په هالنډ کي د زنګاوات د پېښي په اړه لاريون

د لراوبر اداره | مارچ 18th, 2012


د هالنډ په پلازمېنه امستردام کې د روانې میاشتې د مارچ په پنځلسمه نېټه د پنجشنبې په ورځ  لسګونو هالنډ میشتو افغانانو دکندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ د هغې پيښې د غندلو په موخه چې په هغه کې ۱۶ ملکي کسان د امریکايي سرتیری لخوا وژل شوي وو لاریون وکړ.
لاریون کوونکو غوښتنه کوله چې د دې پيښې عاملان دي محاکمه شي  او دداسې پېښو مخنیوی د وشي
دغه لاریون دوه ساعته یې ساعته دوام درلود په سیمه ییز وخت څلور بجې پیل شوی و.
د لاریون کوونکو  له ملګرو ملتونو او سوله غوښتونکو هېوادونو، ټولنو او اشخاصو څخه غوښتنه کوله چې ددې پېښې پلټنه دې وکړي او د ورته پيښو مخنیوی دې وکړي.


دوی له ځان سره د پنجوايي د شهیدانو، ټپيانو او د غمځپلو کورنیو د غړیو انځورونه له ځان سره درلودل، همدارنگه دوی هغه شعارونه هم پورته کړي وو چې پکی لیکلی شوي وو افغان وژنه بنده کړئ.


د یادونې وړ ده چې ددې پېښې د غندلو په موخه په هېواد کې ددنه او بهر لاریونه وشول.

Copyright Larawbar 2007-2024