طالبان : په ميدان وردګو کي مو بله الوتکه را واچوله

عطاالله محمدي | مې 29th, 2012


وسله وال طالبان ليکي چي تېره ورځ ئې په ميدان وردګو کي يوه چينوک الوتکه ويشتلې او را اچولې ئې ده.
طالبان ليکي چي ياده الوتکه چي پکښي ٢٧ تنه سپرلي سپاره ول د دې ولايي د نرخ اولسوالۍ ته د عملياتو په موخه راغلې وه خو مخکي هدف ته تر رسېدو د وسله والو طالبانو په وينا چي د دوى له لوري وويشتل سوه او را وغورځول سوه.
طالبان د يوه عيني شاهد له خولې ليکي چي په الوتکه کي سپاره ټول کسان وژل سوي او الوتکي اور اخستى.
د يادوني وړ ده چي تېره ورځ وسله والو د پکتيکا په سرحوضه کي هم د يوه امبولانس چورلکي د را غورځولو خبر ورکړى ؤ.
آيساف د خپلي يوې الوتکي دعملياتو په وخت کي د رالوېدو خبر ورکړى خو دا ئې نه ده معلومه کړې چ آيا هغه په پکتيکا او که په ميدان وردګو کي رالوېدلې.

Copyright Larawbar 2007-2024