په خوست کې دکانکورازموينه واخيستل شوه
دسلواغې دمياشتې په اتمه نېټه په خوست ولايت کې ددولسموټولګيو له نويوفارغينواومتفرقه زده کوونکوڅخه چې شميره يې ٣١٧١کسانوته رسيده دکانکور ازموينه واخيستل شوه.
په هغه مراسموکې چې دکانکوردازموينې دپيل په موخه دشيخ زايدپوهنتون په انګړکې جوړشوي وو،دخوست ولايت په مرستيال ښاغلي عبدالواحدپټان سربيره دکابل څخه دپوهندوى محمداکبرحسني په مشرۍ دکانکوردکمېټې پلاوي،دولايتي شورا غړو،دشيخ زايدپوهنتون رئيس اواستادانوګډون درلود.
دازموينې دپيل کيدوپه اړه جوړشوي مراسم دپاک قران دمبارکوايتونوپه تلاوت سره پيل شول،ترتلاوت وروسته دشيخ زايدپوهتون رئيس ګل حسن وليزي خبرې وکړې نوموړي وويل چې ډيردخوښۍ ځاى دى چې په خوست کال سږکال د٣١٧١زده کوونکوپه شاوخواکې چې ٢٧تنه يې انجوني دي دکانکوردازموينې کارتونه ترلاسه کړي اوپه دغه ازموينه کې يې ګډون کړى .چې تربرياليتوب وروسته به شيخ زايدپوهنتون د٢٠٠٠څخه زيات کسان په بېلابېلو پوهنځيوکې جذب کړي.ده دې ته هم اشاره وکړه چې دپوهنتون دپرمختګ لپاره ورسره تل دولايت مقام مرسته کړې اوپه خپل وخت يې ددوى دستونزودهواري په موخه خپل اقدامات کړي دي.زده کوونکوته يې په ازموينه کې دبرياليتوب غوښتنه وکړه.
ورپسې دخوست ولايت مرستيال ښاغلي عبدالواحدپټان لومړى دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي نيکې ،هېلې سلامونه درناوى اودهڅونې څرګندپيغام يې دمراسموګډونوالوته وړاندې کړ ،نوموړي وويل:په خوست کې ولايتي اداره شپه او ورځ ددې لپاره هڅه کوي ترڅوپه دغه ولايت کې پوهنيزپرمختګونه چټک اوګړندي شي، چې په دې برخه کې ډيرې اغيزمنې کړنې ترسره شوې هم دي ده زياتوله چې داچې سږکال ترتيرکال زيات کسان په ازموينه کې ګډون کوي ددې ماناداده چې په دغه ولايت کې يوڅرګندپوهنيزبدلون رامنځته شوى ،ښاغلي پټان دکانکورازموينې ته راغليوزده کوونکوته دا هم وويل چې هڅه وکړئ ترڅو په دغه ازموينه کې بريالى شئ اودخپلو خوښوپوهنځيوته لاره ومومئ ترڅو په راتلونکې کې دخپل هېواد،خاورې ،ملت اوکورنۍ لپاره دبرياليتوب ،غوره خدمت اوملي وياړسبب وګرځى ،ده له راغليوزده کوونکو اومحصلينوڅخه غوښتنه وکړه ترڅوپه پوهنتون کې يواځې زده کړې وکړي ،له هغه سياسي فعاليتونو،توپيرونو اونورو داسې کړنوڅخه چې په هېوادکې دپوهنتون او زده کړو دپرمختګ په وړاندې خنډونه راپيدکوي ډډه وکړي.همداشان ښاغلي پټان داهم وويل چې دکانکوردکمېټې ،دشيخ زايدپوهنتون اداره بايد په ډيرنظم اوترجدي څارنې لاندې دکانکورازموينه واخلي ،ترڅوپه کې ګډوډي رامنځته شي.
دولايتي شورا مشرالحاج مرادخان منګل هم څرګندونې وکړي ده په خپلوڅرګندونوکې په خوست کې شيخ زايدپوهنتون شتون دهېوادپه کچه يوملي وياړوباللو،کانکورته راغليوزده کوونکوڅخه يې وغوښتل ترڅو هڅه وکړي ديوښه انتخاب په کولو سره دخپل زړه اومينې پوهنځۍ ته لارې ومومي.دکانکوردکمېټې غړي پوهندوى محمداکبر حسني دکمېټې په استازيتوب وويل چې مونږ به ترخپله وسه پورې هڅه وکړو ترڅو دغه راسپارل شوې دنده چې مونږيې دهېواد دځوانانوپه اوددې خاورې اوټول ملت په وړاندې لرو په ښه توګه ترسره کړو.
وروسته دکانکوردازموينې ټول فارمونه چې په ځانګړو بکسونوکې په ښه توګه ځاى پرځاى شوي وو ،دخوست ولايت مرستيال اونورو مسوولينولخوا دټولو زده کوونکوپه وړاندې خلاص شول.
ورپسې دکانکورازموينه پيل شوه ،دولايت مرستيال ښاغلي پټان دکانکوردازموينې له صحنې څخه هم ليدنې وکړې مسوولينوته يې دنده وسپارله ترڅو دازموينې ټول پړاوونه ترجدي څارنې لاندې ونيسي.ديادونې وړده چې تيرکال د١٨٠٠کسانوپه شاوخواکې دکانکورپه ازموينه کې ګډون کړى وو.