په برلين کي د افغانستان د فډرالي کېدو پټه غونډه له مخکي رسوا سول
لراوبر ۷ جنوري
د جنوري د مياشتي پر نهمه او لسمه نېټه د المان په پلازمېنه برلين کي د يوې غونډي په ترڅ کي په افغانستان کي د فډرالي سيسټم د رامنځته کېدو په اړه بحث او خبري کيږي، په دې اړه په کابل کي يوې لوړ پوړي باوري سرچينې لراوبر ته وويل چي د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم ، د افغانستان د وحدت ګوند مشر محمد محقق او د شمال ټلوالي يو شمېر نور قومندانان په دغه دوه ورځنۍ غونډه کي د افغانستان او افغانانو د استازو په توګه برخه اخلي .
د سياسي چارو څارونکي دغسي نا اعلان سوي غونډي او دافغانانو په استازيتوب د دوستم او محقق غوندي کسانو د نومونو اورېدلو هېښ کړي دي .
بله خوا په جرمني او د اروپا په يو شمېر نورو هيوادونو کي د افغانستان کلتوري ټولنو په دې اړه بېړنۍ غونډي پلان کړيدي، چي د رسمي احتجاجونو په توګه دغه افغان ضد توطيې وغندي اومخه يې ونيسي .د مدني ټولنو استازو په اند په افغانستان کي د فډرالي نظام رامنځته کېدل ديوموټي افغانستان د تجزيې او جنګي جنايتکارانو لخوا دهغوی دګناهونو د پټولو يوه هڅه ده .
ځيني داسي خبرونه هم ترلاسه سوي دي چي ښايي د جنوري پر نهمه او لسمه نېټه د برلين په ښار کي يو شمېر افغانان ددغسي هڅو پر وړاندي د لاريون په توګه راووزي او جرمنيانو ته څرګنده کړي، چي دا هڅي د افغانانو د قاتلانو او جنګي مجرمينو هڅي دي او دغه مجرمين د افغانانو استازي نه دي .
په جرمني کې له امریکایانو سره د غیرپښتنو افغان ګوندونو د مشرانو غونډه
Sunday, 01.08.2012, 05:10pm (GMT)
د تاند ويبپاڼي څخه په مننه
تاند(یکشنبه/جنوري۸) د امریکا د کانګریس له یوشمېر غړیو سره د افغانستان د شمال د یوشمېر قومي ګوندونو او مشرانو غونډه سبا د جرمني په برلین کې جوړېږي.
دې غونډه ته، چې (افغانستان ۲۰۱۴؛ فرصتونه او ستونزې) په نوم په اسپین انستیتیوت کې جوړېږي ، یوازې غیرپښتانه افغانان بلل شوي.
د کنفرانس د بلنلیک له مخې، چې یوه کاپي یې تاند ترلاسه کړې، د ملي ايتلاف مشر عبدالله عبدالله ، د ملي اسلامي غورځنګ مشر جنرال عبدالرشید دوستم، د اسلامي وحدت ګوند مشر عبدالکریم خلیلي، د ملي جبهې رييس احمد ضیا مسعود، د وحدت ګوند مشر محمد محقق، د بلخ والي محمد عطانور، د ولسي جرګې پخوانی رييس یونس قانوني، د ملي امنیت پخوانی رييس امرالله صالح، د افغانستان د ورځپاڼو د شبکې رييس ډاکتر حسین یاسا او د ملي جنبش مرستیال فیض الله ذکي په کنفرانس کې ویناوې کوي.
د امریکا له لوري د استازو د جرګې د کلیفورنیا د ۴۶ یمې حوزې غړی ډانا روهرابکر، د استازو د جرګې غړی لاریټا سانچیز(د کلیفورنیا) چې د وسله والو خدماتو د کمېټې عړیتوب لري، د ټکساس ایالت استازی لويي ګوهمرت چې د استازو جرګې د عدلي کمېټې مرستیال رييس دی، او سټیف کینګ چې د لوا د سیمې استازی دی، په دې کنفرانس کې برخه لري.
که څه هم ځینو افغاني رسنیو د دوی د بحث موضوع د افغانستان فدرالي کېدا بللې خو لا هم څرګنده نه ده چې دوی به سبا په کومو مسایلو خبرې وکړي.
دا لومړی ځل دی چې له افغانستانه دباندې د بهرنیانو له لوري د افغانستان د اقلیتونو په ګډون داسي یوه غونډه جوړېږي.دا چې په دې کنفرانس کې یوازې د افغانستان د قومي اقلیتونو مشرانو ته بلنه ورکړای شوې د ډېرو افغانانو په ذهنونو کې یې ګڼې پوښتنې پیدا کړي دي.ځیني وېره لري چې امریکا به هم د نورو استعماري قدرتونو په شان له دې کبله افغانستان ته ګوزار ورکړي چې د دوی د حضور پرضد پښتنو مقاومت کړی دی. دې ته ورته کار انګرېزانو او روسانو کړی و.
برلين ۹ جنوري – د موضوع په اړه نورمعلومات : هغه غونډه چې په برلین کې دغیرپښتنو رهبرانو او امریکايي چارواکو په ګډون جوړه سوې وه میلمانه يې د افغانستان او امریکې څخه د شنبې په ورځ د جنوري په اوومه برلین ته راغلي و او غونډه پرون دجنوري اتمه د یکشنبې په ورځ مازدیګر مهال پیل او ماښام پای ته رسېدلې وه.
دغه غونډه په برلین کې د آسپین انستیتوت له خوا جوړه شوې وه. د یادولو دې وي چې آسپین انستیتوت د آلمان د عیسویانو د ګوند او د امریکې د کوم انستیتوت په ګډو هلو ځلو پرمخ وړل کېږي. د راپورو په خلاف دغه غونډه پرون تېره شوې ده. په رسنیو کې راغلې و چې دغه غونډه به نن دوشنبې او سبا د سې شنبې په ورځ وي، مګر داسې نه وه.
د تاند د راپورو سره سم په دغه غونډه کې کریم خلیلي، ډاکټر عبدالله عبدالله او عطامحمد نور ګډون نه و کړی، په ظاهره د ډاکټر عبدالله عبدالله ویاند د خپل نه ګډون علت په دغه غونډه کې د افغانستان د فدرالي کېدو په اړه بحث ښودلی دی.
دا چې د غونډې د نېټې مالومات خلکو ته غلط ورکړل شوي و، کیدای شي همدا موخه به وه چې څوک و نه توانیږي فزیکي غبرګون ښکاره کړي.
په برلین کې د افغانستان د سولې، پرمختګ او بیارغونې د کمیټې او په برلین کې د ټولو افغانانو د اسلامي او علمي کلتوري ټولنې غړو وویل چې موږ پلان درلود تر څو د دغې غونډې په وړاندې لاریون وکړو. دوی ویل چې زموږ د اټکل له مخې په دغه لاریون کې زموږ سره برلین میشتې ۵۰ افغانانو او د آلمان له نورو ښارونو نورو زياتو افغانانو هم هوکړه کړې وه چې ګډون وکړي.
خو په برلین کې د افغانستان د سولې، پرمختګ او بیارغونې د کمیټو غړو، او په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو ګډي جرګې په برلین کې د افغانستان سفارت، د عیسویانو ګوند او د برلین د حاکم ګوند (سوسیال ډیموکرات ګوند) ته د غونډې په اړه خپل غبرګون رسولی دی، په همدې توګه په اتلسم د جنوري یاده کمیټه د برلین د پارلمان څو غړو ته د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه یوه کنفرانس لري چې راپور یې مخکې له ځینو رسنیو خپور شوی، دوی وايي چې د دغه کنفرانس په اجندا کې به هم د جدي مسئلې په توګه دغه غونډه هم و ارزول شي.
یادې کمیټې سفارت ته د خپل غبرګون په اړه تماس نیولی و، خو د افغانستان سفیر (ډاکټر عبدالرحمن اشرف) په برلین کې په دې اړه بې خبرې ښودلې وه.
د موضوع په اړه نور سرليکونه :
په جرمني کې د جنګساﻻرانو د غونډې په هکله په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې پرېکړه ليک
په آلمان کې د افغانستان د وېشلو په اړه په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني غبرګون
د افغانستان وېش د جنګي مجرمینو نوې هڅې
دشمنان مردم درسراغ مکیدن خون مردم رنجیده افغانستان
افغانستان د فدرالي کیدو په درشل کې
د افغاني جنګ سالارانو د غونډې په باب د یو شمیر سیدني میشتو افغانانو غبرګون
یــو سـیاسـي ترهـه ناک خوب A Political Nightmare
اتحاد “مقدس” بین جنایتکاران جنگی
که پښتانه ونه غواړي څوک افغانستان نسي تجزيه کولائ
هیاهوی بيمورد و کشورشکن « فدرال و فدرالیزم »
دبایرن مېشتو افغانانو احتجاج لیک
په هالینډ کی د غرغښت ټولنی اعلامیه
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند اعلامیه
د افغانستان د فدرالي کېدو غونډي په اړه د پښتون يون پريکړه ليک
د فډرالي جوړښت په با ب د ا حمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني اعلا میه
په برلين کي د پټي غونډي په اړه المان خپل نظر څرګند کړ
د برلین په وروستۍ ناستې څو خبرې
پکتيا: د برلين غونډه په کلکو الفاظو وغندل شوه
دتجزيې زوړ پلان او نوي لوبغاړي
يا الهي مه راوينې تجزيه د ګران وطن
مرکزي نظام په فدرالي اړول دافغانستان د وېش پيلامه ده!
فډرالیزم، سنټرالیزم، او که ښه حکومت؟
درسنۍ اوخبریال ارزښت او مسؤلیت – د فډراليزم په اړه د محقق مرکه
په برلين کي د افغانستان د له منځه وړلو په اړه خبري سويدي
باتایید از اعلامیهء انجمن علمی – ادبی احمد شاه بابا هالند !