د کندوز د واورو ځپلو مالدارو سره مرسته وسوه
دکندوزکرنې ریاست واورو ځپلومالدارانو سره مرسته وکړه
وروسته له هغې چې په کندوز کې یوشمیرشپانه د درنو واورو اوتوپانونو له کبله ووژل شول او زرګونه سره څاروی یي له منځه ولاړل ددغه ولایت د کرنې ریاست بزګرانو اومالدارانو ته د څارویو خوراکې توکې وویشل.
د راپورونوپربنسټ تیره ورځ د چاردري په ولسوالۍ کې د سختې سړی هوا او واورین توپان له امله لږترلږه ۴ تنو شپانو خپل ژوند له لاسه ورکړ اونږدی زر سره څاروی يي تلف شول.
د کندوزکرنې چارواکې وايي د مرکزپه ګډون ۶ګونو ولسوالیوکې يي پرکوچیانو نږدی ۷۴ ټنه دڅارویو خوراکې توکې ویشلې چې ګمان کیږی تریوې اندازې به دهغوي ژوند دمرګ له خطره وژغوري.
د کندوز چاردرې ولسوالۍ مالداران وايي وروستې واوره بیساری اوویرونکې وی اودویته يي درانه مالې زیانونه اړولې دی. مالداران وايي کومې مرستې چې اوسمهال دکرنې ریاست لخوا ورسره شوي کفایت نه کوی دوی له افغان دولت نه غوښتنه کوي چې سملاسې دی ورسره مرستې پيل کړئ.
په همدي حال کې د کندوز ولایتې شورا رئیس امان الله نبی زاده وویل په یاده سیمه کې مالداران له سختوکړاوونو سره مخ دی دولت دی دسړونه دمالدارانو دڅارویو ژغورنې په موخه بیړنۍ مرستې ترسره کړی ګڼې کوچیانو اومالدارانو ته به سخت مالې زیانونه ور واوړي.
بل لورته د کندوز کرنې رئیس عزیز الله ایماق وايي سملاسې يي د ۵۶۰ تنومالدارانوسره په ټولو ولسوالیوکې ۷۴ ټنه مرسته کړیده
په شمال ختیز کې وروستیو درنو واورو د ډیرو خلکو ژوندله کړاوونو سره مخ کړی چې بدخشان يي په سرکې دی ددغه ولایت دمقاماتو په وینا په دغه ولایت کې د درنې واوری وریدو اوسړو له کبله ۳۵ تنه مړه شویدی. همدغه راز د ډیرو لیری پرتوسیمو اوبانډو لارې له مرکزسره پری شوي اوخلک نشي کولای چې خپل ناروغان د درمنلې لپاره مرکزی سیمو ته راولی.