په ميوند ولسوالي کي درې تنه وسلوال طالبان ونيول سول
د کندهار دامنيه قومندانۍ اړوند ملي امنيتي پوليسو تېره ورځ په ميوند ولسوالي کي د کوکنارو پر ضد د پيل سوي کمپاين په لړ کي د وسلوالي جګړې پرمهال درې تنه وسلوال طالبان نيولي دي.
نښته تېره ورځ ماپښين مهال درې بجې هغه مهال رامنځ ته سوه کله چي ملي پوليس د کوکنارو کښتونو په اړولو بوخت ول او پرې وسلوالو طالبانو حمله وکړه.
جګړه کي چي دوه ساعته يې دوام وکړى پکښي ملي امنيتي ځواکونو ته کوم ډول مالي او ځاني زيان نه دى اوښتى ولي درې تنه وسلوال طالبان له وسلو او مهماتو سره يو ځاى د پوليسو لخوا نيول سوي دي.
د تيري ورځي له جګړې وروسته د چاڼيزو عملياتو پرمهال ٢٧٢٦ کيلو ګرامه باروت، ٤٠ کړۍ ډول ډول ماينونه، ١٣٠ کيلو ګرامه امونيم نايټريټ کيمياوي سره او يوه اندازه مرمۍ هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.
سږ کال په کندهار کي محلي اداره ژمنه ده چي په ټولو ولسواليو کي د کوم ډول توپير پرته د کوکنارو کښتونه واړوي او بزګرانو ته يې له قانون سره سمه جزا ورکړي.
يو شمېر وسلوالي کړۍ او د نشه يي توکو مافيايي ډلي غواړي په ليري پرتو ولسواليو کي د کوکنارو د کښت اړولو پر ضد پيل سوى کمپاين له خنډ او ځنډ سره مخ کړي چي د همدې لپاره وسلوالي حملې کوې خو له نيکه مرغه چي تر دې دمه په دې ډول حملو کي هيڅ يو دولتي يا امنيتي کس ته زيان نه دى اوښتى او تر ډېره يې تاوان خپله وسلوالو ته رسېدلى دى.