ميرويس روغتون: دسراپا ناروغانو ودانۍ جوړه سوه

د لراوبر اداره | مې 12th, 2012


په ميرويس روغتون کي د سراپا ناروغانو ودانۍ ګټي اخستني ته وړاندي سوه
نېټه١٣٩٠، ٠٢، ٢٤
کندهار افغانستان- په کندهار کي د ميرويس حوزوي روغتون دننه د سراپا ناروغيو د تداوۍ لپاره نوې جوړه سوې ودانۍ نن د يو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کي د کندهار والي لخوا پرانستل سوه.

د پرانستني په دې مراسمو کي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د عامي روغتيا رئيس، د ميرويس روغتون سر طبيب او ډاکټرانو او په کندهار کي د سره صليب دنړيوالي کمېټې د دفتر مشر برخه لرل.

د ميرويس روغتون د سراپا ناروغانو يا OPD څانګه ددې روغتون دننه په ٧٠٠ متره مربع مځکه کي په يوه پوړ کي جوړه سوې چي ټولي ٢٢ خوني لري.

پر دغه يو پوړيزه ودانۍ باندي ټولټال ٢ لکه ٥٥ زره امريکايي ډالره چي معادل يې (١٢٧٥٠٠٠٠ افغانۍ) کيږي لګښت راغلى چي د نړيوال سره صليب له لوري ورکول سوى او د جوړېدو کار يې يو نيم کال په بر کي نيولى دى.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ودانۍ د پرانستني پرمهال وويل چي ميرويس روغتون د ولايت لپاره جوړ سوى ولي دامهال د حوزې په سطحه کار کوي چي اوسنى تعمير او پرسونل يې په هيڅ ډول کفايت نه کوي.

نوموړي زياته کړه چي د سراپا ناروغانو لپاره د نوي ودانۍ په جوړېدنه سره به اوس روغتيايي خدمات څه نور ښه سي او ډاکټران به په دې وتوانيږي څو بهتره روغتيايي خدمات محيا کړي.

هغه د سره صليب له نړيوالي کمېټې مننه وکړه چي په تلپاتي ډول يې په ميرويس روغتون او نورو تداوي مرکزونو کي د روغتياي خدماتو له پياوړتيا او چټکتيا سره مرسته کړې ده.

د کندهارد عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل چي په دې ودانۍ کي د سترګو، غوږونو، داخله، جراحي، کوچنيان، جلدي، نسايي، واکسين، پلستر، فارمسي، عثلي و عصبي او معلوماتو څانګي شاملي دي او ټول ناروغان چي مراجعه کوي لومړى به دلته معاينه کيږي.

نوموړي زياته کړه چي په دې څانګه کي تر معاينې وروسته به د بستر کېدو د اړتيا په صورت کي ناروغان نورو اړوندو ځانګو ته معرفي کيږي تر څو هلته ورسره نوره مرسته هم وسي.

په ميرويس روغتون کي د سراپا ناروغانو څانګي د ګټي اخستلو ترڅنګ دلته د وړکتون ودانۍ جوړولو لپاره هم د بنسټ ډبره کښېښودل سوه.

ددې کودکستان ودانۍ هم د ميرويس روغتون په داخل کي جوړيږي چي يو پوړيزه ودانۍ او ٨ اطاقونه لري او د جوړېدو چاري به يې د شاداب ظفر ساختماني شرکت لخوا مخته يووړل سي.

دغه ودانۍ په ٣٥٨ متره مربع مځکه کي جوړيږي چي پرې اووه نيم ميليونه افغانۍ لګښت راځي چي هغه به هم د شاداب ظفر ساختماني شرکت لخوا ورکول سي..

Copyright Larawbar 2007-2024