په فرانسه کي بريدکوونکئ دکندهار له زندانه تښتېدلی و

د لراوبر اداره | مارچ 21st, 2012


غربي رسنيو د کندهار د محبس د مسول له خولې خبر ورکړی دی چي هغه بريدکوونکی چي وړمه ورځ يې په فرانسه کي د يوې ښوونځی استاد او شاګردان وويشتل او تر دې مخکي هم د فرانسوي پوځيانو په وژلو تورن و ، د کندهار په محبس کي درې کاله بندي و او د محبس د ماتېدو پر مهال وتښتېدئ .


بريدکوونکي تېره شپه د فرانسې د يوې رسنۍ ريس ته احوال ورکړ چي پر ښوونکي او زده کوونکو ده بريدونه کړي دي چي وروسته ددغه بريدګر  د هستوګنځی شاوخوا پوليسو او ځانګړو ځواکونو محاصره کړه ، پوليس وايي چي د بريدګر سره اړيکه نيول سوې او هغه ژمنه کړېده چي نن د فرانسې په وخت تر ماځيګر مخکي به ځان پوليسو ته وسپاري .

Copyright Larawbar 2007-2024