دکندهارولايت دپوهني رياست
دکندهاردپوهني درئيس پوهنيارنجيب الله(مجددي)هلي ځلي دستايلو وړدي له کله چي نوموړى دکندهارولايت دمعارف رياست ته راغلى اوپه خپل سپيڅلي دنده يې پيل کړي دکندهارولايت دښووني اوروزني په ډگرکي ډيرښه دپرمختگ څرکونه ترسترگوکيږي چي دبيلگي په ډول په تيرو اوو(٧)مياشتوکي دمعارف رياست دا څولاسته راوړني يادولاي سوو
۱: دریاست ټول شعبات په کمپیوټرانومجهزکول اومکتوبونه په کمپیوټرټیف کول
۲ : ریاست اومدیریتونو ته انټیرنیټ فعاله کول
۳ : دنوی تعلیمی کال دسنبلی د۱۶ سمی نیټی څخه شروع په کندهار اوولسوالیو کی دتړل سوو ښونځیو او نووجددید التاسیس ښونځیو بیا پرانیستنه
۴ دکندهار دډند په ولسوالیو کی دنوی جدید التاسیس میخانیک دشاګردانو پر مخ پرانستل اوس په سلګونو شاګردانو ته دحرفوی زده کړی ورکول .
٥: په بولدک ولسوالی کی دوه زرو شاګردانولپاره دغازی عبدالله خان لیليه جوړول.
٦ :دسلوڅخه دزیاتو ښونځیو خلاصول.
٧ : دکندهار هری ولسوالی ته دپنځو اوستاذانو لیږل کوم چی لیسا نس وی.
۸ : په کندهار کی د۱۳۹۰ کال دنوی جدید الشمول شاګردان نارینه او ښځینه چی تعداد یی تر د۳ زروڅخه زیات دی اوس هم داخله جریان لری دیادونی وړده چی په یادو شاګردانوکی اته زره انجونی دی پورته تعداد شاګردان په تیروڅو ګلونو ګی بی ساری دی .
۹ :دښار دټولو ښځینه شاګردانو او استادانو دترانسپورټ برابرول
۱۰: دښاردزده کونکو لپاره دیوه ځانګړی لباس برابرول او عملا یی هم توزیع شروع ده .
۱۱: دښاراووالسوالیودلیسومدیرانوامتحان اخیستل دآزادرقابت دلاری دمدیرانو انتخاب.
۱٢: دټولو لیسو دولسمو ټولګیو دفارغه شاګردانولپاره دکانکور دامادګی دلنډ مهاله کورسونو جوړول .
۱٣:په ډیر لنډ وخت کی دژمی په یخنی کی دسونګ لپاره دبټو اماده کول.
۱٤:دښار دټولوښوونځیو دهیندارو او کړکیو جوړیدل.
١٥:ښوونکوته په ارغنداب اودامان ولسواليوکي دسرپنالپاره دمځکو ورکول چي دامهال دنقشي مطابق کار روان دي اوداسي نور…
نوټ:ځکه مې داڅوکرشي وليکلي چي څوورځي وړاندي مې دکندهارولايت دپوهني دمحترم رئيس صاحب دمايوسي اوگيلوڅخه ډکه وينا دمـيډيا له لاري واوريدل چي دنوموړي په خبره ځني اشخاص سته چي زمادکارونودخنډسبب گرځي اوزماپه کارونوکي راز،رازمداخلي کوي.
زماديوافغان بلخصوص ديوکندهاري په صيفت دهغواشخاصووڅخه چي دپوهنيار(مجددي)دپرمختگ په کارونوکي په پټه اوښکاره مداخلي کوي اودکارکولوخنډيې گرځي داهيله ده چي داځوريدلي ملت دي نورنه ځوروي اوپريږدي چي پرتعليم اوتربيه مين دکندهارولايت دپوهني رئيس ښاغلي پوهنيارنجيب الله(مجددي)چي خپل نه ستړي کيدونکووهڅوته نورهم دوام ورکړي څوکندهاري وروڼه دعلم په گاڼه سمبال اودژوندانه سهولتونه ورته مساعدکړي.
په اخيرکي مې ټولوافغانانوپه ځانگړي ډول ټولوکندهاريانوته داويل دي چي تعليم اوتربيي ته زياته توجه وکړي څرگندحقيقت دي په نړۍ کي چي څه پـرمخـتگونـه سـوي اوکــيږي ټـول دتعلـيم لـه بـرکـته. يوشاعرپه دي اړه څومره ښه ويلي:
محبوب دخلگوسترگوکي مقام دي دتعليم
څرگـند ټوله دونياته ښه انجام دي دتعليم.