محمدهاشم اغا دسپين بولدک دنوي ولسوال په توګه وټاکل سو
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ لپاره د سيد محمد هاشم اغا په نوم نوی ولسوالی وټاکل سو ، نوموړی د پنجوايي ولسوالۍ د وژل سوي ولسوالی سيد فضل الدين اغا ورور دی ، د کندهار والي يې په اړه وايي چي ددوی کورنۍ د سيمي او هيواد لپاره په جهادي او ټولنيز ډګر کي ډېر خدمتونه کړيدي ځکه د ولسمشر کرزي لخوا د کندهار د ټولو مهيمي ولسوالۍ د ولسوال په توګه وټاکل سو .
نوموړى د سه شنبى په ورځ له كندهار څخه د دولتى او قومى مشرانو په بدرګه په سپين بولدك ولسوالۍ كى ددى ولسوالۍ قومى مشرانو مخورو او دولتى چارواكو ته وروپيږندل شو . په دغه مراسمو كى د كندهار ولايت دمقام دادارى چارو ريس محمد امين كمين ، د پوهنى وزارت سلا كار ډاكتر غلام جيلانى همايون ، د ولايتى شورا غړو هر يوه ، حاجى آغا لالى دستګيرى ، حاجى نعمت الله شيردلى ، او حاجى فدا محمد اڅكزى ، د كندهار د محاكمو او مرافعه څارنوالۍ ريسانو ، د ارغستان ولسوا ل سيد على ، د پنجوايي ولسوا ل فضل محمد اسحقزى ، اودتخته پل ولسوالۍ ولسوا ل د بولدك ولسوالۍ امنيه قوماندا ن ، ددريم سرحدى زون د چټك غبرګون قوماندان سمونوا ل جانان حكيمى . او يو شمير نورو دولتى چارواكو او قومى مشرانو ګډون كړى وو .