د هلمند چارواکو په وينا د کوکنارو پر ضد کمپاين بريالی دی
په هلمند كې د كوكنارود اړولود كمپاين په لړكې ۱۳۶۰ جريبه ځمكه د كوكناروله بوټوپاكه شوې ده دا خبره د هلمند ولايت چارواکو نن د يوې خبرپاڼي په بڼه له خبريالانو سره شريکه کړه ، دغه كمپاين چې د لښكرگاه په گډون د هلمند په لسوولسواليوكې دوام لري د شنبې اويكشنبې په ورځو په لښكرگاه اوولسواليوكې ۱۳۶۰ جريبه ځمكه د كوكناروله بوټوڅخه پاكه شوې ده.
له يادې جملې څخه ۲۲۰ جريبه ځمكه په گرشك،۳۴۵ په نادعلي،۱۹۰ په مارجې،۷۰ په ناوې،۱۳۰ په گرمسير،۳۵۵ په لښكرگاه او۵۵ جريبه په سنگين ولسوالى كې د كوكناروله بوټوڅخه پاكه شوې ده.
د خبرپاڼي له مخي په دغه کمپاين کي نښتي هم رامنځته سوي چي د چارواکو په وينا ۲ پوليس ، يو د کمپاين چارواکی او دوه طالبان پکښي وژل سوي دي .