فارسي – پښتو قاموس ته يوه کتنه
ډير خوشاله يم چې ګران انجنير تېمور شاه یوسفزي دا زحمت ګاللی چې د فارسي نه پښتو ته قاموس ېې ليکلی دی. د يوې ژبې دقاموس ليکنه ډير زحمت او حوصله غواړي. دا زحمت د هغه چا لپاره چې ژبپوهنه ېې نه وي لوستي ، په هره برخه کې د کړاؤنو بالل دي. خو له بده مرغه څو تنه چې خوار افغانستان د ژبپوهنې لپاره خارج ته وليږل يا ېې هلته خپل شق او مسلک ته تغير ورکړ او يه هم د تحصيل له ختمېدو وروسته ، تر نن ورځې په تيره بيا په پښتو باندې ډير لږ داسې کار کړی چې زيات شمير ورڅخه استفاده وکړي.
کله چې زما او يا د يوسفزي صيب په شان په وطن او ژبه مینان داسې خاليګاه او نيمګړتيا ته متوجه شو که څه هم زمونږ له مسلکه (زما مسلک انسان پيژندنه او يوسف زی صیب انجنير) دی نو دې ته مجبوريږو چې دا خاليګاه ترخپل وسه ډکه کړو. هيله داده، اوس چې دا منډ مات شوی نور مسلکي کسان پکې اصلاحات راولي تر څو زمونږ ځوانان د خپل علميت په کاروان کې ورڅخه استفاده وکړای شي.
ما برخلاف د يوسفزي صیب د پښتو نه په انګليسي یو قاموس ليکلی چې يو څلويښت زرو لغتوته رسيږي او همدا اوس د نشر لپاره أماده شوی دی.
د یوه قاموس ليکل أسان کار نه دی. يو څوک کولای شي چې خپل ټول عمر د يوه قاموس په ليکلو تير کړي. څکه د قاموس ليکل يواځي د یوې ژبې نه د تورو اړول په بله ژبه نه دی. هغه نيمګړتيا چې همدا اوس په دې فارس نه پښتو قاموس کې زه وينم هغه د هر لغت د ګرامري صبغه دي چې ندی ليکل شوي. يوسفزی صیب به په دوهمه نشریه کې بايد د هرلغت لپاره وليکي چې هغه مذکر دی که مؤنث؛ جمع دی که مفرد؛ اسم دی که فعل، ضمير او داسې نور.
د یوه ښه قاموس د تکمېليدو بل پړاود اسمونو لپاره د ښکلو رنګه عکسونو پیدا کول دي چې د هغو راټولول او ټاکلې اندازه ته کوچنی کول چې د لغت مخې ته کيښودل شي کمپيوټري مهارت ته ضروت لري او په خپله ډير وخت او حوصله غواړي.
بل پړاو، د هر لغت استعما ل په جمله کې دی ترڅو هر څوک پوه شي چې دا لغت په ليکلو کې څرنګه راځي. برسيره پر دې د تورو په تلفظ کې بايد غور وشي تر څونور خلک چې دا ژبه زده کوي په أسانې سره ېې تلفظ وکولای شي.
ما چې د انجنير صيب د الف، سين او ميم د ټکو برخه وليدله داسې را ته ښکاره شوه چې د صفحې د اندازه لپاره دوه ستونه کم دي او په أسانۍ سره، زما د ډکشنرې په شان درې ستونه ځايدلی شول. اوس د کمپیټر عصر دی او څوک نه غواړي چه غټه ډکشنري د یوه ځای نه بل ځای ته يؤسي. ځکه هم اوس ډیجټل قاموسونه شته چې په جيب کې ځايږي.
وروستې خبره دا چې په لويديځ کې چې حکومتونه او علمي مؤسسې دخپلو خلکو او ژبو لپاره کار کوي، يوه ډله مسلکي نفراستخداموي او څوتنه ېې په دايمي ډول له معاش سره بیا ساتي، چې یوقاموس وليکي اوبيا د پورته، د قاموس د تکمېليدو نورو پړاونو باندې کار وکړي. مـونږ چې یو تن د خپل مسلک نه دباندې داسې کار ته مټې ورکړو نو هرو مرو زمونږ په کار کې نيمګړتياوې راځي چې ور باندې اعتراف کؤ او له نورو مسلکي کسانونه غوښتنه کوو چې راسره ملګري شي ترڅو قاموس د جنجال نه ډک زحمت مو د نورو په خير تمام شي.
و من لله توفيق