د هندي فلمونو ایکټریسه ووژل سوه

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 18th, 2012


د انګلستان ټلیګراف ورځپاڼه راپور ورکوی چی د هندي فلمونو کامیابه نجلۍ ( میناکشی تاپر ) د دوو نورو هنرمندانو لخوا یرغمل او پسی ووژل سوه . میناکشی په ( ۴۰۴ ) نومي فلم کی مؤفق رول ادا کړی و ، او نوی فلم یې ( هیرویًین ) نومیږی .
قاتلانو ( امیت جېسوال او د هغه معشوقې پریتی سورین ) میناکشی په ګورک پور کی میلمنه کړه چی د نیپالی سرحد سره واقع دی او هلته یې هغه یرغمل کړه او د هغې د والدینو څخه یې یو نیم ملیون روپۍ وغوښتې چی هغوی په دهرادون کی اوسیږی .
د میناکشی مور ۶۰ زره روپۍ ورکړې خو هغوی بیا هم دا په خفه سره ووژل او سر یې ورڅخه پرې کړ . بدن یې ښخ کړ او سر یې د ممبیً پر لارې د بس د کړکۍ څخه په یوه کڅوړه کی پر سړک وغورځاوه .
وروسته هغوی دواړه ونیول سول او اعتراف یې هم وکړ . دا د هندی فلمی صنعت ( بالی وډ ) په تاریخ کی لومړنی تر ټولو ستر جنایت دی چی پیښیږی او ټول یې سخت پریشان او نا آرام کړي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024