دجهانی صاحب سره د یو څو ورځو خواږه یادونه

د لراوبر اداره | جون 16th, 2012


دمعمول په ډول مي د ډاکټر صاحب ادم خان غږ دخپل دوکان تر څنګه په غوږ شو د شیبو وروسته ډاکټر صاحب زما دوکان ته را ننوت او راته ئې وار دواره غږ کړ انجینر صاحب هغه کارچي مو ورته دوه دری کاله انتظار باسه انشاله چي وبه شي ماورته وویل ډاکټر صاحب دومره می مه ځوروه حال وایه ډاکټر وویل  د ښاغلی جهاني صاحب سره مي تلیفوني اړیکه ونیوله جهانی صاحب وویل چي پدی (۲۰۱۱) کال دوبی کی دوه اونی وخت لرم اوبس د جون دمیاشتی په اوایلو کی به داکرائین جمهوریت ادیس ښار ته راشی .



زما خو باور نه راته چي موږ دومره واړه واړه دپښتو ژبی دادب مینه وال به دلوی جهانی صاحب کوربه کیږو خو دبله لوری می زړه ډاډه و چي زموږ غیرتی افغانان که هر چیری اوسیږو هغه افغانی میلمه پالنه مو نده هیره کړې اوبل په خا ص ډول زموږ خوشبختي پدې کي هم ده چي  په حقیقت سره په ادیسه کي ټول افغانان چي دهری منطقې اوولایت څخه دي ډیر میلمه پاله دي دابه ټولو هغو افغانانو ته چي ادیسی ته راغلي وي مالومه وي.


موږ د اولي ورځي دا کو شش کړئ او پدې بر یالي هم شوو چي جهانی صاحب ملي لوړ شخصیت دی او باید په ملي لوړه اوخاصه افغاني روحیه سره ولما نځل شي .



او ټولو دوستانو ته په ډاګه شوه چي دادیسي افغانانو جهاني صاحب ته ټولو د خپل وس مینه وړاندي کړه .


         د هغو ورځو انتظار و ډیر خوږ
         لکه باران ته چي ګلاب په دښتو
        لکه چي څوګ درته جار جار ووايي
       په پردي ملک کي دژوندون له سختو


بلې زما په خاطر خو ددې نه هم لوړاحساس و خو که ما یو څه پدې څلور بیتونو کي ځای کړي وي دا نو تاسو قضاوت پرې کولای شئ .


همدارنګه هغه ناز چي موږ ته داروپا څخه هغو درنو غیرتي شملورو افغانانو پښتنو راکړ کله به موږ ددوی دا احسان پر ځای کړای شو دهغو هریوه حبیبالله غمخور ٬ پیر محمد باوری٬ الحاج امین باوري٬ ولي عبدالله ناروغ ٬ حکمت الله حکمت ٬ داکټر شیر حسن حسن٬لالي صاحب ٬ ضیائ صاحب ٬ پاچا صاحب ٬ او ګران فعال پښتون عبدالله احسان څخه موږ پوره پوره متاثره او مننونکي یو . دې ټولو دوستانو زموږ دحجرې سور داسي برابر کړئ و چي کله نا کله به ما داسی فکر وکړ چي موږ میلمانه یو او که راغلي. دوی به زموږ ډیر خیال ساتلو اوموږ ددوی .



زموږ محترمو او نازنینو مشرانو په پدې به راسره هم موافق شي چي زموږ دادب محترمو مشرانو موږته ډیر څه راپریښودل او زموږ عظم او اراده ئې دمهربانۍ او ښکلي پښتو ژبي چوپړ ته نوره هم قوي کړه .


پروسږ کال داسی خیال کیده چي په ادیسه کي د پښتو ژبی دادب دیسانت وژل شوی دی . او دا پوره حیقت و .


موږ دوه لوی لوی محفلونه چي یو دجهانی سره دیو ماښام تر نامه لاندی او بل هم په ادیسه کی ددوستی دفوند ښه راغلاست  جهاني صاحب او دادیسي افغانانو په نامه ترتیب کړی و دواړو محفلونو دافغانانو ملي یووالي  ته نور یووالي او ورورولي ور کړه . چي ژوندی مثال ئې دهیواد په ټولو ژبو جهاني صاحب ته ښه راغلاست وویل شو شعرونه او مقالې ولوستل شوې. هغه د ارزښت او ما نا څخه ډک سیمینار چي د ادیسی دتنکیو ځوانو شاعرانو لیکوالانو سره ددوستۍ دفونډ په دفترکي دجهاني صاحب او نورو میلمانو په ګډون جوړ شو ډیر لوړ اود وخت دغوښتنو برابر سیمینار بلل کیدای شي جهاني صاحب د ځوانانو سوالونو ته ځوابونه ور کړل  او ځوانان ئی پبه ننی وخت کی خپلو دندو ته پوره متوجې کړل  .


جهانی صاحب وویل ! که غواړی د چا سره خبری وکړئ او نژدې شئ نو اول په هغو خبرو تماس ونیسئ چي پرې جوړ راځئ .


 بل دا چي په هغو لغا تو پوري چي زموږ په ټولنه کي ئې رواج موندلئ لازمه نده چي دهغې لپاره بل لغات ولټوو او په دې باندي ډیر وخت ونیسو ټول لغاتونه چي دفهم وړ وي کفایت کوي.


نوري ډيري ښې خبري دژوند او ادب په باره کي موږ واوریدلې موږ ددوی څخه مننه کوو او نن سبا هغه ورځي او شپې دي چي دا ټول یاد شوی دوستان زموږ میلمانه و.



ما ونه کړای شول چی دهغو ورځو دیادیدو سره یو لوی افتخار او هم په څنګ کي یو ډول خفګان حس نکړای شم  او دوستان دي داراسره ومني چي تاسو یادوم شهید میرویس سیدزی مي سترګو ته لراوبر شي  که څه هم دی زموږ سره نشته مګر دده یاد به موږ تل تازه ساتو الله پاک جنت فردوس دده په نصیب کړي ومن الله توفیقمير احمد شا پښتون او عبدالله احسان - اوکراين د ادېسه ښار


 اننجینر میر احمد شاه   پښتون ادیسه اوکرائین  ۱۴/۶/۲۰۱۲ م کال


جهاني صاحب ته زما هرکلئ


راشه په خیر راشې راځه جانانه
شم دي لوګئ ستا د راتله جانانه
دادوه عادته مي ستا ډیر خوښيږي
نیغ دي باڼه جګه شمله جانانه
مورچل مورچل نظر دي تل بیدار دی
لکه عسکر چي وي پیره جانانه
شعرونه ډیر وايې مزه په کوې
ستا شعر مزه کړي ستا په خوله جانانه
زموږ د خوارۍ مسا فرۍ ورځ ته
وکړه دوعا لږه د زړه جانانه


جهانی صاحب ښه راغلاست ۴/۷/۲۰۱۱م کال


 


اوکراين او روسيې ته د ښاغلي جهاني د سفر تفصيلي راپور له دې ځايه ولولئ

Copyright Larawbar 2007-2024