روزګان: د ولايتي شورا ريس په اختلاص تورن سو
د ارزګان ولایت د ولایتی شواری پخوانی ریس په دی تورن شوی دی چی ددغی شورای ته ددولت له لوری ورکړل شوی بودیجی ټولی پیسی یی بیځایه مصرف کړی او له ځان سره یی وړی دی
د ارزګان ولایت د ولایتی شورای نوی ریس محمد ابراهیم اخنذاده وایی د ولایتی شورای پخوانی ریس امان الله هوتکی بیله دی چی ددغی شورای ته د وړکړل شوی بودیجه په قانونی بڼه مصرف کړی هغه ټولی پیسی یی په خپل سر مصرف کړی او یا یی له ځان سره وړی دی. او اوس موږ له دولت او سیمه ایزو ارګانونو له اداری څخه غواړو چی په دی برخه کی قانونی اجرات وکړی ترڅو دخلکو باور په ولایتی شورای باندی بیرته پیدا شوی وی
د ارزګان ولایت د ولایتی شورای منشی وکیل محمد نعیم وایی چی امان الله هوتکی د ارزګان ولایت د ولایتی شورای پخوانی ریس په غیر قانو نی ډول ډیر خلک وهلی او ډیر غیر اخلاقی اعمال یی سرته رسولی دی
نوموړو هغه تورونه هم په کلکه رد کړل چی کواکی د ارزګان ولایت والی محمد عمر شیرزاد د ولایتی شورای په ټاکنو کی لاس وهنه کړی ده
د ارزګان ولایت ته چی د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره دمرستی په موخه کوم لیستونه مرکز کابل ته استول شوی دی .ارزګان ولایت د ولایتی شورای د منشی په خبره چی هغه وخت لیستونه ددغی شورا لخوا لاسلیک شوی دی، نو څنګه کیدلی شی چی والی دی په دی برخه کی درغلی کړی او ولی ولایتی شورای پخوانی ریس هغه وخت د ولس ږغ نه راپورته کوی
اوس چی موږ د قانون له لاری نوی ریس لرو او ده، انتخابات بایللی دی له مطبوعاتو سره خبری کوی
دا په داسی حال کی ده چی په ارزګان ولایت کی دولایتی شورای پخوانی ریس امان الله هوتکی د نوموړی د غیری اخلاقی کړنو او له واک څخه د ناوړه استفادی ورسته د ولایتی شورای د غړو لخوا ورته رایه ورنکړل شوه او نوموړی د دغی چوکی څخه کوښه کړل شوو.