکرات پیل شول ، او دجنورۍ په ۲۷ مه له ویت کنګیانو سره دسولې توافق لیک امضاء شو، تردې مهاله امریکا په بشپړه توګه دماتې منلو ته تن نه وو ایښی ، بلکې دخپل پروګرام له مخې یې غوښتل امریکایي پوځونه له جنګ څخه وباسي ، او جنګ ددوی په ژبه ( ویتنامي ) کړي ، امریکایانو دهمدې کال تراپریل پورې خپل ډېری جنګېره ځواکونه له ویتنام څخه وباسل ، او یوازې یې دجنوبي ویتنام دګوډاګي حکومت ملاتړ او تقویې ته دوام ورکړ ، ترڅو دوه کاله وروسته دامریکا دامید دا څلی هم ونړېد ، د ۱۹۷۵ په اپریل کې دجنوبي ویتنام حکومت دویت کنګیانو په یوه ناڅاپي یرغل کې له منځه لاړ ، او امریکایي ملاتړو او مشاورینو یې دتیارو اماده شویو هلیکوپترو او طیارو نه په استفاده په مټ کې غوږونه خلاص کړل .


دا جنوري

اوس بیا دجنورۍ میاشت ده ،د ۲۰۱۲ میلادي کال جنوري ، طالبانو چې د خپلې واکمنۍ په مهال او له هغه راوروسته یې په امریکایانو پله پسې ټینګار درلود ، چې داسامه دمسئلې په شمول دې ټولې متنازع فیها مسئلې دجنګ او یرغل په ځای په خبرو حل کړي ، ایله اوس په دې بریالي شوي ، چې امریکایي مغزو ته دا ضرورت په سمه توګه وروفهموي ، امریکایان چې ترپرونه یې طالبان سیال نه بلل ، او نه یې داسامه دموضوع دحل په اړه دطالبانو دری ګونې سوله ایزې طرحې او دمذاکراتو غوښتنې اورېدې ، دلس کلن جهاد په برکت یې دسږ کال دجنورۍ له رابرېدو سره سد سر ته ورغلی دی ، او اوس برآلا وایي ، چې حاضر دي له طالبانو سره دنزاع دحل په خاطر دخبرو او منطق میز ته کیني .


دفرانسې یوې مشهورې اونیزې ( نوول ابزرور) څه موده وړاندې لیکلي وو، چې اوباما دافغانستان په جبه زاره کې کټ مټ داسې نښتی ، لکه ریچارډنیکسن چې په ویتنام کې نښتی وو ، او دنوموړي لپاره دهماغې ویتنامي لارې څخه پرته بله هیڅ لاره نشته ، ترڅو له دې جنجاله اوږدې سپکې کړي .


په ویتنام کې امریکایانو لومړی د خپلو ځمکنیو قواوو په کمولو پیل وکړ، او ورسره یې دویت کنګ مقاومت کوونکو سره دخبرو چینلونه خلاص کړل ، وروسته یې دجنګ دویتنامي کولو په تګلاره کار پیل کړ ، چې په ترڅ کې یې دجنوبي ویتنام دحکومت او امنیتي ځواکونو دتقویې پروګرام ترکار لاندې ونیو ، د ۱۹۷۳ کال په منځنیو میاشتو کې امریکایانو زیاتره پوځیان وایستل ، او یوازې یې هوایي ځواک او ملکي ملاتړي پرسونل پریښودل ، په افغانستان کې که وضعیت ته وګورو امریکایان کټ مټ هماغسې تګلاره تعقیبوي ، دوی دشکست منلو ددې څو کلنې تګلارې په بهیر کې اوس ایله دجنوري میاشتې یا دمذاکراتو مرحلې ته رسیدلي دي ، له بلې خوا رویټر اژانس خبر ورکړی ، چې امریکایان له افغانستان څخه دملیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او پوځي تجهیزات وباسي ، چې دایې دتدریجي وتلو دتګلارې نغد ثبوت بلل کیږي ، په دې سربیره امریکایان غواړي دکرزي حکومت دسایګون درژیم غوندې له ټولې ناشایسته ګۍ سره سره تقویه کړي ، چې ددې په خاطر یې له روسیې سره ددرندو وسلو او هوایي ځواک دپیرودلو قردادهم کړی دی ، په دې توګه به امریکایان هڅه وکړی چې دویتنام په شان دلته هم جنګ ( افغاني ) کړي .


داچې په دې حساس وضعیت کې چاته څه کول په کار دي ، نودخدای شکر دی چې الله تعالی موږ ټولوته سالم عقول او د تفکر ځواک رابخښلی دی ، هر مسلمان افغان باید په بې توپیره توګه له دې تاریخي فرصت څخه دوړ نتیجې داوچتولو لپاره سرله اوسه لاس په کار شي ، امریکایان هغه دي ټول ویني چې ( پرون راغلي ، نن دلې ، سبا به ځینه ) افغانستان یوځل بیا موږ ( افغانانو ) پاته کیږي ، او داچې له دې لوټې لوټې وطن ، او شهید شهید اولس سره بیا باید څه وکړو ، سره له اوس یې دفکر وخت دی .

Copyright Larawbar 2007-2024