ددعوت دخپلواکورسنیوله اړخه ددغه ملي خوځښت ستاینه

د لراوبر اداره | مارچ 26th, 2012


بسم الله الرحمن الرحیم
په هیوادکي د افغان ولس او په ځانګړي توګه د پښتون توکم په خلاف چې د جینوسایډ یا نسل وژني کومه توطئه او دسیسه د دغه ولس ددښمنانو له اړخه پیل شوي ، اخري ګذار یی د قندهار د پنجوایی د ولسوالۍ د زنګاوت دکلي بی ګناه ،په خواږه خوب ویده کوچنیان او ښځې وې ، چې امریکایان یی د خپل یو لیوني له اړخه ګڼي اوسترګو لیدلي شاهدان یی دامریکایی فوځ د یوې ډلي قصدي اوبدل اخستونکي عمل ګڼي . په دې پیښه کی د نهو کوچنیانو په ګډون ۱۷ کسان په ډیره بې رحمۍ په ګولیو سوري سوري شول اوبیا یی جسدونه راټول او د اور په لمبو کي وسوځول شول .
په دې کي شک نه شته چې نه دغه ټولوژنه لمړۍ وه او نه به اخري وګڼل شي . ځکه امریکایان او دناټو د غړو هیوادو څخه راغلي هلکان او نجوني ، چې په خپلو هیوادو کي په پوره نازو نعمت سره راستر شوي ، د افغانستان په څیر دفقیر او وروسته پاته هیواد دژوند اوهلته د عسکري خدمت څخه په تنګ راغلي . هغوې ته دا هم ډیره ستونزمنه او عجیبه ښکاري چې ولي ددی ولس دغه غریب خلک دهغوې په مقابل کی د کرکی او نفرت څرګندونه کوي ، او ددي تیرو یولسو کالو په دوران کي یی نه یوازي د هغوې دغلامۍ زنځیر په غاړه کي وا نه چاوه بلکه برعکس یی ددوې ژوند هم ورته تنګ کړې دې .
که څه هم د افغانستان دلاسپوڅي حکومت پخوانیو اواوسنیو مسؤلینو د څو ورځو واکمنۍ او غلامۍ له پاره دغو لیونیانو او بنګ وهلو ته دهرجنایت له پاره لاره پرانستې خوزمونږ په ولس کې ددې رواني ناروغانو په خلاف ورځ په ورځ د کرکي زیاتیدو دوې ته دا ډاګیزه کړې چې نور نو په دي ولس کي دوې خوندي نه شي پاته کیدې .
په بګرام کي د قران عظیم الشان دسپکوالي او بیا سوزیدلو وروسته چې د افغانستان په اصطلاح دملي اردو اوملي پولیسو دیو شمیر مؤمنو ځوانانو له اړخه کوم عکس العملونه مخته راغلي ، دهغې له ویرې ددې لیونیانو مسئولین دخپلو اړوندو وسلوالو وګړو دخوندي پاته کیدو په خاطر دخپل لاسپوڅي دولت څخه غوښتنه کړي چې ددوې د اردو او حکومتي کارکونکو دخونديتوب پیټي دې هم په غاړه واخلي .
د کورنیو چارو په وزارت کي ددوه کسو امریکایانو په خلاف قدم اخستل ، دپروان کاپیسا په ولایت کي د فرانسوي ځواکونو په خلاف د یوه عسکر اقدام ، په قندهار کی دیوه عسکر اواستاد له اړخه یی د امریکایی عسکرو په خلاف قدم اخستل ، په هلمند کي د یوه ژباړن له اړخه د یوه بهرني عسکر وژل او دامریکا د دفاع د وزیر په الوتکه باندی د یرغل برید ، او همدا نن سهار د هلمند په ولایت کې دیوه عسکر له خوا ددوو کسو بهرنیو عسکرو له منځه وړل ، د ننګرهار په خوګیاڼیو کي د یوه عسکر له اړخه د اتو امریکایی عسکرو په خلاف اقدام کول او …… دا ټولي پیښي دا رابربنډوي چې اوس د اردو او پولیسو تر منځ هم داجنبي لیونیانو په خلاف د ځوانانو احساسات دکنترول نه وتلي اوهرڅومره چې دوې په افغانستان کي تمکیږي په هماغه اندازه به دهغوې احساسات نور هم دکنتروله وځي .
که څه هم امریکایانو د لمړي ځل له پاره د زنګاوت دشهیدانو او زخمیانو کورنیو ته دهر شهید په سر د پنځوس زرو ډالرو او د هر زخمي په سر د لس زرو ډالرو د تاوان مسئله منلې خو د شهیدانو دکورنیو او د عام ولس له اړخه داخبره په زغرده کیږي چې دا لیونیان زمونږ د کلیو اوبانډو څخه وکاږئ او زمونږ ددغو شهیدانو مجرم ته زمونږ د ولس تر مخه سزا ورکړئ .
دبلي لورې په داسې حال کي چې زمونږ کړیدلي ولس دملی ماتم سره مخ دي ، په اصطلاح دسیاسي چارو واکمنان یی د تاجکستان دکمونستواود ایران د نژدا پالو واکمنانو سره یو ځاې د اورپرستو د نور روز په میلو کي خپله ساعت تیري کوي . تر څنګ یی یو شمیر هغه افغانان چې ددغه درد څخه ناخبره او یایی هم نه شی احساسولاې د کلتوري غونډو تر عنوان لاندي د داسي نورورز ورځ ، چې اصلا زمونږ د ولس سره هیڅ ډول تړاو نه لری او تر څنګ یی د اسلامي شریعت په خلاف د زردشتیانو د اور پالني ورځې ګڼل کیږي ، په میلو او چړچو کې اخته دي .
اړینه ګڼل کیده چې ددې ماتم چې قربانیان یی زمونږ د ولس راتلونکي نسل او کوچنۍ کوچنۍ هیلي وي ، دغه راز سرې اوشني غونډي له یوه سره منسوخ اعلان کړل شوي وای او دخپل ولس ددردونو دکمښت په خاطر مو دغه بې ځایه مصارف خپلودرمندو کورنیو ته رسولاې واې .
هر افغان ته پکار دي چې دبل افغان ورور درد خپل درد وګڼي او دخپل درمند ورور سره دهغه په دردونو کي ځان شریک و ګڼي ، ځکه شونی ده چې دې اویا دده کورنۍ پخپله د دا ډول اویا دې ته د ورته پیښي سره مخ شي . او په هغه وخت کې د نوروافغانانو څخه هیله ولری چې د هغه دغم دروند بار ورسره پورته کړي .
ددوعوت د خپلواکه رسنیو د مسؤل دځوان اوښاغلي طارق بزګر دغه نوښت چې د یوه دیني او ملي خوزښت په لور ډیر ستر او دستایلو وړ قدم ګڼل کیږي ،د هر افغان له پاره د ملي یووالی په لور ښه مثال او نمونه ده .
دناروي د هیواد په مرکز اوسلو کي ددغو غمځپلو کورنیو سره غمشریکي او دهغو مظلومو شهیدانو په نامه د دعاوو دغه غونډه چې په کې ګڼ شمیر افغانان د فکري ،حزبي او سمتي اختلافاتو پرته په پوره اخلاص سره راټول شوي وو او ترڅنګ یی د ډنمارک ، سویډن او یو شمیر نورو لرو ځایو څخه هم یو شمیر درمند افغانان راغلي و ، د افغاني ورور ګلوۍ او یووالي په لور ښه اومثمر خوزښت دي .
په دغه غونډه کي د اوسلو اوشاوخوا سیمو ټول معمر اوپوه افغاني مشرانو ګډون درلود، چې ددې ډول وګړو ګډون پخپله دې سترې غونډي ته ویاړ ور باښه .
افغان ولس ژوندې ولس دې او ددې ولس ټول سیاسي وګړي ، د فکري ، حزبي ، سمتي اوژبني اختلاف پرته په ټولو ملي مسایلو کي باید سره متحد او یو لاسي اوسي او نړیوالو ته خپل ځان د یوه ژوندي ولس په څیر را څرګند کړي ، ترڅو د نړۍ په هر هیواد کي دیوې ژوندۍ ، باوقاره او عزتمنده ټولني په څیر وپیژندل شي .
هیلمن یم چې زمونږ ټول روڼ آندي لیکوالان او د کلتوري خوزښتونو مسؤلین د دروند طارق بزګر دغه نمونه ې خوزښت و ستایي او دخپلو ځانو له پاره یی غوره نمونه وګرځوي .
د ویاړلو مؤمنو افغانانو د نور ویاړ په هیله .
قریب الرحمن سعید

دمارچ ۲۶مه ۲۰۱۲م کال

Copyright Larawbar 2007-2024