په صنعتي پارک کي به ٣١ نوري فابريکي فعالي سي
نېټه١٣٩٠، ٠٣، ٠٨
کندهار افغانستان- د کندهار ولايت د صنعتي پارکونو امر نن د ولايتي پرمختيايي کمېټې په مياشتنۍ غونډه کي وويل چي په صنعتي پارکونو کي يې د فابريکو فعاليت ډېر ښه دى او پلان لري چي ډېر ژر ٣١ نوري فابريکي هم فعالي کړي.
د کندهار ولايت ياده سيمه چي يوه حاصلاتي او د اقتصادي پياوړتيا لپاره مهمه ساحه شمېرل کيږي پکښې تېر څو کلونه د برېښناد نه شتون او يو شمېر نورو ستونزو له خاطره فابريکي بندي سوي وې، ولي په دې وروستيو کي د سيمه ييزي ادارې د مقررو هڅو او کوښښونو وروسته دلته برېښنا پيدا سوه او يو تعداد فابريکي بيرته فعالي سوې.
د صنعتي پارکونو امر ننۍ غونډي ته وويل چي په کندهار کي يو شمېر مرستندويي ادارې ددې امر د تائيد او په جريان کي اچولو پرته يو شمېر پروژې پرمخ وړي چي ښه پايلي نه لري، هغه وړانديز وکړئ چي بايد ټولي پروژې له دوى سره په همږغۍ سرته ورسيږي ترڅو پايلي يې مثبتي او کارنه سي.
د ولايتي پرمختيايي کمېټې مياشتنۍ غونډه چي نن په ولايت مقام کي د والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په رهبرۍ جوړه سوې وه پکښي د سکتوري ادارو د رئيسانو ترڅنګ د ولايت په سطحه د نړيوالو مرسته کوونکو ارګانونو استازي هم موجود ول.
کندهار والي ننۍ غونډي ته وويل چي بايد سکتوري ادارې له خپلو اړوندو مرسته کوونکو ادارو سره په ګډه پر داسي پلانونو کار وکړي چي په نتيجه کي يې هغو زدکوونکو او محصلينو ته چي د دوبي په درې مياشتنيو رختصيو کي بېکاره کيږي د کار کولو زمينه مساعده سي.
هغه همداراز ټولو مرستندويه او سکتوري ادارو ته سپارښتنه وکړه چي بايد د خپلو پروژو ډول له کوچنيو څخه لويو او اساسي هغو ته واړوي تر څو د اوږدمهال لپاره يې خلکو ته ګټه ورسيږي.
نوموړي همداراز هغوى امر کړل چي همېشه په ښار او ولسواليو کي له پروژو څخه نظارت او څارنه وکړي او ځانونه ډاډه کړي چي پروژه په ښه کيفيت سره سرته رسېدلې او اړمنو ته يې ګټه کړې ده.
کندهار والي دننۍ پرمختيايي غونډي پرمهال د نشه يي توکو د محوي په برخه کي د ملګرو ملتونو د نړيوالي ادارې UNODC هڅې او کارونه وستايل او په وينا يې چي په دې ولايت کي يې د کوکنارو ماتولو د کمپاين پرمهال خورا زيات او مهم کار کړى دى.
د کندهار ولايت د عامي روغتيا رياست مرستيال ډاکټر احمد الله فيضي په ننۍ غونډه کي وويل چي رياست يې امادګي لري ترڅو په کور دننه د ايوډين لرونکې مالګه توليد او عرضه کړې، خو په خبره يې چي دوى درې جريبه مځکي ته اړيتا لري او تر دې دمه ورته دغه مځکه په اختيار کي نده ورکړل سوې.
کندهار والي د روغتيا رياست تر پېشنهاد اورېدلو وروسته د صنعتي پارکونو امر ته امر وکړئ چي ياد رياست ته درې جريبه مځکه په واک کي ورکړې ترڅو هغوى خپلو خلکو ته په ښه کيفيت او لږ قيمت سره ايوډين لرونکې مالګه عرضه کړي.
د ننۍ غونډي پرمهال په کندهار ولايت کي د ملي پيوستون د پروګرام پر کارونو او فعاليتونو باندي هم خبري وسوې، ددې پروګرام ولايتي استازي وويل چي پروګرامونه يې د کندهار په ١٥ ولسواليو کي روان دي او ټولي پروژې يې د خلکو د اړتياوو په پام کي نيولو سره پلي کړي دي.