زموږ قومونه او بهرني استخبارات
افغانستان هغه هېواد دى، چې د تاريخ په اوږدو کې يې قومونو ساتنه او پالنه کړي ده. په دې هېواد کې قومي جوړښتونه ددې سبب شوي، چې په سيمه کې امنيت او نورو وران کاريو مخه ونيسي او مجرمينو ته د قومونو ټاکلي سزا ورکړي. دې قومونو د هر وخت لپاره د افغانستان ملي ګټې خوندي کړي او دوى په ډېره مېړانه سره د افغانستان له پولو او سرحدونو نه هم ساتنه کړي ده.
دا هغه قومونه دي، چې د انګرېزانو سره په دواړو جګړو کې وجنګېدل او داسې ماتې يې ورکړې، چې اوس هم د انګليس په تاريخ کې پرې کتابونه، کتابونه خبرې کيږي.
که موږ او تاسو د افغانستان تاريخ ته وګورو، نو د لوى افغانستان په ساتنه کې قومونو نه يوازې زياته قرباني ورکړي، بلکې دوى د هر دولت د ملا تېر ډېر قوي کړى او هر وخت يې تر شاه ولاړ دي. خو کله چې پر افغانستان روسي لښکرو يرغل وکړ، نو دا يرغل ددې سبب شو، چې افغانستان ته يو ځل بيا د نورو هېوادونو د استخبارتي کړيو لاسونه را اوږده شي او دلته د هغې پلمې له مخې کار روان کړي، چې دوى يې زمينه ورته برابره کړه. دلته زياتو هېوادونو مداخله وکړه او په خاص ډول ګاونډيو هېوادونو داسې حال جوړ کړ او په دې هېواد کې يې داسې بربادۍ ورسولې، چې موږ به يې په سلګونه کلونه نور هم جبران نه شو کړاى.
په دې جګړه د افغانستان د قومونو جوړښتونو ته هم ډېر زيان ورسېده او دوى يې په خپل منځ کې يو څه سره بې باوره کړل، خو په هغه کچه بيا هم بې باوره نه دي لکه څه ډول چې زموږ د هېواد دښمنانو غوښتل.
اوس هغه قومونه، چې په خپلو منځونو کې يو څه قومي تړنونه او په خپلو پخوانيو ژمنو ولاړ دي، اوس د هغې د جدا کولو او په دوى کې د نفاق خورولو لپاره د سيمې او يو شمېر نورو هېوادونو استخباراتي کړۍ لګيا دي. دا کړۍ هڅه کوي، چې اوس په افغانستان کې مېشت قومونه هم په خپل منځ کې په جنجال سره واړوي او هم يې د اوسني دولت پر ضد راوپاروي، چې د افغانستان او ددې هېواد د خلکو لپاره يو ډېر خطرناک کار دى، ځکه زموږ په هېواد کې قومي جوړښتونه دي، چې هر وخت يې افغانستان له بد حالت څخه راايستلى دى، هرې پېښې ته دوى ځانونه د سپر په څېر ګرځولي او ماتي يې ورکړي ده.
د تېرې يکشنبې په ورځ د قومونو د يو والي ټولنې هم په پلازمېنه کابل کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې دا اندېښنه په ډاګه کړه او ويې ويل: اوس په افغانستان کې داسې کړۍ موجودې دي، چې زموږ د قومونو په منځ کې يې کار روان کړى تر څو دا قومونه په خپلو کې سره بې اتفاقه کړي او د افغانستان د تجزيې لپاره لار هواره کړي.
په دې کې ځکه شک نشته، چې موږ په سيمو کې يو شمېر داسې مشران وينو، چې هغه تش په نوم مشران دي او دوى د پيسو په مقابل کې غواړي، چې د قومونو په منځ کې هر ډول ناوړه کړنې تر سره کړي، خو چې نوموړي ته ګټه په کې وي. دا داسې مشران دي، چې په خپلو کورونو کې هم څوک مشرتوب نه ورکوي، د قوم مشري خو لا څه، چې د کورنۍ مشري هم نه شي کولاى.
قومونه او په رښتيا قومي مشران بايد دې ته متوجه وي، چې د دوى په منځ څوک د بې اتفاقۍ تخم ونه شيندي او د دوى په منځ کې درځ پيدا نه کړي. هغه څوک چې د دوى په منځ کې په يو او بل نوم اور بلوي سخت ورټي، ځکه په دې اړه د اسلام ستر پيغمبر محمد ص فرمايي: (( هغه څوک له موږ څخه نه دى، چې خلک منحرف او افراطي قوميت ته رابولي. هغه څوک له موږ څخه نه دى،چې په دې منظور جګړه کوي. هغه څوک له موږ څخه نه دى، چې په همدې مفکوره مړ شي.)) نو زموږ پيغمبر محمد ص له دوى نه امن غوښتى او د خپل ځان نه يې لېرې کړي دي، موږ يې هم بايد ورټو او له ځانه يې لېرې وشړو.
که چېرې زموږ په قومونو کې دا نفاق خور شو، نو دوى ته بيا موقع په لاس ورځي، چې هر قوم ځان، ځان ته وټکوي او د سبا لپاره يې له دې وغورځوي، چې بيا له ده څخه د خپل حق غوښتنه وکړي. بل دا کار ددې لامل کيږي، چې دا وړوکى افغانستان تجزيه شي او دوى په راتلونکې کې خپل حکومت پرې وکړي او افغانان به يوازې او يوازې د دوى د ظلمونو او ستمونو سيل کوي او نور به يې هېڅ په وس کې نه وي.