طالبانو د جلال الدين حقاني د مرګ خبر رد کړ
د طالبانو ویاندذبيح مجاهد د جلال الدين حقاني د وژل کېدلو خبر رد کړ او وايي چي نوموړئ روغ رمټ او ددوی په وينا په افغانستان کي د جهادي چارو په سمبالښت بوخت دی .
ذبيح الله مجاهد وايي دښمنانو په ځلونو داسې ناکامې او رسواکونکې هڅې کړې دې چې دلنډې زمانې لپاره تشويشونه ايجاد کړې او بار بار يې دحقاني صیب د وژل کېدو خبر نشرکړئ دی .
تر دې وړاندي ځينو رسنيو داسي خبرونه خپاره کړي و چي ګواکي د طالبانو لخوا په ورلېږل سوي برېښناليک کي ورته ليکل سوي وو چي مولوي جلال الدين حقاني په حق رسېدلئ دی . طالبان وايي چي دوی دغسي يو خبر رسنيو ته نه دئ لېږلئ .