اورکزو کې۲۰ طالبان وژل شوي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | مارچ 30th, 2012


اورکزو:دپاکستان په قبائيلي سيمه بره اورکزو ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو تازه نښته کې د ۲۰و نه سېوا طالبان وژل شوي دي. ځېني سر چینې د وژل شووطالبانوشمېره د ۳۰و نه ډېره ښودې.دسرچينو ترمخه امنيتي ځواکونو دبره اورکزو ايجنسۍ په خديزۍ او بلراس سيمو کې دجمعې په سحر عمليات ترسره کړي چې پکې د ۲۰و نه سېوا تندلاري وژل شوي دي.
سرچينې وائي د عملياتو په مهال دوه پوځیان وژل شوى او څلور نور ژوبل شوي دي، امنيتي ځواکونو دبلراس سيمې کنټرول پخپلو لاسونو کې اخستى.ددغه قبائيلي سيمې څخه طالبانو دويستو وروستو امنيتي ځواکونو په مختلفو ځائيونو کې خپلې پوستې جوړې کړې وې، خو طالبان اوس هم په لرې پرتو غرييزو سيمو کې پټ دي او ددغو ځائيونو څخه په امنيتي ځواکونو بريدونه کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024