خوست: ٦٧١٧٦نوي ماشومان ښوونځيو ته جذب سويدي
په خوست کې تردې مهاله ٦٧١٧٦نوي ماشومان په ښوونځيو کې جذب شوي
د خوست ولايتي ادارې د زياتو هلو ځلو او د پوهنې برخې ته د پاملرنې له امله ٦٧ زره ١٧٦ کسانو د علم زده کړې ته لار موندلې او په ښوو نځيو کې شامل شوي دي .
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې په ١٣٩١ هجري لمريز کال کې د خوست په مرکز او ولسواليو کې د پوهنې روان بهير تقويه کولو او چټکتيا لپاره پراخ کمپاين ترسره شوى چې په پايله کې يې څه دپاسه ٦٧ زره نوي ځوانان او تنکي ماشومان په ښونځيو کې شامل شوي دي .
له دغې سرچينې په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د خوست ولايتي ادارې مشرتابه ښاغلي عبدالجبار نعيمي تل هڅه کړې چې په دې ولايت کې د پوهنې بهير د پراختيا لپاره مناسب چاپيريال رامنځته کړي .
مطبوعاتي دفتر زياتوي چې په روان کال کې ولايتي ادارې په خوست کې د قومي مخورو مشرانو ، ديني علماکرامو ، مدني ټولنو ، د ملکي ادارو کارکوونکو او خبري رسنيو په همکارۍ د ترسره شوي کمپاين په لړ کې په لس ګونه زره ماشومان او ځوانان په ښوونځيو کې شامل شوي دي .
په خبرپانه کې د دې يادونه هم شوي چې د خوست ولايتي ادارې په ١٣٩١ کال کې د پوهنې رياست ته دنده سپارلي چې تر څلوېښت زرو پورې ماشومان په مکتبونو کې داخل کړي او د زده کوونکو لپاره په ښونځيو کې د زده کړې وړ شرايط او پوره امکانات برابر کړي خو د ټاکل شوي شميرې څخه ٢٧ زره ١٧٦ زيات ماشومان چې دترنيمايي زياتې انجونې دي د پوهنې بهير ته داخل شوي دي .
د ولايت مقام په خپره شوي خبرپانه کې د پوهنې رياست په چوکاټ کې د علم زده کړې په خاطر په ښونځيو کې د ماشومانو جذبيدل د علم او فرهنک سره د خوست خلکو مينه او د خوست ولايتي ادارې لخوا د فکري رغونې په موخه ترسره شوي هڅو پايله بولې .
ديادونې وړ ده چې په ښوونځيو دماشومان دجذب پروسه لاهم دوام لري چې ترټاکلې نېټې پورې به دغه شميره نوره هم لوړه شي.