د هلیکوپتر ۶ مقتولین امریکایان وو

ډاکټر نثار احمد صمد | جنوري 21st, 2012


فرانس پریس آژانس د یوې امریکایی پوځی منبع په حواله راپور ورکوی چی د هغه هلیکوپتر ټول وژل سوي سپرلي ، چی په پنجشنبه په هلمند ولایت کی راولوېده ، امریکایی پوځیان وو .
بلخوا ، مشهوره امریکایی خپرونه ( دیس موینز رجسټرډ ) د یو وژل سوي پوځي د پلار له قوله راپور ورکوی چی ۴۰ کلن زوی یې خورا تکړه پیلوټ و چی په دې حادثه کی ووژل سو . هغه زیاتوی چی زوی یې یو مهال د ولسمشر جورج بوش د هلیکوپتر پیلوټ هم و ، خو دغی پیښی هغه راڅخه واخیست .
په دې سره د جنورۍ په روانو ۲۱ ورځو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۲۲ ته ورسېدل .

Copyright Larawbar 2007-2024