د اجمل خټک پر قبر بريد غندلو ته مظاهره وشوه

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | مې 12th, 2012


پېښور:د پښتو ژبي د نامتو شاعر او سياستوال اجمل خټک په قبر د بريد پر ضد د زيارت په ورځ ( پنجشنبه د مۍ ١٠) په مرکزي ښار پيښور کې مظاهري وشوي په مظاهرو کې د عوامي نيشنل ګوند ګڼ شمير کارکونکو او د ګوند مشرانو ګډون وکړ.مظاهره کوونکو ته په خپله وينا کې د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميان افتخار حسين وويل چې اجمل خټک د امن او ټولو پښتنو شاعر وو، نوموړي اجمل خټک په قبر بريد وغندلو او دا يې يو ناوړى کار وبلي.صوبايي وزير وويل په قبرونو بريدونه د ترهګرو کمزورتيا او مايوسي ثابتوي.د عوامي نيشنل ګوندد اطلاعاتو صوبايي سکتر ارباب طاهر بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې د مظاهرې موخه عوامو ته د ترهګرو پر ضد د يو موټي کېدو اپيل وو.هغه وويل د اجمل خټک په قبر بريد د ترهګرو ډلو خپل منځي اختلافات کېدي شي، ځکه چې ترهګرې ډلې اوس د ځينو بريدونه پړه نه مني بلکې بله ترهګره ډله ملامتوي.نامعلومو وسلوالو تيره شپه د نوښار په اکوړه خټک کې د پښتو د وتلي شاعر او سياستوال اجمل خټک قبر سره چاودنې وکړې.وسلوالو د قبر څوکېدار وتړلو او په مزار کې يې چاوديدنکې مواد ښخ کړل ، له چاودنې سره قبر ته ستر زيان اوښتى.د لومړۍ چاودنې نه وروسته د اجمل خټک خپل خپلوان ، خبريالان او امنيتي سرتيري د پيښې ځاى ته ورسيدل، چې قريبآ دوه ساعته وروسته دويمه چاودنه وشوه.په دغه چاودنو کې د د ريو خبريالانو په ګډون يو شمير کسان ټپي شول .په پيښور کې د ادبي ټولنو مشرانو ، ليکوالانو شاعرانو او سياسي مشرانو د اجمل خټک په مزار بريد په سختو ټکو غندلى او يو غير انساني فعل يې گڼلى دى.اجمل خټک چې د پښتو ژبې شاعر وو چې په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې يې د نړۍ نه سترګې پټې کړې او په اکوړه خټک کې خاورو ته وسپارل شو.اجمل خټک په خپله شاعري کې د پښتنو دحقونو لپاره اواز پورته کړى او د ژوند تر وروستيو شيبو يې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کړې.

Copyright Larawbar 2007-2024