هلمند:د فاطمه بیات روغتون کار بشپړ سو

د لراوبر اداره | مارچ 13th, 2012


دغه روغتون چې د تيروشاوخوا نهومياشتوپه اوږدوكې د لښكرگاه ښارد شهيد غلتان په سيمه كې د بيات بنياد له خوا جوړشوى د دوشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د بيات بنياد مشرانجنيراحسان الله بيات ورسره ملگري پلاوي اود هلمند ولايت مقام د دفتررئيس محمد لعل احمدي اود ځينونوورودولتي ادارومسؤلينوگډون درلود گټې اخيستنې ته وسپارل شو.


ددې مراسموپرمهال د بيات بنياد مشرانجنيراحسان الله بيات د خپلې وينا پرمهال وويل چې نوموړى روغتون په شاوخوا يوجريب ځمكه كې په يوه پوړكې چې د ناروغانواوډاكترانوخونې،د عملياتوخونه،د معلوماتوڅانگه،درملتون،عصري تشنابونه اوبشپړد اوبوسيستم لري په پاخه اواساسي ډول جوړشوى اود موراوماشوم په برخه كې به پكې د ناروغانودرملنه كيږي.


د نوموړي په وينا چې دغه بنياد نه يوازې په هلمند بلكې د افغانستان په گڼونوروولايتونوكې هم ورته روغتونونه جوړكړي چې تردې مهاله پكې د شاوخوا د نيم مليون هيوادوالودرملنه شوې اودوى پلان لري چې دغه كچه يومليون ته ورسوي اوددې ترڅنگ به دې ته ورته روغتون په زابل ولايت كې هم جوړوي.


په دې مراسموكې د ولايت مقام د دفتررئيس محمد لعل احمدي د بيات بنياد له دې مرستوڅخه مننه وكړه اوزياته يې كړه چې په هيواد كې همدې بنسټ په سختوحالاتوكې د بيوزلوهيوادوالولاس نيوى كړى اود ټولنيزاوروغتيايي خدمتونوترڅنگ يې بيړنى مرستې هم رسولې دي.


ورپسې د عامې روغتيا رئيس ډاكترعنايت الله غفاري له بيات بنياد څخه مننه وكړه اوزياته يې كړه چې دغه روغتون به ترډيره په دې ولايت كې د موراوماشوم په برخه كې ستونزې هوارې كړي خوپه دې برخه كې نوره اړتيا هم ليدل كيږي اوبايد نوربنسټونه هم دې ته ورت مرستې ترسره كړي.

Copyright Larawbar 2007-2024