هلمند: له څلور کسانو سرونه غوڅ شوي

اسدالله زړه سواند | فبروري 21st, 2012


‫د هلمند چارواکې وایې چې وسله والو طالبانو په واشیر ولسوالۍ کی څلور تنه د جاسوسۍ په تور وژلی دی.

د هلمند د والی ویاند داوود احمدې ازادی راډیو ته ویلې، چې وسله والو مخالفینو له دی امله د تیری یکشنبی په ورځ له دغو کسانو سرونه پری کړي، چې سټلایټ ټلیفونونه ورسره وو.

ښاغلی احمدی وایی چې وژل شویو کسانو له دولت سره اړیکه نه درلوده، او پدی خاطر یی ښایی له سټلایټ تلیفونو کار اخیستی وی، چې هلته د مخابراتی شبکو انټونه نشته او فعالیت نه کوي.

تر اوسه وسله والو طالبانو پدی اړه څه ندی ویلی.‬

Copyright Larawbar 2007-2024