پکتيکا: ځانمرګو د مخابراتو پر رياست ډله ايزه حمله کړې ده

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جنوري 10th, 2012


د پکتيکا چارواکي وايي نن سهار څلور ځانمرګو د دې ولايت په مرکز ښرنه کي پر يوه دولتي ودانۍ حمله کړې چي دوه پوليس يې وژلي او يو ټپي دئ.
د کورنيو چارو وزارت هم د دوو پوليسو د مړيني او يو ټپي کېدو تائېد کړى او وايي بريدکوونکي څلور تنه دي چي دوه يې وژل سوي او دوه نور يې د افغان ځواکونو له خوا محاصره دي.
راپورونه وايي چي ځانمرګي د دې ولايت د مخابراتو رياست وداني ته ننوتلي دي او اوس هم له افغان ځواکونو سره وسله وال مقاومت کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024