ډيورنډ کرښي ته څېرمه ۱۲۰۰۰ کيلو چاوديدونکي توکي ونيول سول
کندهار افغانستان- افغان سرحدي پوليسو د کندهار ولايت په ښوراوک ولسوالي کي د ډيورنډ کرښي ته څېرمه له چاودېدونکو توکو ډک درې عرادې ټراکټورنه ونيول.
دغه ټراکټورونه د دوشنبې په شپه هغه مهال ونيول سول چي تازه د بلوچستان ايالت د ګلستان ولسوالۍ څخه د افغانستان خاوري ته داخل سول.
ددې ټراکټورونو چلوونکي سمدستي د پاکستان خاوري ته تښتېدلي، ولي له چاودېدونکو توکو ډک درې ټراکټورونه يې افغان سرحدي پوليسو نيولي او سپين بولدک ولسوالۍ ته يې انتقال کړي دي.
د ټراکټورونو چلوونکي په داسي حال کي د پاکستان خاوري ته ننوتي چي پاکستاني سرحدي ځواکونو يې له خپلو امنيتي پوستو او بروجونو څخه په خورا مينه ننداره کوله.
ښوراوک د کندهار ښار څخه سهېل ختيځ ته په نژدې ١٨٠ کيلو ميترۍ کي موقعيت لري چي د پاکستان هيواد سره ١٢٠ کيلو ميتره هوراه او له غرونو څخه پاکه پوله لري.
ددې ولسوالۍ او پاکستان ترمنځ سرحد تر ډېره له ريګونو تېر سوى او وسلوالو کولاى سي په ډېره اساني سره هر ډول چاودېدونکي توکي او مهمات له همدې سرحده تر کندهار ښار او نورو ولسواليو راورسوي.