کندهار او کلاسیکه سندارا

د لراوبر اداره | اپریل 25th, 2012



پښتون باغ چی دمرحوم رییس عطا جان توخی شخصی جایداد و د هرچا په وړاندی په وړیا توګه پرانیستی وو. خدای بخښلو هریو استاد رحیم ګل، استاد نبی ګل، استاد سراهنګ، استاد نتو، استادشیدا، استاد رحیم بخش اواستاد صابر،استاد یوسف قاسمی ، استاد آصف قاسمی او استادموسی قاسمی هغه کسان وه چی همیشه به د جعی په شپه او د جمعې په ورځ د ما پښین له خوا خپلی ښا یسته سندری چی د کندهاریانو د زوق او علاقې سره برابری وی تقدیم اوډالۍ کولی .هراستاد ډیر کوشش کا وه چی قوی کلا سیک را ګونه په مغلقو او پیچیده ریتمونو(تالونو) کی او ښایسته شعرونه او رېدونکواو لیدونکو ته واوروی.
 پښتون باغ د وطنی هنرمندانو دپاره په خاصه توګه په ژمی کی یوه ښه مېله ځای اود ګټی وټی منبع وه، آن تردې چی د استادرحیم ګل یو ورور(لالا حسن) تبله ږغونکی د عمر تر پایه پوری په کندهار کی میشت او هوری ومړ. استادرحیم ګل به د ژمی میاشتی په کندهار کی تېرولی او د اهاړ (ګرمی) دموسم په رارسېدوسره به د خدای بخښلی ریس صیب عطا جان له خوا ښی تحفې او نقدی پیسې او نوری پېرزوینی ونوموړی ته اهدا کېدلې، آن تر دې چی د نوموړی استاد دزوی (استاد کبیر)دلربا ږغونکی واده چی دکندهار( دپنج پدرو) په کوڅه کی کوزده سو دکندهاریانو له خوایی ټول مصارفات ورکړه سول او په ډیر برم سره یی واده ترسره سو، اوریدونکو یی ویله چی استاد زموږ ډیر خدمتونه کړی دی، دا یی پر موږ پور دی چی دا اداینه (دزویواده) یی ور وکړو.
لنډه دا چی هرهنرمند او هنر پوه ډیر لیوال وو چی کندهار ته راسی، رییس صیب وګوری، مجرایی (سندری ویل) ورکړی، له ښو پېرزوینو څخه یی ګټه واخلی او دکاکو غلام فاروق خان خوندور خواړه وخوری (چی د نوموړی ریس صیب او توخیانودکورنۍ لوړ شخصیت، ټوکی او ظریف سړی وو، ان تر دې چی اعلیحضرت محمد ظاهر شاه چی به کندهار ته راغی حتمآ یی ورسره لیده کاته کول) او د پیر نور احمد شاه اغا مشهور په (مرچ اغا) دعا واخلی او بیا به په ډیره دخندا ډکه خوله له ډکو جېبو سره بیرته کابل ته ستنېدل. داستادسراهنګ دشپې تیروني ځایونه په کندهار کی دوه ځایه وه، اول دریس صیب عطا جان باغ اودوهم دښاغلی محسن جان کور، دروژې دمیاشتی په اواخرو کی داستاد سرآهنګ دښو راګونواجرا زما دستر ګو لیدلی حال دی چی دمحسن جان په کورکی به یی وړاندی کول او ویل به یی چی( یاره محسن جانه ته دی ژوندی یی، ایله په ایله چی ستا په کور کی مو څه ناڅه دزړه بړاس ویوست، که نه اوس داسی کسان ډیر کم دی چی کلاسیکی موسیقی ته لېوال وی، زما هم دلته عزت کیږی اوهم دهندوستان د تګ لپاره می تمرین او آماده ګی). کندهاری مسلکی هنر مندان لکه ماد کریم بابا (د خدای بخښلی استاد سلیم کندهاری) پلار،ګلوکندهاری، لالا امین او نور، او په کلاسیکه مو سیقی پوه شوقیان لکه شاغاسی محمدصادق جان، چغتی حاجی محمد کریم، نورمحمد مشهورپه (ګوډ نورماد) سید غفارشاه، حاجی جیلانی (زما پلار) شاه وزیردعیدګاه دروازې،جان محمد کاکو موټر چلونکی، دادکریم،اغک ماما سیدقادرشاه، منشی عبدالقیوم او نور…. ساده خلګ نه وه.
استاد کریم بابا(د استاد سلیم کندهاری پلار) ګلو کندهاری، لالا امین، هاشم او مجید،خلیفه ماشوق،خلیفه اختر، داهغه کندهاری مسلکی سندارا پوهان او استادان وه چی دوی ته قناعتورکول اسان کار نه وو.
د پور تنی لویو استا دانو کندهار ته راتګ د روژې په میاشتو، اخترو او جشنونوکی یوله امیلونو څخه دا سو چی زموږ اصلی کندهاری بومی مو سیقی را څخه پا ته او شرقی کلاسیکه یا په بل عبارت هندی کلاسیکه مو سیقی په کندهار کی مروجه او د محلی مو سیقی ځای ناستی سول. اوس د کندهارټول سندریزغزلونه د راګ او راګنۍ پر اساس او بنیاد تر تیب او ویل کېږی. په کندهاری سندارایزو اصولو کی دا عیب ګڼل کیږی چی سندر بول (خواننده) دی و سازیانو(نوازندګان) ته ووایی چی پلا نی (فلانی) طرز، یا پلانۍ سندره راته ونیسه (شکل کړه)بلکه وایی پلانی راګ راته شکل کړه.
(دا یی هغه نژدې تاریخ او زما دسترګو لیدلی حال دی، اما دکلاسیکی موسیقی رواج په لوی کندهارکی ډیرلرغونی دی چی پرهغه باندی موږ بیلی څرګندونی لرو.)
اوس ټوله کندهاری سندر بول له همدې میتوده (اصل)څخه کار اخلی، که نه لوی کندهار سندارا، ساندی، (ویر)ساندره، کونسیه او اثا، درلودل چی هندوستان ته په وړولو سره لکه رباب چی مو په سرود، تنبور مو په ستار،تال پښتو (چی تر اوسه په هندی کتا بونو کی په پښتو یادیږی)په تال مغولی بدل سوه همدارنګه ساندره مقام مو په راګ (بیم پلاسی) اسا مو په راګ (مانډ) او کونسیه مقام یا راګ اوس بیخی له خولو څخه لویدلی دی او په هندی کتا بونو کی یی هیڅ نوم ندی اخستل سوی.
د پیر روښان (رح) د سفر نا مې د یادونی له مخی هغوی هم په خپل سفر کی و کندهار ته له ځانه سره یو ۵ سوریز مقام را وړی و چی دپخوانی کندهاری سندارا پوها نو په اغلب ګمان شاید همدا راګ (مالکونس) وی چی یو له ۶ راګونو څخه بلل کیږی.
موږ ته راپاته په او سنی اولسی سندارا کی صرف بابو لاله، ښارورا، کاکړی غاړی، د شین خالی نارې، سپرې غزلی او نشرح ده.
د فتح خان نارې صرف په نکلونو کی پا ته دی چی په ساده غاړو(ترنم)سره ویل کیږی نه د ساز په څپو کی. بابو لاله ، د شین خالۍ نارې او کاکړۍ غاړی په نورو پښتون میشتو سیمو کی په مختلفو رنګونو سره مو جودی دی، اما ښارورا، سپرې غزلی، او نشرح په هم هغه پخوانی رنګ د کندهار په سندریز مکتب کی را پا ته دی. بابولاله د لمړی ځل لپاره د بابا محمد کریم (د استاد سلیم کندهاری پلار) په توسط په هندوستان کی پرسنګی ریکارډ باندی ثبت او وویل سول.
بابولاله: اوښ ولاړ زنګون تړلی، وای وای، بابولاله لاله،اوښ ولاړ، وی وا…. ها زنګون تړلی. داسی زوم مو دروستلی، وای وای، بابو لاله، لاله، چا په خوب، وی وا… ها، په خوب ندی لیدلی وای وای.
ښارورا: دا فورم دکندهار د مکتب اوس د ښځینه سندربولو له خوا دواده پرمهال دناوی د پرتخت درولو پروخت دمصلیانو (مسلکی ښځینه سندربولو) له خوا ویل کیږی، مصلیانی د (ابراهیم موصیلی) اولاده ده چی ددف (دایرې) یا درئید یومخیزکولواختراع یی کړې ده، (که څه هم دریه داسلام نه مخ کی په وجود راغلې ده چی دوه مخې وه او تراوسه پوری دبادغیس په سندریز مکتب کی په خپل مخکنی او بومی رنګپاتی ده.) مصلیان کندهار ته د چچ وهلو دپاره راغلی وه او اوس د موسیقی ږغولو دنده لری ابراهیم موصیلی ۳۰ نفره ښځینه سندرغاړی روزلي وی چی دهغې جملې څه یوه ډېره مشهوره ئی جمیله عربۍ هنرمنده وه. (دابراهیم موصیلی په هکله موږ ځانګړې لیکنه لرو). دښارو راڅو بیتونه: دوهدوه تاره اخله ګیسو ورو ورو یی بېلویه ګیسو ورو ورو یی بیلویه . ناوکۍ مو ده نادانه تر غرمې، ها یی ځنډویه ..ترغرمې ها یی ځنډویه. وروره لاس که په کڅوړه، وروره لاس، ها، که په کڅوړه دا اصیل غمی راباسه خور دی ځی دپلار دکوره، خور دی ځی دپلار له کوره. تربالښت لاندی انار دی داسی زوم در وستلی چی نامتودکندهار دی.
سپرې غزلی: دکندهار دمکتب یو را پاته پخوانی فورم دی چی دا هم په اوس وخت کی د نابودی او ورکېدو په حال کی دی.سپرې غزلی زیاتره بې سازه ویل کېږی، سندر بول(غزلچی) غزل پورته کوی کسر (استائی)شروع کوی او پر راټول سوی شا وخواکسان (کسر) ورسره وائی او تکرار کوی ئی، اما نه قوالی ده او نه د قوالۍ رنګ لری، بیا سر غزل چی مصرۍ (انتره) پورته کوی او پای ته ئی رسوی، هغه وخت چی استائی ته را ځی بیا پر څنګ ناست ځوانان په جمع (یوځای) کسر ورسره وائی. دسپرو غزلو یوه نمونه:
په ګلستان کی ګل پیدا سو ګلستان واړه په زیبا سو
عاشق نا دیده پرشیداسو اوس دغماز وړی تهمتونه
نشره (نشرح): یوازي او یوازي د کندهار په سندریز مکتب پوری تړلی اومنحصره پاته ده، لکه څنګه چی بابولاله او (آهسته برو) ژوندۍ دی، ترڅوچی په لوی کندهار کی زوی زېږونه وی نشرح به تل پاتی وی. نشره دشعر یو خاص فورم دی چی کسراومصرع ئی دواړه څلوریځي وی، په ټول کي نشرح مذهبی رنګ لری او دزوی زېږیدنی د اومپه ورځ یا دنوم ایښودنی پر وخت د مسجد دملا یا مشر طا لب له خوا ویل کیږی چی هلته کوچنی هلوکان او تنکی ځوانان هم را ټول وی او د څلورم بند له تمامېدو سره آمین امین وائی. اما د ښه آواز درلودونکی هرڅوک چی وی هم نشرح وائی او ویلای سي ، دوهم رنګ د نشرې د ټوکو ټکالووی چی هم خندا لری ، پند او نصیحت پکښی وی. د مذهبی نشرې یوه بیلګه :
بسم اله موږژاړو اعوذ پناه غواړو شروع کو دا وایو غفران غواړوقهـــــــــــــاره آمیـــــــــــــــــــــن
الحمد لله تاته قایل یم په صلواته فاغفر لنا و ما تـه
غفران غواړوقهاره آمیـــــــــــن
دټوکو نشرح:
نشره ده په خندا وو په ډول او په سرنا وو دسپو په انګولاوو درواغ ندی رشتیا دی.
دا زوی دی سیدرغټه څلورلویشتی یی څټه او هیڅ یی نه وی ګټه درواغ ندی رشتیا دی.
( یادونه : دښه لیکوال او څیړونکی ښاغلی هڅیال دنشرو راټولونه ډیره په زړه پوری ده چی په دې نږدوکي دچاپه راوزي . زه پخپل وار ددوی دهڅواوهاند ستاینه کوم چی دا په زړه پوری تاریخی فورم ته یی نوې او تازه ساه وربخښلی ده). نور بیا …


 

Copyright Larawbar 2007-2024