هلمند: په موسی کلا کي ځانمرګي ۸ پوليس ووژل

د لراوبر اداره | اپریل 10th, 2012


د هلمند ولايت موسی کلا ولسوالي د ځانمرګي بريدونو هدف وګرځېدله چي د لومړنيو مالوماتو پر اساس ۸ پوليس او ددې ولسوالۍ د امنيې قومندان ( کوکه ) د زخمي کېدو خبر ورکړه سوی دی .
تر دې مخکي په هرات کي د ګذرې ولسوالۍ پر ودانۍ هم د موټر بم بريد په ترڅ کي د ۳ پوليسو په ګډون شلو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته .
د کورنيو چارو وزارت وايي چي ددواړو پېښو په اړه يې پلټني پيل کړي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024