حاجي ظاهر قدير د ولسي جرګې د مرستيال په توګه انتخاب سو

د لراوبر اداره | جنوري 23rd, 2012


د ولسي جرګې د دوهم کاري کال په اداري ټاکنو کي د ننګرهار ولايت د خلکو استازئ حاجي ظاهر قدير د ولسي جرګې د مرستيال په توګه وټاکل سو .د ولسي جرګې ددوهم مرستيال او منشيانو ټاکنه سبا ته وځنډېده.


د يادوني وړ ده چي د حاجې ظاهر قدیر تر څنګ په دې انتخاباتو کې حاجي نادرخان کټوازی کانديد و چې له دوه سوه لسو رایو څخه یې یوازې ۴۶ رایې وګټلې له دې امله حاجي قدير د ۱۴۰ رايو په ګټلوسره د ولسي جرګې د معاونيت چوکۍ وګټله .

Copyright Larawbar 2007-2024