طالبانو له پاکستاني سرتېرو سرونه غوڅ کړي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | مې 8th, 2012


وزیرستان:رپوټونه وایي چې پاکستاني طالبانو د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د دوو پاکستاني سرتېرو سرونه غوڅ کړيدي.دا ترهغه یوه ورځ وروسته پېښيږي چې په همدې سیمه کې اورپکو په برید کې نهه پاکستاني سرتېري ووژل او څوتنه نور یې ټپيان کړل.ګومان کېږي چې دا سرتېري د یکشنبې په برید کې نیول شوي وي چې اورپکو وکړ او یوهورځوروسته پوځ د اورپکو په مورچلو د هېلي کوپترو ډزې وکړې.رپوټونه وایي چې په وروستیو نښتو کې د ښځو اوماشومانو په ګډون شل تنه وژل شوي دي.په شمالي وزیرستان د امریکا د بې پېلوټه الوتکو بریدونه کېږي چې واشنګټن وایي له دغې سیمې اورپکي افغانستان ته ور اوړي.د دوو پاکستاني سرتېرو مړي د شمالي وزیرستان مهم ښار میرانشاه ښار ته نژدې پراته وو.داسې باور دی چې دا سرتېري هغه مهال نیول شوي وو چې په درنو وسلو سمبال اورپکو د یکشنبې په ورځ په امنیتي پوسته برید وکړ.د دوشنبې په ورځ پاکستان د دې برید غچ د هېلې کوپترو د ډزو په بدل کې واخیست.چورلکو د اورپکو په پټنځایونو بریدونه وکړل.ځایي اوسېدونکو بي بي سي ته وویل دوی د ډزو او چاودنو پرمهال په خپلو کورونو کې بند پاتې وو.رپوټونه وایي چې له دوشنبې راهیسې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه شل تنه وژل شوي او څه د پاسه لس تنه ټپي دي.شمالي وزیرستان د پاکستان لپاره یو سرخوږی دی.
شمالي وزيرستان د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د حکومت پلوي طالبانو مرکز ګڼل کېږي. پاکستان لاهم د امریکا هغه فشار ته غاړه نه ږدي چې په شمالي وزیرستان کې د اورپکو پرضد پوځي کمپاین پیل کړي ځکه دوی وایي پوځ یې دا توان نه لري چې هلته بله جګړه ییزه جبهه پرانیزي. د دې پرځای پاکستاني پوځ له پاکستاني طالبانو سره خبرو اترو او سوله ییز بهیر ته ننوځي. خو اوس او په تېر کې اوربند د دواړو خواوو له خوا ماتېږي او د تاوتریخوالي پړه هم یو پر بل اچوي. ځینې وایي چې په شمالي وزیرستان کې وروستۍ نښتې د هغه لوړ پوړي ملا له تښتونې او وژنې سره تړاو لري چې د پاکستان په اکوړه خټک کې یې د حقاني په یوه مدرسه کې جهادي زده کړې ښوولې.مولانا نصیب خان وزیر د شمالي وزیرستان و او هلته یې له طالب قوماندانانو سره نژدې اړیکي لرل.د هغه وژنې اورپکي غوسه کړل چې پوځ یې د هغه په وژنه ګرم کړ او د غچ اخیستنې ګواښ یې وکړ.

Copyright Larawbar 2007-2024