کندهار: دسهيلي حوزی د علماوو د همږغۍ سمينار جوړ سو
کندهار افغانستان- په کندهار ولايت کي د سهيلی حوزی د علماوو او مساجدو ترمنځ پر همږغۍ او يو کيدو باندي نن پنجشنبه پراخه سمينار په لاره واچول (جوړ) سو.
ياد مراسم چي د کندهار ولايت د منډيګګ په ماڼي کي جوړ سوي وه پکښی د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د حج او اوقافو رئيس مولوی نورالعزيز، د صلح د عالي شورا غړی او د عامه پوهاوي د لوی کميټی رئيس قاضی محمد امين وقاد، مشاور وزير مولوی عبدالعزيز، د اسلامي علومو د مسلکي تحقيقاتو غړی رحمت الله حنيفي، د مساجدو د لوی رياست لومړی او دوهم مرستيالان مولوی اسرارالحق او عبدالمالک، د کندهار، زابل، هملند او اروزګان په لسګونو علماوو، او يو شمير دولتي او غيري دولتي اشخاصو ګډون کړی وو.
ياد مراسم د قرانکريم په مبارکو آياتو سره پيل سوه او وروسته د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا پخپله وينا کي د کابل څخه راغلي پلاوي او د سهيلي حوزی علماوو ته ښه راغلاست ووايه، او زياته يي کړه چي د مولوی صاحبانو دندي يوازي پر منبر په جوماتونوکي نه بلکي په هر کور، بازار د خوښيو او غم په مراسمو او هرځای کي دي او مکلف دي چي خلکوته په صلح، دنشه يي توکو دکښت او استعمال، د آديرو په غصب، او دي ته ورته نورو موضوعاتو کي د اسلام د پاک دين په رڼا کي تبليغ وکړی او ښو لارو او کارونو ته يي وهڅوي.
د صلح د عالي شورا غړی او د عامه پوهاوي دکميټي رئيس قاضی محمدامين وقاد وويل چي موږ د اسلامي هيوادو سره سرحد لرو او موږ هم يو اسلامي هيواد يو خو! موږ افغانان يو او وی ويل چي دولت خپلي غوښتني د علماوو په مرسته تر ملت پوری رسوي او موږ علما د دولت څخه د صداقت، ديانت، او خدمت غوښتنه کوو.
ښاغلي وقاد زياته کړه چي سهيلي ولايات افتخارات لري خو د امتيازاتو څخه محروم دي او ټول هغه ولايات چی افتخارات لري بايد امتيازات ورته ورکول سی او وی ويل چي علما د صلح په آبادولوکي ښه رول لري او د نشه يي توکو او صلح په اړه تبليغ او د خوابدو او مايوسه وروړنو پخلا کول د دوی اسلامي دنده ده او پر ټولو علماوو يي ږغ وکړ چي د ايمان په قوت او د سر په قيمت به دا هيواد ودان او ساتو.
د سمينار په وروستيو کي ټول علما پر مختلفو ګروفو وويشل سوه او خپل نظريي،مشکلات او غوښتني يي د ياد پلاوي سره شريکي کړي تر څو په مرکز کي يي تر لوړو مقاماتو پوري ورسوي او د مشکلات په حل او د غوښتنو په پوره کولو کي ورسره مرسته وکړی.
ياد مراسم د پاک خدای (ج) و دربارته په افغانستان کي د هميشنۍ صلح، آبادی، آرامی، ورولی، او کاميابی په دعا کولو سره پای ته ورسيده.