زده کړه زموږ دیني او ملي وجیبه تر سرليک څېړنيزسیمنار

د لراوبر اداره | فبروري 14th, 2012


د ویښ افغان تحریک یو رضاکارانه تحریک دی چې لومړني کارونه یې د بې سوادۍ پر ضد مبارزه ، اصلاح او هغه خدماتي کارونه دي چې ډیر خلک ورته لاس رسی نه لرې .


تېره پنجشنبه د ماسپښين په ۲ بجو د مخابراتو په انستیتیوت کې د ويښ افغان ټولنيز اصلاحي تحريک له خوا د (زده کړه زموږ ديني او ملي وجيبه) تر سرليک لاندې يو څېړنيز سيمينار جوړ شوی و. په دغه سيمينار کې د زده زموږ دیني وجیبه، زده کړه زمونږ ملي وجیبه او زده کړه زموږ شخصي اړتیا ده تر سرليکونو لاندې درې په زړه پورې پریزنټیشنونه وړاندې شول.


سيمينار د ښاغلي مجيب الرحمان لحاظ له خوا د قرآن پاک دمبارکو آيتونو په تلاوت پيل شو او ورپسې په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازې او د ويښ افغان د مشرتابه غړې اغلې ساهره شریف پرانيستونکې وينا وکړه او د غونډې ګډونوالو ته يې د ویښ افغان تګلاره او د سيمينار موخې روښانه کړې.


ساهره شریف د خپلې وينا په يوه برخه کې وویل چې په تېرو څو لسيزو کې د افغانانو ملي او معنوي ارزښتونه ډېر زیانمن شوي دي او د بیا جوړولو لپاره یې ویښ افغان هڅه او هاند کوي. او په وینا یې ویښ افغان په خپلو مټو اتکا کوي او له بل چا څخه څه نه غواړي. آغلې شريف زياته کړه چې که موږ غواړو دنړۍ په کچه له سيالانو سره سيال شو، نوبايد د ديني عالمانو او قومي مشرانو په مرسته او هڅونه په تعليمي جهاد لاس پورې کړو.


(زده کړه زمونږ دیني وجیبه ) تر عنوان لاندې د ډاکتر خواجه محمد عصامي له خوا ګډونوالو ته د پرېزنټېشن په بڼه معلومات ورکړل شول .


ډاکتر عصامي د اسلام له نظره په زده کړه رڼا واچوله او په ایاتونو او احادیثو کې یې روښانه کړه. نوموړي د صحابه کرامو د تاریخ یادونه وکړه او په وینا یې نن چې په نړۍ کې کوم پرمختګونه دي دا د زده کړې برکت دی او زده کړه په هر مومن مسلمان فرض ده که هغه نر وي که ښځه.


(زده کړه زمونږ ملي وجیبه ده) تر عنوان لاندې ډاکتر تاج الدین ملتمل خپل ډېر مفصل او ګټور پرېزنټېشن د سيمينار ګډونوالو ته وړاندې کړ.


د ډاکتر ملتمل په نظر که افغان ملت غواړي په يوويشتمه پېړۍ کې په رښتيني مانا ژوندی پاتې شي نو بايد علم اوپوهې ته مخه کړي، خو د ده په اند يوازې سواد نه شي کولای چې له یو چا څخه شخصيت جوړ کړي بلکې د دې تر څنګ تربیه هم ضروري ده. ملتمل زیاتوي چې، که یو سړی دوکتورا هم واخلي خو چې تربیه ورسره ملګرې نه وي د ټولنې په درد نه خوړل کېږي.


(زده کړه زموږ شخصي اړتیا ده) تر عنوان لاندې د سمیع الله ایلم له لورې د سیمینار ګډونوالو ته پرېزنټېشن وړاندې شو.


د ایلم په وینا زده کړه کولای شي چې د یو چا ژوند جوړ کړي او له ښه ژونده خوند  واخلي.


د ده په وینا زده کړه ډیره مهمه ده ځکه چې زده کړه کولای شي مونږ ته کږې لارې سمې کړي او کولای شو د زده کړې له برکته له خپل حق څخه دفاع وکړو. اېلم دا هم وويل چې بې سواده سړی له خپلو عبادتونو څخه هومره خوند نه شي اخېستی لکه يو باسواده سړی، ځکه چې هغه يې په مانا نه پوهېږي.


د ویښ افغان په دغه سیمینار کې ویناوالو د سیمینار ګډونوال خپلو مسولیتونو ته ځیر کړل او له ګډونوالو یې وغوښتل چې په ټولنه کې هغه نیمګړتیاوې چې ورسره لاس او ګریوان وي رابرسیره او د حل لارې چارې یې ولټوي .


تر ويناوو وروسته د پراخې، سراسري او چټکې زده کړې د ستراتېژۍ د تدوين په موخه د ورکشاپ په بڼه کار او بحث وشو، د زده کړې پر وړاندې پراته خنډونه او عوامل يې په ګوته شول او ورسره يې د حل لارې هم وښودل شوې.


د ويښ افغان مشرتوب د سيمينار له ګډونوالو سره ژمنه وکړه، چې دا سيمينار به د تعليمي جهاد د پيل لپاره لومړنۍ هڅه وي او تر دې وروسته به نور علمي او عملي ګامونه اخېستل کېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024