پنجوايي ته پر تللي پلاوي بريد وسو

عطاالله محمدي | مارچ 13th, 2012


د افغان پلازمېني کابل څخه د کندهار ولايت د پنجوايي اولسوالۍ د زنګاوات سيمي د پېښي په موخه دې ولايت ته پر راغلي پلاوي بريد وسو.
ياد بريد چي نن غرمه مهال پر پلاوي ترسره سوى پکښي يو اولسي وګړى وژل سوى او يو بل ټپي سوى دئ .
د کندهار ولايت د والي وياند زلمي ايوبي رسنيو ته د يادي پېښي پخلى کړى او ويلي ئې دي چي په دې بريد کي راغلي پلاوي ته کوم زيان نه دئ رسېدلى.
د دې بريد مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى.

Copyright Larawbar 2007-2024