ايتلافي ځواکونه: په کندوز کي پر طالبانو بريد وسو
افغان او ايتلافي ځواکونو نن سهار په کندوز کي يو طالب سيمه ايز مشر نيولئ او يو وسله وال يې وژلی دی ، د ايتلافي ځواکونو لخوا لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي نيول سوئ طالب مشر په سيمه کي ځانمرګي بريدونه چمتو کول ايتلافي ځواکونه وايي کله چي يې پر نوموړي عمليات پيل کړل يوه بل طالب وسله وال په خپل کلاشينکوف د دفاع هڅه کوله چي ايتلافي ځواکونو ووژئ او طالب مشر په لاس څنګلي کي زخمي ددوی لاسته ورغئ چي تر لومړنۍ درملني وروسته د نوري درملني د پاره روغتون او بيا به زندان ته ولېږدول سي ، ايتلافي ځواکونو په ګردېز او د کندهار په شاوليکوټ کي هم د ورته عملياتو خبر ورکړئ دی او وايي چي سيمه د ځانمرګو بريدونو او سړک غاړي بمونو چمتو کوونکي طالبان يې نيولي او ځيني وژلي دي .