خوست والي : په فساد کې ښکيل مامورين نه پرېږدم

د لراوبر اداره | جون 23rd, 2012


په فسادکې ښکيل مامورين نه پرېږدم ځکه چې مفسدين دمظلومو ،ځوريدلو ،کړيدلو ،مسکينو اوغريبو خلکو دعامه ګټو ،پرمختګ،هوسا اونيکمرغه ژوندپه وړاندې جدي ګواښ بلل کيږي اوهمدغه په فساد کې ښکيل کسان دي چې نظام کمزورى کوي اودهېوادجوړونې داساسي بهيرپه وړاندې جدي خنډونه راپيداکوي،دغه څرګندونې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دچنګاښ دمياشتې په ٢نېټه دجمعې په ورځ په دولتي مېلمستون کې دخوست ښاردبېلابېلو صنفي اتحاديو له استازو ،دوکاندارانو ،سوداګرو اوددغه ښارپه سلګونواوسيدونکوسره ديوې غونډې په ترڅ کې وکړې په هغه غونډه کې چې دښاريانو اودوکاندارانو دستونزو داوريدو اوهواري په موخه جوړه شوې وه دخوست والي ترڅنګ په کې امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمدځاځي ،دولايتي شورا وکيلانو اودښاروالۍ رياست مسوولينو ګډون درلود.

دغه غونډه دمولوى صاحب عبدالحق لخوادقرانکريم دمبارکوايتونوپه تلاوت سره پيل شوه، ورپسې په خپل وارسره انعام رحماني ،فريد،لاهورخان او محمداعظيم دبېلابېلو ښاري ،صنفي اتحاديو اودوکاندارانوپه استازيتوب خبرې وکړى ،دوى په خپلو خبروکې دولايتي ادارې له ټولو کړنوچې دولسونوپه ګټه يې سرته رسوي ستاينه وکړه اوپه دې برخه کې يې هرډول همکاري اوملاتړڅرګندکړ،دوى وويل چې دوه کاله کيږي چې په خوست کې په هره برخه کې دپام وړمثبت پرمختګ اوبدلون رامنځته شوى چې په لويه کچه يې دخلکوپه وړاندې دپرتوستونزوپه هواري کې مرسته کړې ده ددوى په خبره اوسنۍ ولايتي ادارې په دغه ولايت کې دبيارغونې ،ښاري نظم ،ډاډمن امنيت ،سولې اوثبات په برخه کې پرځاى اقدامات کړي دي اوپه کم وخت کې داسې لاسته راوړنې لري چې ددغه ولايت په تاريخ کې يې بېلګې نه ليدل کيږي.

يادو کسانودنوروپه استازيتوب په ښارکې داوبو دشبکې دپراختيا ،برېښنا دستونزې دهوارې ،ددکانونوپه مخکې دپيکونودنصب کولو ،ترافيکودچلند ،ښاري نظم اوپاکۍ په تړاوهم خبرې وکړې اوپه دې برخوکې يې دستونزو دهواري په موخه خپل وړانديزونه اوغوښتنې له مسوولينوسره شريکې کړې.

دښاروالۍ رياست مرستيال انجنيرمحمدشريف دښارپه پاکۍ ،نظم اوساتنه کې دښاريانو ونډه اورول ضروري وبللو نوموړي زياتوله چې ښاروالۍ رياست دنده لري چې په ښارکې په ټولو دوکاندارانوباندې خپل قوانين پلي کړي نوموړي ديوشميرهغه پروژو يادونه هم وکړه چې دښاردښايست اودښاريانو دستونزو دهواري په موخه ترتطبيق لاندې دي .

دولايتي شورا وکيل ګل محمد ځاځي هم خبرې وکړنوموړي له دوکاندارنوغوښتنه وکړه ترڅو په ښارکې دلازيات نظم ،پاکۍ او امنيت په خاطردولايتي ادارې او امنيتي ارګانونوسره بشپړه مرسته وکړي ښاغلي ځاځي له دوکاندا رانو وغوښتل چې په تفاهم سره خپلې ستونزې هوارې کړي.

خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمدځاځي په ښارکې دامنيت په ټينګښت اود عامه نظم په ساتنه کې ددوکاندارانو همکاري مهمه وبلله ده زياتوله چې ټول پوليس اوترافيک په ښارکې دعامه نظم دساتنې ،امنيت دتامين او ښاري انظباط دنده پرغاړه لري ،نودوکانداران بايد له خپلو امنيتي ځواکونوسره مرسته وکړي ،ښاغلي ځاځي داهم وويل چې يوشميردوکاندارانوپه ښارکې ګډوډۍ رامنځته کړې دي چې دغه ګډوډيوډيروخت خلکوته زيات ځاني اومالي تاوانونه اړولي ده وويل که چيرې څوک دښاري نظم اصولوته درناوى ونه کړي له قانوني چلندسره به مخامخ شي.

خوست والي په خپله ويناکې لومړى په ښارکې داسلام ،خاورې،ولس اوسولې دښمنانو هغه وحشيانه تروريستي بريدپه ټينګه وغندلو چې په نتجه کې يې په لسګونه بې ګناه ملکي وګړي زخميان اوشهيدان شول .

نوموړي دښارپه سلګونو دوکاندارنوته په خپلوخبروکې وويل ولايتي اداره دنده لري چې دحکومتدارۍ په ټولو سکتورونوکې خلکوته غوره خدمتونه عرضه کړي دده په خبره دښاروالۍ رياست بياپه ښارکې دښاري خدمتونو،ښاردپاکوالي ،نرخونودکنترول ،دوکاندارانودستونزو دهواري ،دښاردښکلا او ورته نورو رغنيزو چارو مسووليت پرغاړه لري چې بايدپه خپل وخت يې ترسره کړي.ښاغلي نعيمي زياتوله دامهال دښاروالۍ رياست دانکشافي بودجې څخه په دغه ښارکې دبيارغونې په ګڼ شميرپروژو باندې کار روان دى چې تربشپيړيدو وروسته به دښاريانودژونددهوساينې په موخه ګڼې اسانتياوې رامنځته شي .

خوست والي وويل يوشميرقرارداديان ،دشخصي ناروا ګټوپلويان ،ورانکاره ډلې ،مفسد مامورين اومافيايي کړۍ چې دخوست دپرمختګ زغم نه لرې په ولايتي اداره پسې بې بنسټه ناروا تورتبليغا ت کوي له خلکوپيسې راټولي اوله ځينو مرکزي ادارو په غيرې قانوني توګه امرونه ترلاسه کوي اوبياپه دغه ولايت کې دخپلو شخصي ګټو دخونديتوب لپاره دپرمختګ په وړاندې خڼدونه پيداکوي. نوموړي ګواښ وکړکه چيرې دغه دعامه ګټوخلاف ډلې خپل ناروا اعمال پرنيږدي نوله سخت قانوني غبرګون سره به مخامخ شي.

خوست والي داداري فسادپه وړاندې دروانې مبارزې په اړه وويل چې ديوې سالمۍ ادارې دپياوړتياپه خاطريې يوشميرنور په فساد کې ښکيل مامورين هم دقانون منګلوته وسپارل خبردارۍ يې ورکړچې ډير ژربه دښاروالۍ رياست په شمول ديوشميرنورو ادارو هغه مامورين چې په فسادکې ښکيل دي اويواځې خپلې شخصي ناروا ګټې پالي ونيول شي اودخپلو اعمالوپه سزاء به ورسيږي.

همداشان خوست والي داهم وويل چې دامهال په دغه ولايت کې ټول امنيتي ،کشفي اونظامي ارګانونه ددې توان لري چې تريوې واحدې رهبرۍ لاندې په ښار،ولسواليو اوکليوکې دناروا اعمالو ،اخلاقي فسادونو ،ټولنيزو فسادونو اونورو نارواکړنوپرضدپه خپل قوت عمليات ترسره کړي دده زياتوله که دوکاندارن له امنيتي ځواکونوسره خپلو مرستوته ادامه ورکړي دخوست ښارپه شمول به ددغه ولايت په ټولو برخو کې دورانکاره فعاليتونو ،بدمرغيو اوبې عدالتيومخه ونيول شي.

ښاغلي عبدالجبارنعيمي دښاروالۍ رياست مسوولينوته جدي سپارښتنه وکړه چې ددوه اونيوپه جريان کې په ښارکې دټولو دوکاندارنو ستونزې هوارې اوپه ښارکې دناپاکۍ اوبې نظمۍ دمخنيوي په وړاندې جدي اقدامات ترسره کړي. دغه غونډه هېوادته دسولې او امن په دعاسره پاى ته ورسيده

Copyright Larawbar 2007-2024