افغان سفیر داودزي حنا رباني کهر سره ولیدل

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جنوري 4th, 2012


اسلام اباد: په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوى سفیر ښاغلي محمد عمر داودزي د پاکستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرې میرمن حنا رباني کهر سره ولیدل . په دغه لیدنه کې د دواړو هیوادنو تر منځ د اړیکو په لا پياوړتیا ټینګار وشو. ښاغلي داودزي افغان کډوالو او محصلینو ته ورپېښې یو شمیرستونځې په ډاګه کړې او د میرمن کر څخه يی د دغو ستونځو د حل غوښتنه وکړه. میرمن کر اطمینان ورکړ چې د اړوندو برخو سره به یی د حل په موخه مطرح کړي.همداراز د استاد رباني د شهادت په اړه د څيړنیزکمیسون د دویم پړاو په ناستې هم خبرې وشوې.

Copyright Larawbar 2007-2024