کندوز: د قلع ذال اوسيدونکي برېښناغواړي

د لراوبر اداره | جون 21st, 2012


کندوز ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ ګڼ شمیر اوسیدونکې بریښنا د نشتوالې څخه سرټکوي.
 
په ولسې جرګه کې د قلعه ذال ولسوالۍ استازی نظرې ترکمن ګواښ وکړ که چیری د یادی ولسوالۍ وګړوته ژرترژره بریښنا چمتونه شي ښايې دوی به ددغه ولسوالۍ څخه غزیدلې بریښنا مزې اوستنې له بیخه وباسئ اوتیریدونکې بریښنا به پریکړئ، قلعه ذال د خلکودغه استازي زیاتوي له قلعه ذال  ولسوالۍ نه تیره شوی بریښنا کندوزښار اود شمال نورو ولایتونوترڅنګ پلازمینې کابل ته هم غزیدلې خو دوی ورڅخه محروم پاتې دی.
 
داپه داسې حال کې ده چې د کندوز ولایت والې محمدانور جګدلک د سمیه یزو چارواکواوامنیتې ځواکونوسره په ګډه تیره اونۍ دغې ولسوالۍ ته سفرکړی و چې د سفرموخه یي د روان امنیتې بهیر ارزونه اود بیارغونې چاروله نږدی نه کتل وو ،جګدلک د قلعه ذال ولسوالۍ له خلکوسره ژمنه وکړه چې شته ستونزوته به یې داواری مناسبه لاره ومومي.
 
د قلعه ذال ولسوالۍ د خلکواستازې د یادی ولسوالۍ د حالاتوارزونې پرمهال وویل:د کندوز ولایت په نوروولسوالیوکې د ټیکاو اوبیارغونې په برخوکې دپام وړ بدلون راغلې خوله بده مرغه مرکزی دولت قلعه ذال ولسوالۍ ته هیڅ پاملرنه نده کړي او دیادی ولسوالۍ خلک له ګڼوشمیر ستونزو سره لاس اوګریوان دی ترکمن زیاته کړه دمګړې د قلعه ذال ولسوالۍ اوسیدونکې دلارې د خرابې ،دروغتیایی مرکزونونشتوالې، دبریښنا نه شتون، پاکواوبو ته نه لاسرسې اوداسې نورو ګڼوستونزومخامخ دی نوموړی اندیښنه څرګنده کړه که چیرې دولت ذکروشویو ستونزوپه حل کې له خلکوسره مرسته ونکړئ نوخلک به له دولت څخه فاصله ونېسئ.


ددی ترڅنګ د قلعه ذال ولسوالۍ ولسوال حبیب الله محتشم په کلکه دامنې چې په یاده ولسوالۍ کې د بریښنا نشتوالې ستونزه شته چې په وینا یې د بریښنا نشتوالې ددی لامل شوی چې په یاده ولسوالۍ کې دولتې ادارو کارونه له ځنډاوخنډ سره مخ شي هغه وايي دډیرو هلوځلوسره چې دولت ورسره ژمنې کړی خو لا تراوسه یې هیڅ عملې بڼه نده غوره کړی.
 
په همدې ترڅ کې د کندوز والې محمدانورجګدلک چې د نورومسوولینوسره یوځای دغې ولسوالۍ ته ورغلې و له خلکو سره ژمنه وکړه چې دیادی ولسوالۍ داوسیدونکیو ټول وړاندیزونه به له اړونده اداروسره شریک اوپه حل کې به یي هلې ځلې وکړئ.
 
په ولسوالۍ جرګه کې  کندوزد  قلعه ذال ولسوالۍ داستازواندیښنې دیادی ولسوالۍ بریښنا دنشتون په تړاوپداسې حال کې راپورته کیږي چې دمګړې افغانستان ته ټوله وارداتې بریښنا د کندوز ولایت دقلعه ذال ولسوالۍ څخه دهیواد بیلابیلوبرخو ته تیریږی خودقلعه ذال اوسیدونکې اوس هم په تورتم کې شپې سبا کوي دغه اوسیدونکې وايي دازمونږمسلم حق دی چې بریښنا ولرو، ددی ترڅنګ دیادې ولسوالۍ وګړي چې اکثریت یي ترکمنان تشکلیوي وايي د بیارغونې ټولګټې پروژې په یاده ولسوالۍ کې ندی تطبیق شوي.

Copyright Larawbar 2007-2024