د طالبانو استازي له افغان حکومت سره خبري کړي دي

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جون 27th, 2012


راپورونه وايي چي د طالبانو يوه استازي په تيرو لسو کلونو اول وار د افغان حکومت له يوه غړي سره په جاپان کي د يوه کنفرانس پر مهال مخامخ ليدلي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم تائېد کړې چي د قاري دين محمد په نوم د دوى يو لوړ پوړى چارواکى چي د قطر د دفتر غړى دئ چاپان ته تللى دئ.
قاري دين محمد د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د پلان د وزير په حيث هم کار کړى دئ او ويل کېږي چي د بدخشان ولايت اوسېدونکى دئ. د نوموړي په باب ادعا کېږي چي د بلوچستان په کوټه ښار کي د طالبانو د قيادي شورا غړيتوب هم لري.
دغه کنفرانس د جاپان د دوشیشه خصوصي پوهنتون په افغانستان کي د سولي په باب د یو بحث په خاطر جوړ کړى، چي د طالبانو پر استازي سربېره د ولسمشر حامد کرزي سلاکار معصوم ستانکزي او د اسلامي حزب يوه لوړ پوړي غړي غيرت بهير هم ګډون پکښي کړى دئ.
په رسنيو کي داسي خبرونه خپاره سوي چي ياد سويو کسانو چي د طالبانو پخوانى چارواکى ملا عبدالسلام ضعيف هم پکښي شامل دئ، درې ورځي دمخه د فرانسې په پاريس ښار کي د شمالي ټلوالي له مشرانو احمدضياء مسعود، جنرال دوستم او محمدمحقق سره هم ليدلي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024