په هلمند كې د ټولنيزې شورا يو غړى په وژل سوی دی

د لراوبر اداره | مې 28th, 2012


په هلمند كې د ټولنيزې شورا يو غړى په وژل سوی دی
حاجي رازمحمد د حاجي سيدمحمد زوى چې د سنگين ولسوالى د ټولنيزې شورا غړى و نن د دوشنبې په ورځ د لسوبجوپه شاوخوا كې ددې ولسوالى د ويشتان او زدريگي ترمنځ سيمه كې چې د ولسوالى په لور روان ود دووسلوالوكسانولخوا د بريد په ترڅ كې په وژل سوی دی .

د هلمند ولايت چارواکو د پېښي تائيد کړی دی او وايي چي د قاتلينو د نيول کېدو هڅي يې پيل کړي دي . د يادوني وړ ده چي د هلمند په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سيمو کي دغسي وژني ترسره کېږي خو تر اوسه پوري يې ددولتي پلټنو پايلي يا د قاتلينو دنيول کېدو هڅو کومه نتيجه نه ده ورکړې .

Copyright Larawbar 2007-2024