کندهار : ٧ وسله وال نيول سوي او ٤ وژل سوي

عطاالله محمدي | مې 10th, 2012


د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت په يوشمېر اولسواليو کي ئې چاڼيز عمليات کړي او په پايله ئې د وسله والو اووه تنه ژوندي نيولي او څلور تنه نور ئې وژلي.
د دې ولايت د ملي امنيت رئېس عيسي محمد وايي چي په ښار کي ئې خپلي ګزمې زياتي کړي او په نيول سوو کسانو کي د وسله والو طالبانو درې تنه قوماندانان هم شامل دي.
وسله وال طالبان بيا دا د حکومت دا ادعا ردوي او وايي چي په کندهار ښار او اړونده سيمو او اولسواليو کي ئې ګڼ شمېر عمليات کړي او د حکومت اړخ ته ئې زيات مالي او ځان تاوانونه رسولي.

Copyright Larawbar 2007-2024