کندهار پوليسو تېره اوونۍ ٣٠٠ کړۍ ماينونه کشف کړي دي
د کندهار د امنيه قومندانۍ اړوند ملي پوليسو د تيري اوونۍ په اوږدو کي د کندهار ښار او ولسواليو په عملياتو کي ٣٠٠ کړۍ ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړ ي او همداراز ١٥٠٠٠ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي يې نيولي دي.
د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي نن رسنيو ته وويل چي د تيري اوونۍ د عملياتو په نتيجه کي له چاودېدونکو توکو ډکي ١٠٧ عدده شل کيلويي ډبې هم کشف سوي چي وروسته ورته د انجينري ټيم لخوا چاودني ورکول سوي دي.
د هغه په وينا چي په دې عملياتو کي دوه تنه وسلوال طالبان وژل سوي، درې تنه زخميان سوي او ٨ تنه نور ژوندي نيول سوي دي.
نوموړي د خپلو خبرو پرمهال وويل چي په تېره اوونۍ کي يې درې ميل کلاشنکوفونه، يو ميل راکټ، ٦ کيلو چاودېدونکي توکي، ٦ فيره د هاوان مرمۍ او يو شمېر نور چاودېدونکي توکي نيولي دي.
د امنيت امر همداراز وويل چي افغان سرحدي پوليسو د کندهار په سرحدي ولسواليو کي د عملياتو پرمهال ٦٤٥٥ کيلو ګرامه خام چرس هم نيولي او همالته ورته د ټاکل سوي حيئت پر وړاندي اور ورته سوى دى.
د یادوني وړ ده چي په کندهار کي د پوليسو او ملي امنيت دهڅو سره سره وړمه ورځ ددريو خونړیو چاودنو په ترڅ کي د څو پوليسو په ګډون لسګونو ماشومانو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته چي پړه يې طالبانو پر غاړه واخیسته .