بلجيم:د ارواښاد استاد بازمحمد د جنازې مراسم او پيغامونه

د لراوبر اداره | جون 15th, 2012


د2012عیسوی کال دجون یوولسمه چي 1391لمریزکال دغبرګولی (جوزا) له 22مې سره سمون لری، په بلجیم هیوادکې دافغان کلتوری بهیرغړۍ ،دګران هیواد، افغانستان، علمی اوفرهنګی شخصیت ، پوهندوی استادبازمحمد ساپی دورپېښې ناروغۍ لامله د62 کالوپه عمرلدې فانی نړۍ سترګې پټې اوځان یی لوی څښتن تعالی(ج) ته وسپاره اوافغان ټبریوځل بیا دغم پرټغرکښیناست. انالله واناالیه راجعون.



د استاد بازمحمد ساپي جنازې ته په بلجیم هیواد کښي د احترام دود پر ځای سو


د ۲۰۱۲ کال د جون میاشتي پر ۱۳ نیټه د بلجیم هیواد په  پلازمینه بروکسل  کښي د  درانه  مرحوم  استاد  بازمحمد ساپي جنازې ته د احترام دود  پر  ځای  سو . لومړی  د  لیري  هیوادونو  څخه  د  مرحوم  استاد  دوستان  ،  ملګري  او  شاګردان  روغتون  ته  د استاد  سره د مخه ښی او وروستي دیدن لپاره  راغلل ، وروسته ټوله افغانان  په بروکسل کښي  د افغانانو د ابن سینا په جامع جومات کښي راټول سول او د  مرحوم استاد  د جنازې په لمانځه کښي یی ګډون وکړ .



د جنازې د لمانځه له اداکولو څخه ورسته د خدای بخښلي استاد زوم ښاغلي ډاکټر تاج محمد وزیري  د مرحوم استاد د کورنۍ په استازیتوب له ټولو افغانانو څخه د دوی  سره په دی لوی غم  کي د ګډون په خاطر مننه وکړل او وروسته جنازه د افغانانو پر اوږو پورته او د بروکسل  هوایی ډګر ته یووړل سوه تر  څو کابل ته یی انتقال  کړي .



د افغان کلتوري بهیر او د ابن سینا د جامع جومات د مشرتابه شورا د غړو په ګډون د جناب قاري صیب اختر محمد صادق له خوا د جنازې د لمانځه د ادا کولو وروسته ټول افغانان  مسجد ته وبلل سول  او د قران پاک ختم او تلاوت وسو .



د ماپښین له لمانځه څخه وروسته قاري صیب اخترمحمد صادق د قران پاک ختم وکړ او  دعا یی  وکړل ، بیا یی  ښاغلی حاجي باوري دریځ ته راوباله تر څو راغلو ښاغلو ته د استاد پر  ژوند وږغیږي.



حاجي باوري د مرحوم استاد د ژوند پر اړخونو او د هغه مرحوم د وطن او اولس سره د ميني په اړه وږغید ورسته  یی  له لندن څخه راغلي دوست ښاغلي انجنیر ناصر افضلي ته دعوت ورکړ تر څو دریځ ته راسي او د مرحوم استاد د شخصیت او خصلتونو په اړه وږغیږي .


ښاغلي انجنیر افضلي د استاد د ماشومتوب ، ځوانۍ او ورستي ژوند ډیري د پند او عبرت څخه  ښې خاطرې او یادونه یاد کړل ، د مرحوم استاد هغه زړه سوی او مینه یی  چي  د خپل  اولس  سره  یی  درلودل یاده  کړل . د مرحوم استاد له خوصوصیتونو  څخه  یی  یو ملګرتوب ته وفادري وښودل او زیاته یی  کړل  چي  کله هم استاد چا ته د ملګرتوب لاس ورکړی نو هغه یی  پاللی او ساتلی دی . ښاغلي انجنیر صیب افضلي خپلي خبري په یوه دوعایه پای ته ورسولی .



حاجي امین باوري دا ځل د افغان کلتوري بهیر د مشرتابه جرګې مشر غړي ښاغلي ډاکټر ګل افضل غونډیوال د کابل د طب پوهنتون د فارمسۍ د پوهنځۍ پخواني استاد  ته بلنه ورکړل تر څو د بلجیم میشتو افغانانو په استازیتوب خبري وکړي .


ښاغلي ډاکټر ګل افضل غونډیوال د مرحوم استاد حسنه اخلاق او له وطن سره  مینه وستایل او مرحوم استاد بازمحمد ته  یی له  لوی خدای څخه فردوس جنت وغوښت . ښاغلي ډاکټر غونډیوال د بلجیم میشتو افغانانو په استازیتوب له لیري هیوادونو لکه انګلستان ، هالنډ ، جرمني او فرانسی څخه راغلو دوستانو ته دوعا وکړل چي زحمت یی  ګاللی دی او د خپل یوه ګران دوست سره د خدای پامانۍ له پاره یی جنازی ته ځان را رسولی دی .



وروسته د قاري صیب اخترمحمد صادق له خوا دوستانو ته د هغی ډوډی د خوړلو اعلان وسو چي د افغان کلتوري بهیر او ابن سینا د افغاني مسجد د شورا له خوا د مرحوم استاد روح ته د دوعا په خاطر تهیه سوی وه .


تر ډوډی خوړلو ورسته د ښاغلي قاري اخترمحمد صادق په دوعایه ختم  په بلجیم کښي د جنازی مراسم پای ته ورسیدل .



د ارواښاد جنازه دغبرګولی (جوزا) په 25مه (دجون په 14مه) جنازه دهواله لارې کابل ته ولېږدول سوه او د غبرګولی (جوزا) په 26مه (دجون په 15مه) دجمعې په مبارکه ورځ دکنړولایت دڅوکۍ ولسوالۍ دکلمانی په کلی کې په خپله پلرنۍ هدیره کې به خاوروته وسپارله سوه .
روح دی ښاد وي


ددغه مراسمو نور عکسونه له دې ځايه وګورئ













دا یـــــــــــــــــــــــــــــــاران لـــــــــکه ګلونه د بهار دي


د خزان په تاو رژیږي دریغه دریغه


( احمدشاه بابا )


پوښتني  ته  یی  ورغلی  وم ، تر  روغبړ  ورسته  راسره  سترګي په  سترګو  سو  ، په کتلو  کي  یی  زما  څخه  غوښتل  چي  زه  یی  د  صحت  په  هکله  ډاډ ورکړم او  ورته  ووایم  چي  تر  بلي  ورځي  دي  نن  صحت  ښه  دۍ  ، مخ  پر  ښه کیدو  یی او  داسي  نوري  د  ډاډ  خبري ، خو  زما  څخه  د  استاد  دا  هیله زما  په  کتلو  کي  پوره  نه  سوه ، استاد  په  ناهیلي  اواز  کرار کرار  چي  له  یوی  خبري  سره  یی  دری  نفسه  ایستل  راته  وویل  ( له  مرګ  څخه  مخکي  مي له نیمګړو ارمانونو  څخه  یو  پوره  کړ ) زه  په  سوچ  کي  ولاړم  او  د  استاد  دا  خبره  مي  لا  په  ذهن  کي  الاجو  کوله  چي  استاد  زما  سوچ  غوڅ  کړ  ، قیام (سنګر د استاد مشر زوی ) ته یی  ږغ کړل او  د  کتاب  د  راوړلو  یی  ورته  وویل ، قیام  هم  لکه سرتیری  په  منډه  کتاب  راوړ  او  د  استاد  په  لاس  یی ورکړ  . کیمیاګر هغه  ناول  دی  چي  استاد  له  روسي  ژبي  څخه  پښتو  ته  ژباړلی  دی . ماته  یی  ونیوی  او  راته  وی ویل چي  دا  دوی  ورځي  تر  مخه  قیام  د پیښور  څخه  راوړ .  پر  کتاب  یی  زاته  ولیکل  ( تر  مرګ  ورسته  مي  مه  هیروی ) ما  هیله  ځیني  وکړل  چي  داسي  مه  لیکه  ،  خو  استاد  ته  د  تقدیر  او وخت  پیغامبر  له  وخته  خبر  ورکړی  وو  .


استاد بازمحمد د یوه  لوړ  افغاني همت  خاوند  سړی  وو . میلمه پالنه ، له وطن او  اولس  سره بې کچي  مینه د  ده  سره په  خټه  کښي نغښتي  وه . د هیواد له  هري غمیزي  سره  غمجن  وو  او  له  هري  ترقی  سره  خوښیدۍ . د استاد  ژوند  له  خپل  اولس  سره  وو  ، هغه  که  له  هیواده بهر ژوند  او  کار کاوه  خو  یوه  لحظه  له  اولس  څخه  نه  دی  لیري  سوی . هر  وخت  چي  یی  پر  اولس  د  ناخوالو  برید  سوی  ،  ده  خپل  اواز  اوچت  کړی  او  په  رسا اواز  یی  غندلی  دی .


د  استاد  ابد  ته  په  دی  سفر  افغانستان  او  افغان  اولس  یو  خواخوږی  له  لاسه  ورکړ . د  استاد  روح  دي  ښاد  وي  او  یاد  یی  تل .

حاجي امین باوري





پوهندوی استاد بازمحمد ساپی


دپوهندوی استادبازمحمدساپی لنډه پیژندنه


استاد باز محمد ساپی په 1329 لمریز کال د کنړ ولایت  په څوکۍ ولسوالۍ دکلمانۍ په کلې کښې په یوه بزګره کورنۍ  کښې دې نړې ته سترګې پرانستي دي.


لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په خپل کلي او په کابل کې د انقلاب په لیسه کښې بشپړې کړي او تر هغې وروسته یی دکابل په هوایي پوهنتون  کې په لوست پیل وکړ . د لوست په دریم کال د لوړو زده کړو له پاره پخوانې شوروي اتحاد ته په لېننګراد کښې د (ځان روزنې او سپورت )انستیتوت ته واستول شو.


په دغه انستیتوت کې د پنځه کلنې دورې د بشپړیدو وروسته یي د پیداکوژي علومو د ماستری سور دیپلوم ترلاسه کړ .


په 1362 لمریز کال کښي هیواد ته راستون او په هوایي پوهنتون کښې د استاد په توګه په دنده پیل  وکړ . په همدې مهال یی دپوهندوی علمی درجې ویاړ هم ترلاسه کړ. چه وروسته دجګړولامله هیوادپریښودوته اړشو.


خو په بهر کې د پردیسې ترخو شپواو ورځو تیرولو تر څنګ پر ادبې او ټولنیزو چارو بوخت وو دبیلګی په توګه په همدې 1391 لمریزکال دده په لاس دلیکوال پاولو کوېلو  دکیمیا ګر په نوم نومیالی اثر پښتو ژباړه ده. چه دانش خپرندویې ټولنې چاپ کړی دی .


خوله بده مرغه چه ژوندون ورسره یاری ونه کړه اونن د2012 کال دجون په 11 مه چه د1391 لمریز کال دغبرګولی په 22مه یی ځان حق ته وسپاره. روح دې ښادوی.


په درنښت


دافغان کلتوری بهیرپه استازیتوب
پوهنیارسیدحضرت     بروسل ښارـ بلجیم



په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر
یو څلی ونړید


ژوند او مرګ دواړه د لوی خالق ، تخلیق دی . د لوی خالق د ژوند په تخلیق کښي داسي انسانان وزیږي چي لاري پرانیزي ، خلګ وروزي او د ډیوې په څیر وسوزي خو لاره یی رڼا ساتلې وي .
استاد بازمحمد ساپی نن د 2012 کال د جون د میاشتي پر 11 نیټه د سهار پر شااوخوا اته بجو دا ډیوه موږ ته وسپارل او خپله په ابدي خوب ویده سو


(إن الله وإن إليه راجعون)


بلجیم افغان کلتوري بهیر او بلجیم میشتي افغانان د خدای بخښلي استاد بازمحمد ساپي په مړینه د زړه له کومي خواشیني دي . استاد بازمحمد ساپي د خپل ژوند زیاته برخه د ګران وطن افغانستان د زلمو په تربیه او روزنه کي تیره کړی ده . د هوایی او هوایی مدافعی د پوهنتون هر زده کونکی د استاد له شخصیت سره اشنا دی . استاد د بدني روزني په برخه کښي د ماسټرې تر درجې زده کړي کړي او تر ځان ورسته نسلونو ته یی د بدني روزني ښونه او روزنه کړی ده .


بلجیم افغان کلتوري بهیر مشرتابه جرګه او اړوندان یی ټولو افغانانو او د ګران استاد کورنۍ ته د لوی خدای څخه د زړه صبر غواړي او درانه استاد ته د فردوس جنت غوښتنه کوي .


افغان کلتوري بهیر مشرتابه جرګه له لوی خالق څخه استدعا کوي چي د درانه استاد ټول اولادونه د هغه پر پله پل کښیږدي، امین ثم امین



( استاد د خپل ژوند په اوږدو کښي ګڼ شمیر لیکني کړي او هغه یی د نړیوال جال په مټ تر لوستونکو رسولي دي . د استاد اخرنۍ ژباړه یو ناول دی چي د(کیمیاګر) تر عنوان لاندي په ښکلي بڼه چاپ سوی دی . افغان کلتوري بهیر هڅه کوي چي د استاد ټول یاداښتونه راټول او د چاپ په ګاڼه وپسولي .)
بلجیم افغان کلتوري بهیر


مشرتابه جرګه
بروکسل



په هالنډ کې د افغانستان ملی ګوند د شورا له خوا د خواشينۍ پيغام
 
په ډېره خواشينۍ سره مو دنه ستړی کيدونکی مبارز ، وطنپالونکی او مهرابان استاد پوهندوی بازمحمد صافی د افغانستان ملی ګوند د مرکزی شورا د غړی ، د بې وخته مړينې خبر تر لاسه کړ . انا لله و انا اليه راجعون  .
استاد خپله چټه ځوانی لوړو انسانی آرمانونو ، په هيواد کې رښتينې سولې او دواقعی ټولنيز عدالت د تأمين سترو چارو ته وقف کړه . استاد د خپل هيواد او خلکو سره بې ساری مينه درلوده ، ده وطنپالونکی روزل او هڅول .
استاد باور درلود چې ملی او وطنی موخو ته د افغانستان ملی ګوند رښتينولی او ژمنتيا ، همدارنګه د تفکر او سياسی عمل په برخه کې ددې ګوند نرمښت ، د تېريدنې ، انعطاف مننې او د نورو سره ګډ کار ته د چمتووالی کړنلاره به د ملی دموکراتيکو او وطنپالونکو ځواکونو تر منځ موجودو بې مانا تربګنيو او تأو تريخوالی ته د پای ټکی کيږدی او د هيواد په سياسی ډګر کې به داسې ډاډمن او يو موټی سياسی ځواک را منځ ته شی چې د نننی بحران څخه به هيواد او خلکو ته نجات ورکړی ، د سولې ، بيارغونې او دموکراسۍ د ټينګښت او پراختيا کار به عملی او يقينی کړی .
استاد د خپلې تواضع او خاکساری ، لوړو اخلاقو او اوچتو انسانی فضايلو په وجه د خپلو همځولو ، ملګرو او دوستانو د زړونو پاچا ؤ . په داسې حال کې چې د استاد کورنی ، ملګری او دوستان ددې سترې ضايعی له امله د درانده غم شيبې تيروی ، په هالنډ کې د افغانستان ملی ګوند شورا د ارواښاد استاد بازمحمد صافی کورنۍ ، د افغانستان ملی ګوند ټولو غړو او په ځانګړی توګه د افغانستان ملی ګوند مشرتابه ډلې او د استاد ټولو دوستانو ته د زړه له کومې ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوی او د استاد لوی روح ته د دعا لاسونه لپه کوی .
تل دې وی د استاد نه هيريدونکی ياد.


په هالند کې د افغانستان ملی ګوند شورا


حکيم روان



د استاد بازمحمد ساپی پر مړینه د نيازمحمد مومند د خواشینۍ پیغام!


په ډیرې خواشینۍ سره خبر شوم چی دهیواد یو تکړه خواخوږې،پوه او فعال سیاستوال ، د مهربانه


زړه او لوړو انسانی اخلاقو او ځانګړنو څښتن او د افعانستان د ملی – دموکراتیک غورزنګ سر


سپارلی لاروی ، د ورپېښې ناروغۍ له امله د روان کال دجون په یوولسمه نېټه له دی نړۍ دتل لپاره سترګې پټي کړي او خپل ټول خپلوان ،دوستان او همسنګران یې تر شا ویرجن پریښود ل. استاد باز محمد ساپی دخپل وطن اوخلکو سره ژوره مینه لرله او ارمان یی لاره چی هیواد یی پرمختللې او خلک یی سوکا له ژوند ولری . استاد بازمحمد ساپی دژوند تر پایه ددغه ارمان دسرته رسولو لپاره مبارزه وکړه او د دغه ارمان سره ومړ .


زه په داسی حال کی چی د ارواښاد باز محمد ساپی بی وخته مړینه د هیواد دروښنفکری غورزنګ


له پاره یوه لویه ضایعه بولم،په دغه دروند غم کی دهغه له درنې کورنۍ سره ځان شریک ګڼم ، دخپل دغه تکړه ملګری او ډاډمن همسنګر روح ته د دوعا لاسونه پورته کوم . هغه ارواښاد ته د فردوس


جنت هیله کوم او دهغه پتمنې کورنۍ ، خپلوانو، دوستانو او همسنګرانو ته د لوی صبر غوښتنه  کوم.
روح دی یې ښاد وی او یاد دی یې تل ژوندې وی .


نیاز محمد مومند


هالنډ




په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې.


دخواشينۍ اوډاډگېرنې پيغام.


رښتياهم يوبل څلی ونړید!


دډله ايزو رسنيو له لاري موداخواشېنوونکی خبر ترلاسه کړ چې استاد بازمحمد ساپی د 2012 کال د جون د میاشتي پر 11 نیټه د سهار دورپېښې دوامدادري ناروغۍ له دخپلې کورنۍ ،دوستانو اوهيوادوالونه دابدي ژوند په لور رخصت واخيست اوله دې پانی نړۍ نه ئې سترگې پټې کړې.انا لله و انا الیه راجعون.


ارواښاد استاد بازمحمد ساپی دهېواد په سياسي ډګر کښې تر ډيره بريده دافغانستان د سياسي اوټولنيزودمسائيلو په اړوند دژورفکر اودرک خاوند شخصيت وو.


مرحوم استاد بازمحمدساپي د خپل ژوند زیاته برخه د ګران هيواد افغانستان کښي ددې غمځپلي ولس دځوان نسل سالمې روزنې اوتربيې ته وقف کړې وه.


استادبازمحمد په خپلې کمينۍ اوخاکساری،نېک برخودر ،دوستۍ اوصمېميت ،پاکۍ اوعالي اخلاقو دهرچازړه ته لارپيدا کول اودټولولپاره يودقدر وړشخصيت وو. هغه له وطن سره رښتيانۍ مينه درلوده اودهيوادپه ورپېښو ناخوالولکه بل هر وطنپرست افغان زورېده.


په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره پداسي حال کښي چي دارواښاد استادبازمحمدساپي بې ځايه اوناببره مړېنه ،دارواښاد دغمځپلې کورنی ،دوستانو، علاقمندانو اوافغان روڼ اندولپاره لويه ضايع بولي ،له ټولوسره پدې ستر غم کي ځان شريک بولو د لوی خدای ( ج ) له دربار نه مرحوم ته فردوس جنت اوکورنۍ ته یې دجمیل صبر غوښتنه کوو.


روح دې ښاد اويادې ابدي وي.الحکم الله.


دټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې په استازيتوب.


حبيب الله غمخور

Copyright Larawbar 2007-2024