روزګان: دجايدانونو د ثبت پروسه شروع سوه
په ارزګان ولایت کی په لمړي ځل دجایدادونو دثبت پروسه پیل شول.دښاروالي چارواکی وایی دغه پروسه دیوي نړیوالي موسیسي رمپپ په مرسته دڅوورځو راپدی خو په ترنکوټ ښار کی پیل شوي .ښاروال نعمت الله اکبري دیوي ځانګړي مرکي پرمهال خبریالانوته وویل چی دالړۍ په اته میاشتي دوام وکړي اودامهال په یاده پروسه کی ۲۰ کسان دجایدادونوپه ثبتولو بوخت دی او تردامهاله پوری ۸۰۰ جایدادونه ثبت شوی دی .اکبري زیاتوی چی دجایدادنوپه ثبتولوسره به دښاروالۍ په عوایدوکی پنځوس سلنه زیاتوالي راشی.نوموړي دسیمه دخلکوڅخه غوښتنه وکړه چی دجایدادونودثبت په صورت کی دي دښارولۍ سره مرسته وکړي .
ښاروال وایی دارزګان ښاروالي غواړي خلکوته دخدماتوپه وړاندی کولوسره خپل عوایدزیات کړي .
بل لوری ته بیا دولایتی شورا ریس ابراهیم اخنزاده او یوشمیر ښاریان ددی پروسی هرکلی کوی او وایی چی ښاروالی باید دمالیه په بدل کی ښاریانو ته نورخدمات هم کړندی کړی.
دوی همداراز وایی چی ددوی دتیرو کلونومالیات باید دولت ورمعاف کړی ځکه ددوی پروینا چی په هغه وخت کی ښاروالی دوی ته کوم خدمات ندی وړاندی کړی.
دارزګان په ګډون دافغانستان په یوشمیر جنوبي ولایتونوکي دجایدادونودثبتولوپروسه پیل شوی ده.دغه پروسه درمپپ یا کمونیکس نړواله موسیسي په مرسته دښاروالیولخوا ترسره کیږي .یاده موسیسه په یوشمیر ولایتونوکی دښاروالیودهمایه کولوپه برخه کی کار کی او غواړي ښارونه پاک وساتي .ارزګان زابل کندهار هیلمند نیمرزو اوفراهغه ولایتونه دي چی دښاروالیوسره یی ددغي موسیسي لخوا مرستي کیږي ترڅو خلکوته خپل خدمات زیات کړي .