د افغانانو د همرازۍ او همدلۍ ژبه
د افغانستان د دوو لويو ژبو( پښتو او دري) تر منځ ناوړي سيالۍ او تربگنۍ ته لمن وهل، د دې تاريخي خاوري د غليمانو د شيطاني فتنو او توطيو مهمه برخه ده . په دې لنډه لیکنه کي، د گډ کور او گډ ژوند د اصولو له مخي، د ژبنييو ناخوالو پر معقول او اساسي حل خبري کوو؛ او د افغانانو تر منځ د همرازۍ او همدلۍ ژبي ته په رسېدو کي پر ځينو عملي لارو چارو ږغېږو؛ اما تر هر څه مخکي د مسألې د لا روښانولو په مقصد د ځينو تاريخي واقعيتو لنډه يادونه .
د پښتو او دري تر منځ ولي ناوړي سيالۍ او تربگنۍ ته لمن وهل کيږي؟
تاريخي واقعيتونه ښيي، پرهغه مځکه چي اوس افغانستان يادېږي، بېلابېلو پاچهانواو حاکمانو واکمنۍ چلولي دي . غير پښتنو واکمنانو ټولو له يوه مخه د پاړسي ژبي او ادب وسمسورتيا ته کار کړئ دئ . له هوتکي مشرانو او پاچهانو پرته، زياترو پښتنو پاچهانو او واکدارانو هم د تاريخ په اوږدوکي خپلي ژبي او دودو ته په شا اړولو سره د پاړسي ژبي او فرهنگ چوپړ ته ملاوي تړلي وې . پښتنو ته زياتره د خاوري او ناموس د ساتني يا په بله وينا د توري او توپک چاري سپارلي سوي وې؛ په داسي حال کي، چي د تعليم، تحصيل او دفتردارۍ چاري معمولاً زموږ په پاړسي ژبو وروڼو پوري اړه لرله . دا لړۍ تر دې وروستييو لسيزو پوري همداسي راونه ده . د پښتنو او غير پښتنو واکمنانو دې نا معقول او اولسي ضد سياست که څه هم پاړسي ادب د افغانستان تر اوسنيیو پولو دباندي د هندوستان په نيمه وچه کي هم خپور کئ؛ پاړسي ژبه يې له علمي او ادبي پلوه ډېره بډایه او هستمنه کړه؛ خو په پښتني چاپېر کې ( کي يې) د پوهي او پرمختگ له خپراوي سره چندان مرسته و نه کړه . په نتيجه کي پښتون اولس پېړۍ پېړۍ په ناپوهۍ، بې سوادۍ او خرافاتو کي پرېښوول سو . د ځينو شاعرانو، مؤرخانو او پوهانو اثار يې د همدې بې مِهرۍ او بې غورۍ له کبله تر خاورو او دوړو لاندي تری تم سوه؛ او ځينو نورو فکر ي او قلمي مخکښانو يې د خپلو ادبي، علمي او فرهنگي استعدادو د غوړولو دپاره د ناچارۍ له مخي و پاړسي، اوردو او داسي نورو ژبو ته پناه يووړه؛ او په خپلو ارزښتناکو علمي، ادبي او تاريخي هستونو سره يې د نورو ژبو د عِلم او پرمختگ ډېوې لا پسي روښانه کړې . د غوريانو، لوديانو، سوريانو، سدوزو، بارکزو او محمدزو په پاچهييوکي د ځينو پښتنو شاعرانو، اديبانو، مؤرخانو او پوهانو پاړسي، اوردو، هندي او پنجابي اثار د دې ادعا روښانه ثبوت دئ . په داسي دردونکو شرايطو او حالاتو کي هم ځيني بې انصافه کسان پښتنو ته تانې( طعنې) او پېغورونه ورکیي، چي پښتو ژبه ولي علمي او ادبي اثار نه لري؟ جواب روښانه دئ . پښتو ژبي څنگه علمي او ادبي اثار پيدا کړي وای، چي خپلو او پردو يې، شعوري يا غير شعوري، په رټلو او وروسته ساتلوکي لوی لاس لاره؟! البته، د امير شيرعلي خان په زمانه کي د پښتو عسکري اصطلاحاتو رواجول، د امان الله خان په پاچهۍ کي د « پښتو مرکې » بنسټ ايښوول يا د ظاهر خان په پېر کي د « پښتو ټولني » جوړول، په هيڅ وجه داسي کارونه نه وه، چي وکړای سي له پښتو ژبي سره د دې خاوري د بېلابېلو واکمنانو اوږدې تاريخي بې غورۍ او بې انصافۍ جبران کړای سي؛ ځکه دې دولتي تشکيلاتو له څو پښتو نومو او څو محدودو انتزاعي کتابو پرته د افغانستان په رسمي او دولتي نظام کي د پښتو له رواجولو او عامولو سره هيڅ مرسته ونه کړه . پښتو د پخوا په څېر له سياست، فرهنگ او خاصتاً تعليمي او تحصيلي نظام څخه ليري وساتل سوه . بېله ننگرهار پوهنتونه، چي تر کابل پوهنتون او ځينو نورو لوړو تحصيلي مؤسسو ډېر وروسته جوړ سو، د کابل په ټولو پوهنتونو او لوړو تحصيلي مؤسسوکي په پاړسي ژبه ليک لوست کېدئ؛ او دا دود تر اوسه هم جاري دئ . سربېره پر تعليمي او تحصيلي نظام، پاړسي له اوله تر اوسه د دولت د رسمياتو او دفتردارۍ ژبه ده. که د دې مځکي د بېلابېلو سياسي واکدارانو له خوا د پښتو ژبي د ودي او غوړېدو مخه نه وای نيول سوې، پرون او نن به د پښتنو د غولولو په خاطر د څو پښتو ټکو جبري او قهري دودولوته هيڅ اړتيا نه وای . دې څو محدودو ټکو نه يوازي د پښتو په خپرولو او پرمختيا کي لازمه ونډه نه ده اخيستې، بلکي بالعکس يې د ځينو ستمي مزاجه او تنگ نظره غير پښتنو په زړوکي د دوی په اصطلاح د پښتنو د« برلاسي غوښتني » او « بې انصافۍ » ولولې هم را پارولي دي .
اساسي مشکل دا دئ، چي زموږ ځيني بې خبره او تنگ نظره پاړسي وان وروڼه د پخوا زمانو په څېر د ژوندانه په ټولو برخو او چارو کي د پاړسي ژبي عام و تام تسلط غواړي؛ او د هيواد سياسي، اداري او فرهنگي نظام ته د پښتو ژبي راتگ خپلي ژبي ته د گواښ او خطر په توگه گڼي . بې شکه ايرانيان، تاجيکان او ځيني نور مغرض پردي يې هم تر گرده پر شا ټکيي، چي په هيڅ بيه له دې هوډه پر شا نسي . له بلي خوا پښتانه او ځيني نور قومونه حاضر نه دي، چي تل تر تله د خپلو غافلو او جاهلو سیاسي مشرانو د بې غورييو او غفلتو کفاره ادا کي . له دې امله غواړي، چي پښتو ژبه هم د دري تر څنگ د هيواد په ټول رسمي او اداري ژوند کي ژوندۍ او فعاله برخه ولري . د پښتو او پاړسي تر منځ د چا خبره سيالي او تربگني پر دغو واقعيتو ولاړه ده . په داسي شرايطو او حالاتو کي مهمه پوښتنه دا ده، چي د پښتو او دري د سوله ييز گډ ژوند دپاره بايد دا ليری والی او بې ځايه بېره، څنگه په دوستۍ او او ورورولۍ واړوو؟
په افغانستان غوندي گڼ توکمه او گڼ ژبي هيواد کي د يوې ژبي برلاسی او د نورو ژبو شاته کول يا گوښه کول، هيڅ علمي او عملي اساس نه لري . د همدې دليل له مخي بايدنه پښتو ژبه د پخوانو زمانو په څېر په غرو او رغو کي بندي وساتله سي؛ او نه بالعکس داژبه د هيواد د نورو ژبو، په تېره بيا پاړسي ژبي د ترقۍ او پرمختگ مخه ونیسي .
موږ ټول افغانان باید په دې حقيقت ښه سر خلاص کو، چي د پښتو او دري تر منځ شخړي او ناخوالي په څرگنده د پښتنو او پاړسي وانانو د ليري والي او ناباورۍ په مانا دي . هرڅونه چي افغانان د ژبو پر بنسټ سره بېلېږي، په هغونه اندازه زموږ د سیاسي، اجتماعي او اقتصادي پيوستون مزي هم کمزوره کيږی؛ او دا ليري والی، ناباوري او ناوړه سيالي د يوه پياوړي واحد افغان ملت په توگه، زموږ گډو تاريخي وياړونو، اوسني او راتلونکي ملي يووالي ته لوی زيان رسيي . زموږ د ملي وحدت راز په دې کي نغښتی دئ، چي د افغاني ټولني واقعيتونه، اړتياوي او غوښتني په ځير سره وپېژنو؛ او له هغو سره سم عمل وکو.
د پښتو او دري د نيژدېوالي لار څه ده؟
د پښتو او دري د نيژدې والي او ملگرتياپه باب، د ډېرو لارو چارو يادونه کېدای سي؛ خو تر گردو غوره او گټوره لار دا ده، چي هر چا ته په خپله ژبه د تعليم، تحصيل،کار او فعاليت امکانات برابر سي . په هره رسمي ژبه چي څوک اسانه خبري او ليکنه کولای سي، بايد په همغه ژبه د خبرو او ليکلو حق ولري . يو وخت په کابل پوهنتون کي زما يوې پښتني همصنفۍ له يوه پښتانه استاد څخه په پښتو ژبه سوال وکئ . استاد لا په جواب ويلو لاس نه ؤ پوري کړئ،چي د صنف زياترو پاړسي وانو شاگرانو په يوه سلا نارې کړې : « فارسی گپ دهين که ما هم بفامیم! » البته، دا يوازي پاړسي وانان نه دي، چي ټول افغانان پاړسي خبرو ته اړباسي. کله چي له پاکستانيانو سره کښېنئ، هغوی هم استدلال کيي، چي پاړسي، پښتو، سندي، بلوڅي، سرايیکي او پنجابي گرده محلي ژبي دي؛ ټول پاکستانيان نه په پوهېږي؛ ځکه نوله ټولو غواړي، چي په اوردو ژبه خبري وکي . عربان هم زموږ د پاړسي وانانو او اوردو ژبو په څېر يوازي د خپلي ښورا تعريفونه او صفتونه کیي . کله چي انگلستان، امريکا، کاناډا او اسټراليا ته ولاړ سئ، ټوله په يوه خوله او يوه سلا د هغي نړۍ والي علمي- تخنيکي ژبي ( انگرېزي) په صفتو نه مړيږي، چي سپين و تور، عرب و عجم، نر و ښځه يې په ويلو او زده کړه بوخت دي . ظاهراً خو دا خبري تر ډېره ځايه سمي او سهي دي؛ مگر که د دې ژبو د برلاسي او عموميت حقيقتونه په علمي توگه وڅېړل سي، بيا نو له ورايه څرگنديږي، چي په دې برلاسي او عموميت کي له نورو ژبو او فرهنگي ارزښتو سره ستري جفاوي او بې انصافۍ هم شاملي دي . کله چي پر نورو ژبو د ژوند کولو او پرمختگ ټولي لاري و تړلي سي، بيا خو هرومرو يوه ژبه د عموميت او تفوق مقام ته رسيږي . دا ډول پرمختگ او عموميت، انساني بڼه نه لري .
خير، په افغانستان، په تېره بيا کابل غوندي ښار کي، چي په څو کيلومترۍ کې له پېړييو پېړييو راهيسي لکونه پښتانه مېشت دي، د هيواد د ملي ژبي په وړاندي زما د همصنفانو داسي ناوړه عکس العمل ډېر خواشينونکی او ربړونکی ؤ . ايا موږ دا حق لرو، چي نور خلگ په خپله ژبه خبرو يا ليکني ته اړباسو؟ مگر دا زموږ د تکبر يا جهالت ښکارندوی نه ده؟ که څه هم د افغانستان په هيڅ قانون يا مقرره کي دا حُکم نه ؤ سوئ، چي په کابل یا نورو پوهنتونو کي دي هرومرو په دري ژبه خبري وسي، سره له هغه هم پښتنو شاگردانو هيڅکله له پاړسي وانو استادانو څخه غوښتنه نه کول، چي د دوی د اسانۍ دپاره هرومرو په پښتو ژبه خبري وکي؛ ځکه د پښتنو شاگردانو قاطع اکثريت دري ژبه د خپلو وروڼو او خپل وطن ژبه گڼله؛ اوتل يې د هغې زده کړي ته د خپلي ملي وجيبې په سترگه کتل . هيله من يم، اوس هم وضعه پر همدې حال روانه يي(وي) .
د روسانو د مزدور رژيم د واکمنۍ په لومړييو کلوکي مي د کابل په يوه معتبره ورځپاڼه کي کار کاوه، چي د هيواد په دوو ژبو( دري او پښتو) خپرېدله . داسي ډېر پېښېده، چي د پښتو ايډيشن مسوولينو به د دري ايډيشن تر مسوولينو دمخه د ورځپاڼي د ايډيت او سمون چاري بشپړي کړې؛ خو د ورځپاڼي د چاپ تخنيکي همکارانو به د ورځپاڼي د مسوول مدير يا نورو مشرانو په لار ښوونه د پښتو ايډيشن د چاپولو چاري پر همغه ځای پرېښوولې؛ او پر ځای بې( به يې) په خپل ټول واک او ځواک سره د دري ايډيشن د چاپولو چارو ته ملا و تړله . د دري ايډشن ورځپاڼه به هره ورځ د سهار له څلورو- پينځو بجو څخه نيولې بيا تر اوو بجو پوري له چاپه راوتله؛ حال دا چي پښتو ايډيشن به کله څو ساعته، کله يوه او کله دوې ورځي وروسته له چاپه راوتئ . تر چاپېدو وروسته بې گډون کوونکو ته په استولوکي هم له ډول ډول ناخېړييو او پلمو څخه کار اخيستل کېدئ . د پښتو ژبي د پرمختگ او ترقۍ ځينو درواغجنو مدعيانو نه يوازي دا دردونکی حالت هره ورځ د سر په سترگو ليدئ، بلکي مستقيماً يې لاس پکښي لاره . حقيقت دا ؤ، چي دې ډول مزدورو عناصرو ته د خپلو او پردو بادارانو راضي ساتل د پښتو ژبي تر استقلال، ودي او پرمختگ ډېر مهم او حياتي کار ؤ. دې بې پتو او بې غيرتو سوداگرانو د پښتو په پرمختيا او ترقۍ څه چي حتا د پښتنو په بې رحمانه وژنه هم باڼو نه درناوه .
پښتو او دري د دې وطن رسمي او ملي ژبي دي؛ هر څوک بايد په خپله خوښه او انتخاب، په هغو خبري وکړای سي . هغه څوک، چي د افغانستان په پوهنتونو کي لوړي زده کړي کیي یا په دولتي ادارو کي په بېلابېلو وظايفو بوخت دي؛ خوپه دواړو رسمي ژبو( پښتو او دري) نه پوهېږي، مانا يې دا ده، چي يا ددې خاوري له اجتماعي او فرهنگي جوړښت سره هيڅ اشناني نه لري يا د برلاسي غوښتني په وژونکې ناروغي اخته دئ . د پښتو او دري زده کړه بايد د هر افغان، په تېره بيا منورو او لوستو کسانو له ملي وجايبو او مکلفيتو څخه وگڼل سي .
واقعيت دا دئ، چي پښتو او دري په خپل اصلي او طبيعي جوړښت کي له لغوي اړخه ډېري نيژدي ژبي دي . په پښتو ژبه، په تېره بيا جنوب – لوېديځه لهجه کي د تاريخي دلايلو پر اساس له پېړييو پېړييو راهيسي د پاړسي ژبي پرېمانه ټکي پراخ استعمال لري . همدغه راز، پاړسي ته هم د تاريخ په اوږدو کي د پښتو ژبي بې شماره ټکو، عبارتو او اصطلاحاتو لار موندلې ده . دا د ټولنيز تکامل قانون دئ، چي ژبي هم د نورو سياسي، اجتماعي، فرهنگي او اقتصادي پېښو او پديدو په څېرتل يو پر بل اثر ښندي . د پښتو او دري ژبو دې متقابلي اغېزمنتيا، نيژدې والي او ملگرتيا زموږ و دوو ملي او رسمي ژبو ته خاصه افغاني خټه او جوله ورکړې ده . د همدې افغاني ځانگړتيا له برکته د دواړو ژبو نالوستي ويوونکي هم په مکالمه او مفاهمه کي خاص مشکل نه لري .
د پښتو او دري ژبي نيژدېوالی او ملگری له زموږه څه غواړي؟
که پښتنو ته هر څه په پښتو او پاړسي وانانو ته هر څه په پاړسي برابرکړل سي، بيا خو طبيعي خبره ده، چي هيڅوک په اسانۍ سره د بلي ژبي وزده کولو ته زړه نه ښه کيي . البته د دې خبرو مانا دا نه ده، چي په ملي ژبو بايد د خپلو يا پردو اثارو له ژباړولو څخه ډډه وسي . د نړۍ هيڅ ژبه له ځانه پوره نه ده . له دې امله بايد د غوره اثارو په ژباړلو سره د ملي ژبو په پراختيا او پرمختيا کي پراخه ونډه واخيستله سي . د دونيا ټولو متمدنو اولسو دا کار کړئ دئ، موږ هم بايد د گټورو علمي، تخليقي او تحقيقي اثارو ترجمه د خپلو ملي ژبو د فرهنگي شمتنۍ د پراخولو يوه مهمه لار وگڼو؛ د مثال په توگه که څوک د څېړني او سپړني په مقصد « چهار مقالۀ عروضی سمرقندی » په پښتو ژباړي يا« خير البيان » سر تر پايه په پاړسي ترجمه کيي، دا کار له دې قاعدې څخه مستثنأ دئ؛ خو په اطلاعاتي، تحصيلي او اداري ژوند کي هر څه په يوه ژبه ( پاړسي) برابرول؛ او بيا يې بلي ژبي ( پښتو) ته ټکی په ټکی ترجمه کول، هيڅ منطق او تعقل نه لري . دا کار يوې ژبي ته د چا خبره د « اولي » يا « معتبری » او بلي ته د« ثانوي » يا « سېکنډ کلاس » ژبي مقام ورکيي . په اصطلاح « اوله » یا « معتبره » ژبه له هره اړخه وده او پر مختگ کیي؛ خو« ثانوي » يا « نتلې» ژبه په هره مانا په اصلي يا معتبره ژبه پوري تړلې پاتېږي؛ او په دې توگه يې د پراختيا او ودي مخه نيوله کيږي . د نورو ژبو ويوونکي خوڅه چي پښتانه په خپله هم له داسي جعل سوي، مروړلي، پېچلي، زموخته او بې خونده ترجمه سوي ژبي څخه کرکه پيدا کيي؛ ورځپاڼي، مجلې او کتابونه يې نه لولي . دا خبره هم لمر غوندي روښانه ده، کله چي د يوې ژبي اثار په کتابخانو کي بندي کړل سي، بيا نو د هغې وسمسورتيا او بډايني ته هم هيڅ تمه نسي کېدای .
په جلا جلاژبو د پښتو او پاړسي ورځپاڼي، مجلې، ويبپاڼي، راديوگاني، تلوېزونونه او نوري اطلاعاتي او کلتوري خپروني د لوستونکو د ژبني او فکري یووالي مخه نيسي؛ ځکه په جلاوالي کي پښتانه د پښتو او پاړسي وانان د پاړسي تر پولو آ خوا نه اوړي . دا کار د افغانانو د جلاوالي اوليريتوب غميزي ته نور هم دوام ورکيي . د کرزي تپل سوي او فاسد حکومت د راز راز خونړيیو پېښو او ناورينو تر څنگ يو معقول کار وکئ، چي هغه په دولتي تلوېزون کي د پښتو او دري د جلا جلا خبري سرويسو پر ځای د يوه گډ پښتو او دري خبري سرويس وړاندي کول دي . دا کار د پښتو او دري ژبو د يووالي او پيوستون په لار کي گټور گام دئ؛ خود پښتو او دري ژبو د نيژدېوالي او پيوستون کار يوازي د گډ خبري سرويس په خپرولو سره نه بشپړيږي . پښتو او پاړسي بايد د هيواد د رسمي او دولتي ژوند په ټولو څانگو کي د اوړو او اوبو په څېر و اخښل سي . د پښتو او پاړسي د نيژدې والي دپاره دي د باختر آژانس دپښتو او دري اطلاعاتو دوه بېل رياستونه د يوه لوی رياست په چوکاټ کي فعاليت وکي؛ نيمايي کارکوونکي دې (دي يې) په پښتو او نيمايي نور دې په پاړسي ژبه د ليکني واک ولري . پښتو ژبي ژورناليستان دي خپل خبرونه، رپوټونه، تبصرې او نور ژورناليستک کارونه مستقيماً ( بې ترجمې)په پښتو وکاږي؛ او ددري ژبي ژورناليستان دي خپلي ټولی ور سپارلي چاري د پخوا په شان په خپله مورنۍ ژبه (دري) وړاندي کيي . د هر ژورناليست کار دي بې ژباړي په خپله اصلي ژبه ټولو ورځپاڼو، راديوگانواو تلوېزونو ته مخابره کړل سي؛ او په دې ډول دي په ټوله ميډيا کي د ملي او رسمي ژبو د خپلمنځي ترجمې اړتيا له منځه يووړل سي . سربېره پر دې بايد د دواړو ژبو ژورناليستان او خبريالان د گرانو، نامأنوسواو نامنلو ټکو له کارولو څخه په ټينگه لاس واخلي . په پښتو او دري ژبو کښل سوي خبرونه، تبصرې، رپوټونه او داسي نوري ليکني بايد په داسي اسانه، ساده او خوږه ژبه کښل سوي يي، چي هيڅ افغان يې په پوهېدو کي تکليف او مشکل و نه لري . د هيواد په نورو ( دولتي او خصوصي) ډله ييزو اطلاعاتي وسايلو کي هم بايد د ژبو د نيژدېوالي او پيوستون همدې فارمول ته وده او پراختيا ور کړل سي . البته، که په ځینو استثنايي حالاتو کي په دواړو ژبو د يوه متن د برابرولو اړتيا پيدا سي، بيا نو په کار ده، چي دواړه متنونه د داسي باصلاحيته کسانو له خوا ترجمه او ايډيت کړل سي، چي له يوې خوا په دواړو متنوکي د مانا او مفهوم يو شان والی وساتي؛ او له بلي خوا د دواړو ژبو اصالت، اسانۍ او خوږوالي ته، په بشپړ دقت پام وکي . يوازي له دې لاري کېدای سي، چي پښتو ژبه له اوسني « ثانوي » يا « سېکنډ کلاس » دريځ څخه وژغورل سي؛ او هر افغان يې په مينه مينه زده کولو او روزلو ته ملا وتړي .
پښتون دوښمنو پردو تل زموږ د پاړسي وانو او نورو غير پښتنو وروڼو په زړو کي دا شيطاني وسوسې اچولي دي، چي پښتانه جاهل، وروسته پاته، خرافاتي او مستبد خلگ دي . د دوی په باور د داسي « جاهلو» او« بې فرهنگه » خلگو ژبه، دودونه، ادبيات، موسيقي او نور کلتوري ارزښتونه چا ته هيڅ نه ورکيي؛ ځکه يې نو بايد هيڅکله په زده کړه ځانونه ستړي نه کي؛ حال دا چي د دې هيواد ملي تاريخ نه يوازي د خپلواکۍ او ناموس ساتني په معرکو، بلکي په راز راز سياسي، اجتماعي، فرهنگي، علمي او اقتصادي غورځنگو او برياوو کي د پښتنو پر پراخ او فعال گډون شاهدي ورکيي . هغه کسان ناپوه او بې کماله پاته سوه، چي د مغرضو او فتنه اچوونکو پردو و دغه راز زهرجنو تبليغاتو تې( ته يې) غوږ و نياوه؛ او د هغو پر پله يې پل کښېښاوه. انگرېزي، الماني، فرانسوي، اسپانوي، روسي، عربي او داسي نوري ژبي خو پرېږده، چي هر څوک يې په سر ماتولو او پيسو ښندلو سره زده کړي ته تيار دي، داسي کسان هم ډېر دي، چي په هند او پاکستان کې د خپل مهاجرت په څو محدودو کلو کي په مينه مينه اوردو او نوري هندي الاصله ژبي زده کړې؛ مگر په ټول عمرکې له هر ډول شرايطو او امکاناتو سره سره د پښتو ژبي په زده کړه کي هيڅ زيار او کوښښ ونه کښئ . بې شکه زموږ په پاړسي وانو وروڼو او خوندوکي داسي پوه، هوښيار او روښانه کسان هم سته، چي له پښتو ژبي سره د دري په څېر مينه او علاقه لري؛ خو په خواشينۍ سره چي شمېر يې د لاس تر گوتونه زياتيږي . ما په خپل ټول ژوند کي د خوږ ژبي او پياوړي ليکوال – ښاغلي انجنير معروفي په شان بل افغان نه دئ ليدلئ، چي له پښتو سره يې مينه تر خپلي دري ژبي په کمه نه ده . داسي تش په نامه پښتانه مي هم ډېر ليدلي دي، چي د امتياز اخيستلو پر وخت ځانونه له بابا آدمه تر دې دمه پښتانه گڼي؛ خو د ژوند په چاروکي د پښتوپه ويلو او زده کړه شرمېږي . په نورو ژبوکې خورا شعر خلاص يي؛ په خورا فخر او غرور خبري او ليکني په کيي؛ خو کله چې د پلار او نيکه په ژبه د ويلو او ليکلو وخت راسي، بيا يې بور مات يې؛ او د خپلي بې کمالۍ د توجيه دپاره دې او هغي پلمې ته لاسونه اچيي . کله کله يې پر دې تاوانيي، چي مور يې پاړسي وانه ده؛ او کله کله بيا په کابل يا نورو پاړسي ژبو سيمو کي خپله استوگنه د بانې( بهانې) په توگه ياديي . که له دغه راز خلگو څخه پوښتنه وسي، چي انگرېزي، فرانسوي، الماني، روسي او نوري پردۍ ژبي دي څنگه زده کړي دي، بيا نو خړي سترگي ولاړ يي؛ او هيڅ جواب نه لري . دې بې هويته پښتنو دا زرين اصل هېر کړئ دئ، چي د بلي ژبي زده کړه هونر؛ خو د خپلي ژبي هېرول، لو بې کمالي ده . اول به خپله ژبه زده کوو، بيا به د نورو په ژبه يا ژبو پسي منډي وهو.
که د کانکور د آزموينوسوالونه او جوابونه نيمایي په پښتو او نيمايي په پاړسي ژبه برابر سي، بیا به تاسي وگورئ، چي زموږ ټول هيوادوال څنگه په مينه او څوَب د خپلو رسمي ژبو په زده کړه سر گرځيي . تاسي د هیواد د سرتاسري تعليمي او تحصيلي پروژو مضامین او د علمي سيمينارو او کنفرانسو ويناوي، مقالې او نور مطالب په دوو ( پښتو او دري) ژبو وړاندي کئ؛ بيا و گورئ، چي څوک د پښتو يا دري په وړاندي بې غوري او بې اعتنايي کيي؟ څرگنده خبره ده، هغه څوک چي د پښتو یا پاړسي د نه زده کړي په وجه، په تحصيلي، فرهنگي يا اقتصادي برخو کي زيان وويني، هيڅکله خپلو رسمي ژبو ته د بې پراوايۍ او بې تفاوتۍ په سترگه نه گوري .
مخکي مو له پښتو ژبي سره د پاړسي وانو متعصبينو او ځينو تش په نامه پښتنو د ناوړه چلند او بې غورۍ په اړه څو ټکي بيان کړه . دلته بېځايه نه ده، چي له پاړسي ژبي سره د ځينوجاهلو او متعصبو پښتنو د ناسم دريځ په باب هم څو ټکي وړاندي کو.
ځينو متعصبو او تنگ نظرو پښتنو په خپلو کورنييو کي تبليغ کړئ؛ او لا تر اوسه پر دې دريځ ټينگ ولاړ دي، چي پاړسي اصلاً د ايرانيانو ژبه ده؛ له دې کبله يې بايد هيڅکله په زده کړه وخت ضايع نه کو. . . هر چا چي د داسي جاهلو او متعصبو کسانو و تېرايستونکو او بې اساسه مشورو ته غوږ نيولئ دئ، د پوهي، هوښيارۍ او کمال له نعمته بې برخي پاته سوي دي؛ ځکه اول خو افغاني پاړسي يا دري د ايرانيانو ژبه نه ده؛ زموږ د خپلو عزيزانو او وطندارانو ژبه ده، چي زده کړه او روزنه يې پر موږ ټولو افغانانو فرض ده . که چيري دري د ايرانيانو له پاړسي سره يووالی يا ورته والی هم و لري، بيا هم اسمان نړېږي؛ مگر د پردۍ يا پردو ژبو زده کړه، کمال او هونر نه دئ؟ ايا په دې خبره کي څوک شک لرلای سي، چي د څو ژبو په زده کولو سره د انسان يو اړخيز شخصيت، په څو اړخيز شخصيت بدليږي؟! بالاخره دا د شرم وړ نه خبره نه ده، چي د انگرېزي، الماني، فرانسوي، روسي، عربي او داسي نورو پردو ژبوپه زده کړه کي په خپله خوښه زحمتونه او خوارۍ گالو؛ خو د خپلو عزيزانو او وطنوالو د ژبي په زده کولو کي هيڅ زيار نباسو؟!
لکه څنگه چي مخکي هم اشاره وسوه، د پښتو او پاړسي د نيژدې والي او ملگرتیا ارزښت په دې کي دئ، چي که يود بل په ژبه، دود او دستور پوه نسو، يو له بله ليري پاتېږو . دا ليري پاتېدل د دې گډي خاوري تاريخي دوښمنانوته د لاسوهنو او اوبو خړولو پلمې په لاس ورکيي . د دوو وروڼو يا مېړه اوماينې تر منځ بايد هيڅکله د ترجمانۍ يا ژباړي اړتيا نه يي . په دې تاريخي خاوره کي پښتو او پاړسي داسي اخښلي او بخښلي دي، چي جلا کول يې د کورنۍ د غړو د جلاکولو او يوه گډ کور د ورانولو او تجزيه کولو مانا لري . دا چي نن د پردو په لمسون د سني او شيعه، پښتو او پاړسي، شمال او جنوب، پښتانه، تاجيک، اوزبک، ترکمن، پشه يي، نورستاني، بلوڅ او داسي نورو قومي – نژادي واحدو په نامه يوله بله جنگېږو؛ او د يو بل د تباهۍ سوچونه کوو، په واقعيت کي ټول له همدې ليري والي او نه پېژندني څخه را زېږېدلي ناخوالي دي . که موږ يو د بل په ژبه، کلتور او مذهب ښه پوهېدلای او هغو ته مود زړه له کومي درناوی کولای، بيا نو د دې تاريخي او وياړلي هيواد هيڅ غليم نسوای کولای زموږ ملي وحدت او يو موټي توب ته په زيان رسولو سره د افغانانو په دې گډ کور کي دو دېرش کاله جنگ او ورانۍ ته لمن و وهي .
د پښتو او دري د نيژدې والي او دوستۍ په لار کي بله مهمه خبره دا ده، چي دا دواړي ژبي بايد خپله اولسي روح په ډېره ښه بڼه وساتي . نن سبا د ايراني فرهنگي يرغل له شامته په دري کي د پردو ټکو استعمال د ورځي موډ او فېشن گرځېدلئ دئ . دې پېښه گرانه کړنلاري ژبه تر ډېري اندازې له اولسي تومني څخه بې برخي کړې ده؛ ځکه عام خلگ په طبيعي ډول د پردو ژبني او فرهنگي يرغل ته د کرکي او نفرت په سترگه گوري؛ او تر خپله وسه يې و منلو ته غاړه نه ايږدي . په پټو سترگو د خپلو يا پردو ټکو، ترکيبو او اصطلاحاتو اخيستل او کاروَل سوکه سوکه د کښنگ او وينگ ژبي سره بېليي . خلگ د شفاهي او تحريري ژبي د دغه شان جلاوالي له اسيته د پېښه گرو ژورناليستانو، ليکوالو او څېړونکو په ژبه نه پوهېږي؛ او په نتيجه کې ليکني د خلگو پر زړو نه کښېني . په خواشينۍ سره په افغاني ورځپاڼو، مجلو، ويبپاڼو، راديوگانو او تلوېزونو کي کله کله له داسي ليکنو سره مخامخ کيږو، چي سر تر پايه په ايراني الفاظو، ترکيبو او اصطلاحاتو ډکي يي . ښايي داسي ليکني به ايرانيانو ته ډېري په زړه پوري يي؛ خو د افغانانو په درد نه خوري؛ ځکه په داسي ليکنوکي نه زموږ د دري ژبي دود او دستور او نه هم د دې گډ ټاټوبي تاريخ او ملي روح ته پام سوئ يي . د پښتو ژبي مشکل دا دئ، چي پښتانه پېښه گران بيا تر گرده د پاړسي وانو مقلدانو پر چپه او راسته غوبلو شخوندونه وهي . که ايرانيانو« راهبردی » و « کاربردی » و « براه انداختن » و « به خوانش گرفتن » و« به خورد دادن » او داسي نور بدو بلا را و ايسته، دوی هم سبا تر هغو بتر بې مفهومه او نا اشنا شيان را باسي؛ او په دې ډول خپله اسانه، خوږه او ساده ژبه د ناسمي سيالۍ او شرېکۍ له امله په لوی لعنت ککړيي . بايد په روښانو ټکو تکرار کړم، چي زموږ پښتو او دري بايد د افغان اولس د ژبو، دودو، فرهنگي ارزښتو، جغرافيايي حدودو او ملي روح ريښتينی استازيتوب وکي .
په دې ډول موږ افغانان نه يوازي د پښتو، پاړسي او نورو وطني ژبو و نيژدې والي، بلکي د حضرت مولانا جلال الدين بلخي رومي ( ۶۰۴ – ۶۷۲هـ ق) له عالمانه ارشاد سره سم د سولي، يووالي، گډ ژوند، همدلۍ او همرازۍ ژبي ته اړتيا لرو:
همزبانی خويشی و پيوندی است
مرد با نامحرمان چون بندی است
ای بسا هندو و ترك همزبان
ای بسا دو ترک چون بيگانگان
پس زبان محرمی خود ديگرست
همدلی از همزبانی بهتر است
غير نطق و غير ايما و سجل
صد هـزاران ترجمان خيزد ز دل